یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۸ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۸ برخه

احسان الله ارینزی
په وردگو كې غير معمولي ودونه:

هغه څه چې تر اوسه تاسو گرانو لوستونكو په دې كتاب كې ولوستل، د يوه عادي او طبيعي واده بهير و چې په ټولو خلكو كې عام مقبوليت لري؛ خو په پښتنو كې ځنې غير معمولي ودونه هم شته چې دلته به په لنډه توگه خبرې پرې وكړو:

1- د ټوپك ويشتل:

په وردگو كې كه يو څوك وغواړي چې يوه پېغله وكړي؛ خو د پېغلې پلار د دوى غوښتنه، د دوى مركه، حتى د دوى ننواتى ونه مني؛ نو كېداى شي چې دا ځوان په پېغله باندې ټوپك وولي. د دې ډزو مانا دا ده چې ده په دې پېغله باندې دعوى وكړه او پلارگنۍ به يې د پېغلې كور  ته جرگه او ننواتې لېږي(307). كه دا ننواتې ومنل شوه زوم به ټول هغه ولور او لگښتونه مني چې د پېغلې د پلار يا كوم بل واكدار له خوا پرې ايښودل كېږي. د پښتنو په ځينو سيمو كې ټك هغه وخت كېږي چې پېغله د كوم كار له پاره بهر ته وتلي وي. كه پېغله په كلا  كې هم وي، كلا ته نژدې ډزې يا حتى دا ږغ پورته كول چې د پلاني خور يا لور زما شوه په پېغله باندې د (مالكيت) د اعلانولو  مانا لري. په پښتنو كې داسې پېغله د خپل سرنوشت تر ټاكلو پورې له كوره نه وځي او حتى له خلكو څخه مخ پټوي. ځنې پكتياوال وايي چې د (پلاني) په خېلخانه يا كورنۍ (غږ ويل شوى)، داسې كورنۍ معمولاً په يوه اضطراري حالت كې وي او ټولې شا او خوا پېښې په ځير څاري.

كله چې د ننواتې جرګې د پېغلې د پلار لگښتونه ومنل، د هلك د خوا مشران به د دروازې بد وركوي. د دروازې په بدو كې نغدي ناغه يا جريمه، د پسه حلالول او حتى د ښځې (تنكۍ پېغله يا پوره پېغله) وركول شامل دي.

كه د ځوان پلارگنۍ د پېغلې د واكمنو شرطونه قبول نه كړي، خلك دا كار د بدي په نيت عمل بولي او د پيغلې پلار يا ورور او د قبيلې ټول نژدې تربرونه مكلف دي چې د شرم د ساتلو په دود له تېري كوونكي سره چلند وكړي او هغه مړ كړي. خلك هغه ښځه (پېغله) چې مرگ پرې شوي وي(سورټكرى) بولي. عوام سوړ ټكرۍ ته په ښه سترگه نه گوري او د مرگ ژوبلې عامل يې بولي(308).

(د پښتو ټولنيز- اقتصادى جوړښت) كتاب د  ږغ كولو په برخه كې يو بل حالت هم څېړي او ليكي داسې هم كېداى شي چې د جنۍ پلارگنۍ خپله لور په بيړه بل چا ته په نامه كړي. اوس نو هغه ځوان چې ږغ يې كړى بايد دغه دوهم سړى ووژني او جنۍ ځان ته پرېږدي. كه جنۍ د بل چا په نامه شوه ولور يې نه وي او پلارگنۍ يې يوازې دا غواړي چې جنۍ په پرده كې خوندي شي او د يو چا د حمايت په سيوري كې راشي.

كه فرضاً د جنۍ پلارگنۍ خپله لور همغه ځوان ته وركړي چې ږغ يې پورته كړى دى، د دې ځوان كورنۍ مكلفه ده چې د دوو ښځو په اندازه ولور وركړي (د پښتنو ټولنيز ، ص 186).

په ځينو پښتنو كې ټكري اخستل هم د ډزو معنى لري. د ټكري اخستل يو تعاملى حق دى؛ خو په دې شرط چې مابعد مراتب يې په ننواتې سره سر ته ورسېږي. كوم سړى چې د پېغلې ټكري واخلي بايد د ډزو د دود په شان د پېغلې د پلار يا نورو مشرانو ټول شرطونه ومني. جرگه به ورته كينوي، ننواتې به ورځي. د دروازې بد به وركوي او كه نه بيا مجرم گڼل كېږي او ښايي چې د بدي تاوان ته تيار شي.

ټكرى اخستل يا د ټوپك ويشتل په حقيقت كې پر ښځه باندې د نارينه غږ كول دي. د ټكري په اخستلو كې ځوان دا ټكرى له ننواتې سره جوخت د هغه پلار ته ليږي.

په مړو ښه ښځه باندې ټك كول يا د هغې ټكري اخستل دروند شرم دى او په پخه طريقه به ننواتې په ځاى كوي. د دې عمل مقابله اكثراً په مرگ او وژلو كېږي(309).

د ژوب او بوري د سيمو پښتانه دې دود ته (اړه) (بنده) وايي. په دې سيمو كې كه څوك كومې كورنۍ ته خپله خور- لور نه وركوي، دا ځوان د ځان سيال نه بولي يا دغه ځوان په كلي- كور كې سم نوم ونه لري او يا د گټې وټې نه وي، پك وي، پمن وي يا كوم بل عيب ولري؛ نو دغه راز ځوان كه چېرته زورور هم وي، د پېغلې د كور مخې ته درېږي، پنځه ډزې كوي او ناره باسي چې په دې كور كې هغه پلانۍ نجلۍ په ما اړه يا بنده سوه. د (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) ليكوال ابوالخير ځلاند ليكي چې په داسې حالاتو كې ولس ډېره مداخله نه كوي؛ خو د پېغلې د كور كوم ځوان (كه دوى هم وس ولري) د ځوان د كور مخې ته همداسې ټكان كوي او ورته ناره وباسي.

په دې صورت كې بدي پيل شي، دواړه كورنۍ هاغه (بندې) پېغلې خپل عزت او ناموس بولي او پښتانه خو له ناموسه تېرېدى نه شي!(310)

عطايي صيب ليكي چې ناموس په عامه اصطلاح كې ښځه ده. په لومړۍ درجه كې ماندينه، بيا مور او خور او نورې نژدې ښځې په ناموس كې راځي. د زانگو كوچنۍ نجونې هم ناموس بلل كېږي.

د چا د ناموس بې احترامى غټه گناه ده او په ناموس تېرى نه بښل كېږي. د يو چا ناموس ته په لفظ بد ويل هم لويه ناغه او شرم لري. د لوېديځو قبايلو په مينځ كې دا اصطلاح هم شته چې د كرنې زمكه هم ناموس ده؛ خو كنايتاً وطن او مېنه دواړه د ناموس په جمله كې راځي.

په پراخه ساحه كې د خېلخانې ټولې ښځې د ناموس په درجه كې دي. په قبيلوي ژوند كې ناموس د ننگ محور دى، پښتانه وايي (مال تر سر جار، سر تر ناموس)(311). په ژوب او بوري كې داسې نجونې چې بندې وي، څوك د واده له پاره نه غواړي كه څوك داسې پېغله وغواړي؛ نو له هغه چا سره به بدي په غاړه اخلي چې په دې جلۍ يې ټكان كړي دي. كېداى شي چې داسې پېغلې د پلار په كور زړې او بيا ډېرې ارمانجنې مړې شي. د دې ستونزې د حل بله لاره دا ده چې جرگه جوړه شي او څه د حل لار ورته راوباسي.(312)

2- يو پر بل باندې مبارك كول

 دغه راز واده زياتره په وړكتوب كې د رضايت په صورت كې تر سره كېږي. كله- كله دوې ميندې يا پلرونه چې يو له بل سره نژدې اړيكې ولري يو بل ته وايي چې ستا كمكۍ لور زما د كمكى بچى (زوى) شوه او دواړه دا خبره له خپلو- خپلوانو او كليوالو سره شريكه كړي او لږ خوږه ووېشي. د بېلگو له مخې داسې ماشومان يو په بل بارك شوي چې لا نه دي زېږيدلي. د نېمچه پېغلتوب يا پېغلتوب په وختونو كې هم د بارك كېدو امكانات شته(313). مثلاً يو څوك له چا نه وېره لري چې هغه به يې په خور يا لور ټوپك وولي او يا ږغ پورته كړي او دوى داسې خېښي ته تيار نه وي او نه غواړي چې خپله خور- لور وركړي، كه په داسې تنگ وخت كې دا پېغله بل ريبار يا غوښتونكي لري؛ نو ژر له هغه سره دعا كوي او كه نه؛ نو په خپل كور كې يې په كوم ځوان يا مشر سړي باركه كړي او په دې ټوگه د پېغلې له پاره يو خاوند پيدا  كړي. د باركي په صورت كې كه ماشومان ځوانان شي او يا پېغله په ځواني كې باركه شوې وه، واده يې د معمولي ودونو په شان په ځاى كېږي.

ښاغلى ابولخير ځلاند په (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كې ليكي چې په هغه سيمو كې چې چغيان ويل كېږي (ږوب، بوري) دې دود ته (زرغونه تڼۍ) وايي.

په دې دود كې دوه ملگري چې ښځې يې بلاربې وي يو بل ته د جامو زرغونه تڼۍ وركوي. د دې خبرې مطلب دا دى چې كه د يوه زوى وشو او د بل لور؛ په ځوانۍ كې به دا جلۍ د همدې ځوان ښځه وي.

د ځلاند د ليكنې له مخې د دې دود شا ته د ولور د پيټي د دروند بار كرغېړنه څېره له ورايه ښكاري؛ ځكه د داسې ماشومې جلۍ ولور ډېر لږ(شل پنځه ويشت زره روپۍ) وي. په داسې حالت كې د ماشومې جلۍ اړ مور او پلار دا پيسې د خپلو روځنيو نيمگړتياوو د ليرې كولو له پاره غنيمت بولي، بله خوا د هلك كورنۍ په دې خوشاله وي چې خپل راتلونكى ځوان زوى ته په وړيا ښځه راوړي؛ خو كه په ځوانۍ كې واده ورته وكړي؛ نو په لكونو روپۍ به لگوي!

ښاغلى ځلاند ليكي چې داسې نجونې په 12- 14 كلن عمر كې ودېږي او دا داسې وخت وي چې نه دا جلۍ په مېړه ښه پوهېږي، نه د خپل نوي كور د مشرانو قدر كولاى شي، نه په اولاد خبره وي، نه د كور كارونه په سمه توگه سرته رسولى شي او لنډه دا چې ډېره نابلده ښكاري، لا ماشوم خاصيتونه كوي او داسې پېټې ور په غاړه شي چې دا يې پورته كولو ته نه وي چمتو. ځلاند په دې هكله يوه په زړه پورې انگۍ هم  اخستې ده:

د سپينې خونې پر وره روپۍ

وروڼو وركړكې (وركړې) يمه كوشنۍ (كوچنۍ)

وه خورې خود به وهم بوغې

خوله مه نوده ده د مور په پۍ

يو زندې كور دى خوركۍ ژړۍ

كه مه كار وكئ د نادانۍ

دوى به يايي (وايي) ضد يې اخستى دى

د داسې يوې كمكۍ ناوې مور هم غمجنه وي او وايي،

توره تياره ده ډېوه لگېږي

زړه مه له غمه خدايه ډوبېږي

نن مه نازكه لوركۍ ودېږي

سبا يې روځ ده چې جلا  كېږي

و پردي كور ته به داخلېږي

ډېره وړه ده زړه مه درزېږي

په اصطلاح به يې څنگه پوهېږي

الله د خير كې څنگه به كېږي؟(314)

په پاسنۍ انگۍ كې په (اصطلاح پوهېدنه) دې ته وايي چې دا كمكۍ نابلده جلۍ به د دې كور په دود- دستور او ناسته پاسته څنگه پوهېږي؟

3- تېښته:

هغه حالت دى چې پېغله د خپل پلار د نظر په خلاف، په پټه د يو چا كور ته وتښتي. تېښته په وردگو كې ډېره كمه او د هېڅ په شمار ده.

پېغله اكثراً د هغه ځوان كور ته تښتي چې د دې خوښ وي او په دې پسې يې جرگې استولي وي.پښتو قاموس دغسې پېغله چې د مېړه په طلب او مصلحت د پلار له كوره تښتي (مټيزه) بولي. هغه پېغله چې د خپل راتلونكي مېړه له خوښې پرته او بې مصلحته د هغه كور ته ورشي (شينگړى) يا (شيگړه) بلل كېږي.(314).

تېښته ناغه لري. خلك دې ته غږ كول وايي. د كندهار او هلمند خلك يې (ناره) بولي. عطايي صاحب ليكي: ( ږغ هغه عمل دى چې كومه پېغله د يو چا په كور ننوزي) ځنې قبيلې په دې پېغله كلك درېږي او خپل ناموس يې بولي؛ خو د پېغلې د پلار عذر به كوي او ننواتې به ورته كيني. د لويديځې خوا قبايل دا ډول پېغله له كوره باسي. پېغله دا عمل په دوهم او دريم وار هم تكراروي. كه د څلورم ځل له پاره پېغله په كور  ورننوتله؛ نو بيا يې خپله گڼي او ساتي يې(315). خلك دا ډول ښځې ته په ښه سترگه نه گوري او (سپكه) يې بولي. په وردگو كې تښې ښځه د عم تر پايه پورې د پلار په كور نه منل كېږي.

4- تښتول:

داسې هم پېښېږي چې څوك دې يوه پېغله وتښتوي. دا دروند جرم دى او د مقرراتو سره سم درنده ناغه لري. د مړوښې ښځې تښتول مرگ لري يعنې فيصله نه شي پرې كېداى او ننواتې هم نه منل كېږي. كه مړوښه وتښتي او بل سړى يې وكړي هغه وژل كېږي.

عطايي صاحب ليكي: (د مړوښې ښځې پور اووه سره دي. په دې معنى كه كوم څوك دا ښځه وتښتوي هغه وژل كېږي. كه هغه په خپل مرگ مړ شي او دا ښځه بل څوك وكړي، هغه هم وژل كېږي او كه هغه هم په خپل مرگ مړ شي او دا ښځه بل سړى وكړي هغه هم پوروړى بلل كېږي او وژل يې د تښتول شوې ښځې د اصلي مېړه حق دى. دا حق د دې ښځې تر اووم مېړه پورې پور دى. كه له دې ډلې څخه كوم يو دا ښځه په بې خبري وكړه لومړى به خبرېږي او كه يې ښځه نه پرېښوله، وژل يې جواز لري(316).

د ژوب- بوري د كاكړو په سيمو كې د  چا د خور- لور يا ښځې تښتول د نورو پښتنو په شان دېر دروند جرم دى او خبره په قتل پاى ته رسي. كه تښې ښځه ورسره رضا وه هغه هم وژله كېږي او كه ښځه گرمه نه وه يوازې نارينه تورن وژل كېږي، كه تورن د ښځې خپلوانو ته په لاس نه ورتله د هغه د وروڼو يا نژدې تربرو سرونو ته هم خطر وي.

د افغانستان د جزا قانون د (اختطاف) څپركى وايي كه چېرته څوك يوه جلۍ چې اتلس كلن عمر يې پوره كړي نه وي، په خپله يا د بل چا په لاس بې له حيلې او اكراه څخه اختطاف كړي(يا وتښتوي- ليكوال) په داسې بند محكومېږي چې له لسوكلونو څخه زيات نه وي. كه دا كار په حيله او اكراه وشي، تښتوونكى په ډېر اوږده حبس محكومېږي. كه څوك يوه ښځه چې اتلس كلن عمر يې پوره كړى وي په خپله يا د بل په لاس اختطاف كړي په اوږده بند محكومېږي. كه اختطاف شوى مړوښه وي، يا نا مشروع فعل ورسره وشي، تښتونكي ته د ټاكل شوي بند زياته موده اورول كېږي.

د قانون بله ماده ليكي چې كه يو چا يوه ښځه چې شپاړلس كلن عمر يې بشپړ كړى وي( درې متن دا موده اتلس كاله بولي)، د واده له پاره، د هغې د مور او پلار د اوسېدلو له ځايه د ځان سره ويسي په هغه صورت كې چې په رضا او رغبت د قانون سره سم د هغې سره واده وكي دا عمل اختطاف نه شمارل كېږي(317)؛ خو پښتانه دا مدون قوانين نه مني او د خپلو اصولو له مخې اجراات كوي.

په داسې مواردو كې د حل درې لارې شته، كه تورن زورور وي؛ نو جرگه نه مني او وايي چې لاس مو خلاص، كه تورن بې تربرو، بې كامه يا په قبليوي  لحاظ كمزورى سړى وي، له تښتول شوې ښحې سره وطن پرېږدي او درېيمه دا چې د جرگې پرېكړو ته به غاړه ږدي.

كه تورن سړى ځوانه او ښايسته ماندينه ولري؛ نو جرگه پرېكړه كوي چې خپله ښځه دې طلاقه كړي. دا ښځه به هغه چا ته په نكاح وركوي چې ده يې عزت ته په سپكه سترگه كتلي وي، په دې سربېره به يوه يا دوه پېغلې هم د جرمانې (ډنډ) په ډول وركوي. كه تورن ماينه ونه لري، ورور يا كوم بل ډېر نژدې تربور به يې خپله ښځه پرېږدي او له يوې يا دوو نجونو سره به يې مقابل لوري ته وركوي. دا خلك په دې اند دي چې كه داسې وشي؛ نو تورن سړى او كورنۍ به يې تل تر تله دې بلې كورنۍ ته ټيټي سترگې گرځي.

د (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كتاب ليكي چې په داسې جرگو كې (توره شوې ښځه) تورن سړى ته نه وركول كېږي؛ خو دا خبره به هرومرو د دې په كورنۍ ږدي چې دا جلۍ به داسې ليرې ځاى ودوي چې تورن ته په اسانه په مخه ورنشي.

كتاب ليكي چې دا جرگې داسې درنې پريكړې ځكه كوي چې د  ورته پېښو مخه ونيول شي؛ خو زيان پكې په هر صورت نجونو او بېوزله ښځو ته رسي (318).

5- بونډۍ:

بونډۍ هغه پېغله ده چې پر يو چا ادعا وكړي چې په بده سترگه يې راته وكتل. د پېغلې پلارگنۍ به ملزم وژني او دا پېغله تر مرگه د پلار په كور پاتېږي. كه فرضاً داسې پېغله ودېږي ولور يې د كام كېږي، نه د هغې د پلار يا ورور(319).

په چا چې داسې ادعا وشوه، هغه هرومرو ملزم دى؛ ځكه چې په پښتنو كې ښځه د خپله شرمه هېڅكله په چا داسې ادعا نه كوي، مگر دا چې مجبوره شي.

بوڼدۍ ښځه اكثراً د پلار په كور پاتېږي؛ ځكه بل څوك يې نه غواړي، د بونډۍ پېغور  د دې پلار ته هم وركول كېداى شي. ډېرې بونډۍ وروسته له دې چې له ملزم څخه خپل كسات يا وار واخلي ځان په خپله وژني او يا د خپلې كورنۍ له خوا وژل كېږي(320).

په وردگو او ډېرو نورو پښتنو كې هغه پېغله چې د پاك لمني يا ناموس په مسله كې تر پوښتنې لاندې راغله، د عمر تر پايه ځورېږي او دا د شرم داغ له خپل وچولي څخه نه شي پاكولاى. قبيلوي خلك داسې پېغلو يا ښځو ته (توره) يا (بدنامه) وايي. دا داسې پېغور دى چې د ژوند تر پايه نه وركېږي او د پېغلې كورنۍ او حتى خپلوان هم ځوروي.

بدنامه، توره، تورنه، تورن هغه ښځې او نارينه ؤ ته وايي چې يو اخلاقي جرم يې كړى وي. ځنې تورونه په ننواتې، جرگه او ناغه رفع كېږي او مرتكب يې سپين شي؛ خو ځنې تورونه د تل له پاره پاتې كېږي.

كه له تور سره د (مخ) كلمه هم زياته شي تورمخې ځنې جوړېږي چې زاني ته وايي دا ډېر دروند تور او جرم بلل كېږي(321).

6- وايي چې پخوا په اپريديو كې دښمني ډېره وه، هر چا بايد يو دښمن لرلى واى. كه چا له پخوا نه دښمني درلوده وژل به روان و؛ خو كه چا پخوانۍ دښمني نه لرله او هيله يې درلوده چې نوې دښمني پيل كړي؛ نو ډېر امكان يې درلود چې ښځه په دې لوبه كې قرباني شي. دغسې يو كس به لومړى د خپل كور شا او خوا داسې يو څوك وويشت چې (بد) به يې ځنې راتلل او يا به يې څه ستونزې ورسره درلودې. دغه كس به په همدې وخت كې په خپل كور كې هم يوه ښځه(مېرمن يا وريندار) وويشته او  دا خبره به يې وكړه چې دا سړى له دې ښځې سره جوړ و!

راويان وايي چې كله به كوم سړي په كلي كې څوك وويشت او په خپل كور به يې (مېړوښه) په نښه كړه؛ نو دا ښځه به يې له كوره وشړله او (توره) به يې كړه.

 دلته د دې خبرې يادول ضروري ده چې كله نا كله په دې خبره جرگه جوړېږي.جرگه شړل شوې ښځې ته د سپيناوي وخت وركوي. داسې هم پېښېدى شي چې توره ښځه خپل ځان سپين كړي او جرگه يې بېرته د مېړه كور ته ولېږي؛ خو كومه ښځه به چې (توره) ثابته شوه، د هغې د نېكمرغۍ كاسه به واوښته او له ډېرو ستونزو سره به مخامخ شوه. ځنې داسې ښځې به د پلار يا تره كور ته ولاړې، ښكاره خبره ده چې  هغو به هم په ورين تندي نه منلي او سپكې سپورې به يې ورته ويلې. ويل كېږي چې ځنې دا راز ښځې به په بازار كې خرڅون ته وړاندې كېدې.

خلك وايي چې پخوا د تېرا په (ميدان) كې هره جمعه بازار جوړېده. په دې بازار كې به څاروي، خوراكي شيان، كپړې او نور اړين شيان د هندوانو له خوا خرڅېدل. وايي چې پخوا قومي مشرانو پرېكړه كړې وه چې هېڅوك به د جمعې په روځ ټوپك نه گرځوي او نه به څوك په خپل دښمن ډزې كوي. له همدې امله به ډېر خلك دې مېلې ته راتلل او د خپلې اړتيا وړ شيان به يې اخستل.

د راويانو له قوله چې د دې بازار (مېله) په يوه ليرې څنډه كې به همغه شړل شوې ښځې خرڅېدې. د ښځو مخونه به پټ ؛ خو لاسونه به يې نندارې ته ايښي وو. بېوزله پښتانه ځوانان به په همدې ورځ راتلل او هڅه به يې كوله چې يوه ښايسته ښځه په ارزانه بيه واخلي او ځان ته يې نكاح كړي. دغه راز واده او نكاح به هېڅ لگښت نه درلود.

يوه اپريدي ما ته وويل چې پخوا په تېراه كې ډېر هندوان اوسېدل او مسلمانانو به هندوانې كنيزانې درلودې. دى وايي چې ځنې كسان به د جمعې په روځ د تېراه د (ميدان) ميلې ته راتلل او هلته به يې كنيزانې خرڅولې او اخستلې. د ده په وينا كېداى شي چې همدې دود د شړل شوو ښځو خرڅون ته هم لار پرانيستې وي.

كله چې پاكستان جوړ شو او ډېر هندوان د پښتنو له سيمو څخه هندوستان ته لاړل، په تېراه كې د كنيزانو د خرڅون دود پيكه شو؛ خو د شړل شوو ښځو خرڅون دوام وموند. په هغه سيمو كې د طالبانو پيدايښت اوس دغه دود پاى ته رسولى يا پټ كړى دى.

د راويانو له قوله چې دا دود په ځينو شينوارو كې هم شته. دوى شړل شوې ښځې (دووسه) بولي او په پټه يې خرڅوي. وايي چې هلته كوم سړى چې خپله ښځه له كوره شړي وايي چې (ښځه مې دووسه كړه). د ښځې پلارگنۍ (يا پخوانى ميړه) داسې ښځو ته په پټه يو خريدار (كوم غريب يا مسافر پښتون) پيدا كوي او په ارزانه بيه يې پرې خرڅوي.

دا راز شينواري فكر كوي چې يوه ښځه چې بدكاره شي، د ميړه په زړه جوړه نه وي، په خبره ښه نه پوهېږي او د كار نه وي؛ نو داسې وي لكه خره او د خرې خو خرڅول په كار دي! (انجنير مولانظر، حاجي تاج محمد شينوارى).

د كرمې ايجنسۍ په توريو كې خلك ځنې ښځې له كوره باسي؛ خو د پلار كور ته يې لېږي او خرڅون نشته  (نعيم تورى).

كوم كسان چې شړل شوې ښځې په نكاح  اخلي، هېڅ راز دود نه پالي، ښځه اخلي، كور ته يې بيايي، د شاهدانو په وړاندې يې د ملا په واسطه نكاح كوي او ښځه ځنې جوړوي.

7- د بدو ښځه:

(بد) د جرم نوم دى. بد يو عمومي عنوان دى چې جرايم تر هغه لاندې كته گوري كېږي. يو چا ته كږه خبره كول بيا تر قتل او د بل په ناموس د تجاوز ترحده ټول د بدو په جمله كې راځي. د بدو د جرم نوعيت په ولسي نرخ كې پور، ناغه او شرم لري. په قبيله كې د بدو په مقابل كې غچ اخستل غيرت بلل كېږي او د جرمانې وركولو ته يې (بدل) ويل كېږي. دا بدل د جرگې او مركې له خوا ټاكل كېږي او بيا يې زيانمن پښتون په خپله اخلي.

په وردگو كې په ځينو مواردو كې د بدو په مقابل كې ښځه وركول كېږي. جرگه پرېكړه وكړي چې دا سړي يا دا كورنۍ به مقابل لوري ته ښځه وركوي. هغه يې منلو ته مجبور دى. په وردگو كې خلك هڅه كوي چې په بدو كې وړه جلى وركړي. دوى اميدواره وي چې جلي به تر ناوېدود پورې مړه او د مقابل لوري پور به خلاص شي. د بدو د ښځې پوښ او توى نه وي. مراسم  ډېر لنډ وي. څو نارينه ورشي او ښځه ورسره وباسي.

عطايي صاحب ليكي: (كه ښځه د وينې په بدل كې وركړه شي. ولور له خونبها نه ايستل كېږي او باقي پيسې وركول كېږي. په دې لړ كې د (گوت لكى) په برخه كې د ولور دوې برخې او د (روڼې) په مقابل كې د ولور درېيمه برخه ايستل كېږي او نوره خونبها نقده وركول كېږي(322)

د قتل په پېښه كې د ښځې د وركولو هدف دا دى چې دښمني په دوستي بدله شي.

په دې دود كې ولور كله د طرفينو په مصلحت او كله د درېيم په خوښه ټاكل كېږي. په دغسې مواردو كې واده په ډول وډنگ  سرته رسېږي او ښځه په سپينو پايڅو نه وزي (323).

سپين پايڅې هغه ناوې ده چې واده يې سوړ وي. مثلاً يو څوك خپله نامزاده د خسر په كور حامله كړي. د ولسي نرخ له مخې دا سړى د ولور په وركولو سربېره يوه سپين پايڅې ښځه هم د خسرخېلو كورنۍ ته وركوي. سپين پايڅي ځكه وركوي چې د كورواله ؤ عذر پرې وشي او د پېښدونكي خپگان او زيان مخه ونيول شي.

(د پېچدرې د پښتنو ولسي دودونه) د كتاب ليكوال ښاغلى گلابزى ساپى ليكي چې په ځينو پښتنو كې هغه جنۍ ته چې په بدو كې وركول كېږي (سوره) وايي. د قتل په پېښه كې د مقتول د ورثې يو حق (سوره) دى چې د قبول په صورت كې يوه ښځه د قاتل د كورنۍ له خوا څخه د مقتول وارث(ورور- زوى يا د تره زوى) ته وركول كېږي.

سوره د مقتول د ورثې له خوا د نجلۍ قبلولو ته وايي چې د قتل په بدۍ كې وركول كېږي.

د سورې ناوې اكثراً په سپينو پايڅو ودېږي. سوره بايد حتماً پېغله وي، كونډه په سوره كې نه شي وركولى كېداى. كېداى شي چې په سوره كې كمكي نجلۍ وركړل شي؛ خو ولور يې له خونبها څخه وزي او كه نور يې څه واوړي هغه هم وركوي (324). ښاغلى گلابزى ساپى د مړي په بدل كې د جنۍ په وركولو سربېره يو بل بد هم يادوي او هغه د مټيزې د شرم د پټولو بد دي. كه كوم ځوان له كوم پېغلې (يا مړوښه) سره پټه يارانه جوړه كړي او بيا داسې ښځه وتښتوي، خلك دا كار په دوديز ډول ډېر بد او د شرم وړ گڼي. د دې ښځې كورواله په داسې حال كې چې ځانونه عامو خلكو ته مات، پړ او ډېر خوار بولي د غچ په فكر كې وي. دوى لومړى هڅې كوي چې دا هلك او جنۍ (يا ښځه) ومومي او مړه يې كړيº خو كه هغوى پيدا نه شي، چېرته ليرې تښتېدلي وي بيا جرگه، مركه او بدعتي ملايان د قران او سنتو په خلاف پرېكړه كوي چې د هلك د كورنۍ يوه يا دوه پېغلې يا نيمچه جنكۍ (او يو څه پيسې) د مټيزې كورنۍ ته د شرم په بدل كې وركړي. د ښاغلي ساپي په وينا جرم يو چا كړى وي او زور يې بل گالي. د دې نجونو وړل يا واده ډېر ساده وي، مېلمانه نه وي، ساز او سوبت نه وي، اوښكې او ژړا گانې ډېرې وي، شرعي مهر نه وي، د نجونو له پاره جامې، گاڼې او سينگار هېڅ يو هم نه وي، بلكې جنۍ يا نجونې د وينځو په شان د مټيزې ښځې يا جنۍ كورنۍ ته سپاري. هغه هم بس ځان په همدې قانع كوي چې كه د هغه كورنۍ يوه هلك د دوى جنۍ وتښوله، دا دى دوى هم خپل بدل واخيست او په عوض كې يې د همغه كورنۍ جنۍ خپل كور ته راوسته(325).

ښاغلى ابوالخير ځلاند په خپل نامتو كتاب (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كې د (بدو) په لړ كې د (رگ وركولو دود) يادوي. دى ليكي چې كه په يوه جگړه يا شخړه كې يو سړى ووژل شي؛ نو جرگه د قاتل له قبيلې سره د نېك (د خون بدل) په هكله خبرې كوي او په دوى په لكهاوو روپۍ ږدي. كه د قاتل كور او قبيله دا پيسې نغدې ونه لري؛ نو جرگه لږ رقم نغد او د پاته رقم په پور كې د رگونو وركولو پرېكړه كوي.

د رگونو دا شمېر د مقتول له ولسي دريځ سره اړه لري، د مثال په توگه كه هغه د قبيلې مشر، نواب، سردار، خان يا ملك وي، رگونه 11- 9- 7–  يا  5 وي. د عام سړي (نېك) 3 رگه وي. دغه رگونه په هغه صورت كې وركول كېږي چې د قاتل كورنۍ او نژدې خپلوان لويې يا وړې ژوندې نجونې ونه لري. په نژدې خپلوانو كې هغه كسان راځي چې په بديو كې د دوى سرونو ته هم خطره وي او د خپلوۍ د مدارجو په لړ كې تربرونه باله شي.

د نېك وركولو يا رگ وركولو په دود كې د حاضرو نجونو او نازېږېدلو نجونو په بيه كې توپير وي. د مثال په توگه كه جرگه د يوه مقتول نېك درى حاضرې نجونې ږدي، د نازېږېدلو نجونو (رگ) شمېره 7- 9- 11 وي او كه چېرته په قاتله كورنۍ كې يو يا دوه نجونې حاضرې وي، د رگ وركولو شمېر متناسباً كمېږي.

په رگ وركولو كې به دا نجونې هغه كورنۍ په غاړه اخلي چې په بديو كې شريكې وي. دا كورنۍ د جرگې پور په گډه پرې كوي. يا به خپلې حاضرې خوندې- لوڼې وركوي او يا به په راتلونكې كې د پور پرې كولو ته غاړه ږدي. په دې ډول پرېكړه كې د مقتول كورنۍ انتظار باسي چې كله په پوروړلو كورنيو كې لوڼې زېږي چې د دوى په برخه ورسي. كه په دې لړ كې د كومې پوروړې كورنۍ په ټول ژوند كې لور ونه شوه؛ نو د خپل زوى لور (لمسۍ) به تر لوېيدو وروسته د مقتول ورثې ته بې ولوره وركوي.

د ښاغلي ځلاند په وينا په دې توگه وينو چې دا گلالي نجلۍ د هغه جرم د اور په لمبو كې سوځي چې بابا يې كړى وي. دى ليكي كله چې د رگ وركولو په لړ كې د چا په كور كې لور وزېږېده هغه به د مقتول كورنۍ ته خبر استوي. د مقتول د كورنۍ يو مشر به له دوو مياشتو څخه وروسته راځي، د دې ماشومې په سر به لاس ږدي او هغه به د خپل ځان، خپل زوى، لمسي، ورور، وراره يا تربره د پاره مني. د ښاغلي ځلاند په قول كه دا خلك په ټاكلي موده كې رانغلل،حق يې ساقط كېږي او كه داسې نجلۍ چې لاس پرې كش شوي وي تر ځوانېدو پورې مړه شي، په حقيقت كې د مقتول د كورنۍ ښځه مړه شوي او په حساب كې راځي(326).

په پاسني بحث كې داسې راغلل چې په پښتنو كې ښځې د قتل په (بد) كې وركول كېږي، له دې پرته نور امكانات هم شته او ښځې د يو لړ ساده مسايلو په وخت كې هم په (بد) كې مقابل لورې ته وركول كېږي. د كليو او قبيلو تر مينځ د زړه بداويو او دښمنيو د ختمولو له پاره د ښځو د قرباني امكان شته او دا ټولې پرېكړې د سيمه ييزو جرگو او مشرانو له لارې كېږي.

كه څه هم چې د افغانستان د جزا قانون دا عمل جرم گڼي او مرتكب يې د سزا وړ بولي؛ خو له بده مرغه په پښتنه قبيلوي ټولنه كې د قانون، اصولو او حتى شريعت حاكميت كمزورى دى او ډېرې ستونزې د قبيلوي حقوقي- جزايي تعاملى كودونو په چوكاټ كې حل او فصل كېږي. په پخوانيو كلونو او حتى لسيزو كې داسې مثالونه شته چې د دولت ټول سيمه ييز ارگانونه د قومي جرگو- مركو په داسې پرېكړو خبرېدل؛ خو دوى او مركزي دولت به ځان ته د مداخلې حق نه وركاوه او د داسې پرېكړو ننگه به يې كوله.

په هغه څېړنه كې چې د ښځو او كوچنيانو د حقوقو څېړنيز بنسټ په كال 1383 هـ.ش په افغانستان كې كړى، د  هغه بدو  سلواله چې ښځه پكې قرباني په 486 پېښو كې داسې ده:

– د قتل په بدل كې (بد)                      38%

– د  وهلو او ټپي كولو له امله د مړينې (بد) 3.5%.

– د اجباري كوژدې د ماتولو (بد)             7%

– له كوره د تښتې د پېښو د قربانيانو (بد)   13%

– د پور يا معاملاتو په مقابل كې (بد)   .    5%

– د لواطت په بدل كې (بد)              2%

– د زنا له امله (بد)                   5%

– د ټپي كېدو (بد)                 15.3%

– متفرقه                     11.2%

ټول                           100%

د (بدو) په واده كې نه يوازې دا چې نيمچه پېغله يا پېغله (ښځه) زيان ويني او د هغه جرم قرباني كېږي چې دا په كې لاس نه لري، بلكې نارينه ته هم زيان رسي. په داسې مواردو كې كېداى شي چې د نر او ښځې نكاح شوې وي؛ خو دا تحملي واده يا نكاح د نارينه په طبع برابر نه وي او دواړه په يوه ترخه كورنۍ چاپېريال كې بند پاتې وي. ځنې داسې نارينه دويم واده كوي چې د ژوند ستونزې يې نورې هم زياتوي او يا مخدره موادو ته مخ اړوي او خپل ژوند تباه كوي.

په داسې ځينو ودونو كې د ښځو د ځان وژنې يا د هغه د كورنۍ له خوا د ښځې د وژلو بېلگې هم شته.

8– د  سر اړول:

 هغه پېغله چې تر ناوېدود وروسته هم د پلار په كور پاتې كېږي دى ته د سر اړول وايي.هغه زوم چې خپل كور نه لرې يا نه غواړي چې خپله ښځه خپل كور ته واده كړي او يا په مسافري ځي، د خپلې ښځې سر اړوي. د دې واده مراسم ډېر لنډ وي او نكاح تړل كېږي. بيا ناوې له يوې كوتې څخه بلې كوټې ته بوځي په اصطلاح سر يې پې واړوي

9– كونډه:

هغه ښځه چې مېړه يې مړ شوي وي كونډه بلل كېږي.داسې ځوانه كونډه چې مشر نارينه اولاد ونه لري بايد د ميړه په انتخاب كې قبيلوي مراتب وپالي. په وردگو كې د نورو پښتنو په شان لومړى حق د ميړه د ورور وي چې ځان ته يې نكاح كړي. بيا يې د نژدې تربور وار وي. كونډه د شكايت حق نه لري. كه كونډې ته په خپل كور كې ميړه نه وي او يا يې څوك و نه كړي، بل ځاى د پيسو په مقابل كې ودېږي. د كونډې ودوزن ډېر لنډ دي. ډول ډمبك نه وي او چا ته توى هم نه پخېږي. د شپې څو نارينه راشي او كوڼده په رضا يا وچ زور له ځانه سره بوځي. د كونډې اولاد د لومړي مېړه په كور پاتې كېږي؛ خو ډېر وړوكى ماشوم د تى رودلو له پاره ورسره بيايي. له كونډې سره د زور واده په ډېرو پښتنو كې روا كار بلل كېږي.

په وردگو كې هره كونډه نه ودېږي. ډيرى هغه ښځې چې ماشومان لري د ميړه په كور كېني او د عمر تر پايه بل ميړه نه كوي او خپل اولادونه روزي. خلك دې ډول ښځو ته په درنه سترگه گوري. داسې كونډې هم شته چې هېڅ اولاد يا ډېر اولاد نه لري؛ خو نه غواړي چې بل مېړه وكړي. په ځينو كورنيو كې دومره وسعت د نظر شته چې په خپله كونډه ظلم نه كوي او د پلارگنۍ په مشوره يې سرنوشت ټاكي. دا ضرور نه ده چې هره كونډه به له خپل اولاد سره يا جره د مېړه په كور كې عمر تېروي، داسې بېلگې هم ډېرې دي چې كونډه جلا اوسې او يا د خپل پلار كور ته ځي، هلته خپل ماشومان روزي يا له همغه ځايه بل مېړه كوي او د خپل بخت نوي كور ته ځي. دا فرصت د كونډې د مېړه يا پلارگنۍ په اقتصادي او فكري وضع پورې اړه لري چې خپله كونډه څنگه پالي او څه ورسره كوي؟

په تڼيو او خوست كې كومه كونډه چې غواړي مېړه وكړي او يا خسرخېل وغواړي چې دا واده كړي، همغه لړۍ پالل كېږي چې يا به له خپل ليوره سره نكاح كوي، يا به د كوم تربور نوبت وي او يا به بل ځاى ودېږي. د ښاغلي بسم الله حقمل په وينا كه په تڼيو كې كومه ښځه د لېوره له خوښې پرته مېړه وكړي او يا كوم سړى راوړاندې شي او داسې كونډه په نكاح واخلي؛ نو دواړه د وژلو وړ بلل كېږي. په پښتنو كې متل دى چې كونډه د قام ده؛ خو تڼي وايي چې (د تڼي كونډه، نه ده كونډه). په دې سيمه كې كه د كومې ښځې مېړه په جگړه يا بدۍ كې ووژل شي او نور داسې څوك ونه لري چې خون يې وگټي؛ نو دا ښځه له داسې چا سره واده كوي چې د دې د مېړه غچ واخلي او قاتل يې ووژني(327).

هغه كونډه چې ودېږي مخصوصاً چې بې له خپلې خوښې او په اصطلاح په زور يې ودوي د شكايت حق نه لري او عرض يې په جرگه نه اورېدل كېږي.

په خوست كې د ډېرو نورو پښتنو په شان كوين يا نكاح د قبيلوي سړي ټولنيز حق دى؛ خو دا كار بايد د قبيلوي تعاملاتو په چوكاټ كې وكړي. پر مړوښه ښځه د كوين عمليه نه شي اجرا كېدى او هغه كونډه چې لېور او د مېړه تربرونه ولري بل څوك يې په كوين نه شي اخستلاى. په كوين كې ايجاب او قبول لفظاً شرط دى؛ خو عملاً قبول يو اړخيزه وي او د ښځې له خوا د هغه د پلار يا كوم بل مشر وينا (هو) بلل كېږي.

10– له دې مخكې په وردگو يا نورو پښتنو كې داسې واده شرحه شو  چې د دواړو په خوښه پيل او په ودوزن پاى ته ورسې. په ځينو سيمو كې داسې هم پېښېږي چې يوه كورنۍ خپله خور- لور و يو چا ته وركړي؛ خو وروسته د كومې ستونزې له امله راز- راز پلمې وكړي او ښځه په لاس نه وركوي يا واده نه مني، نو دا ځوان حق لري چې خپله ښځه په پټه يا   جگړه كور ته راولي يا وتښتوي. داسې كس به وروسته خپل خسر ته ننواتې كوي او د هغه عزت به په ځاى كوي.  كه داسې وشول د دواړو كورنيو اړيكې ښې كېږي او كه چېرته  د پېغلې پلارگنۍ ننواتې ونه منله، نو يوه پړه په ذمه اخلي چې د ا د يوې نوې دښمنې پېلامه كېداى شي.

استاد محمد ابراهيم عطايي د ښځو په مربوطو واقعاتو كې د (درې نيم سره) په نامه د يوې لوړې يا قسم يادونه كوي او ليكي چې كه څوك د يوې نجلۍ د وركولو څخه وروسته منكر شي، د هغې د خپلوانو څخه  درو نارينه خپلوانو او يوې ښځې ته قسم وركوي چې دې ته (درې نيم سره ) وايي. دغه درې نيم سره لوړه په درې نيم سره شاهدي راگرځي. كه په دغه قضيه كې چې يو سړى د خپلې لور يا خور په وركولو پښېمانه وي او درې نيم سره لوړه وكړي، نو كه د مقابل خوا څخه درې نيم سره شاهدان پر تېر شي، پاسنۍ لوړه ماتېږي. په دغه شاهدي او لوړه كې كه كومه خوا په درواغو او چل تورنه شي مركې ته به غټه ناغه وركوي. په درې نيم سره كې ښځې ته قسم د هغې د پلار، ورور يا زوى له خوا وركول كېږي. (328).

ناوېلې دې نه وي پاته چې استاد عطايي د دغه دود د پر ځاى كېدو د سيمو څه يادونه نه ده كړې.

كه داسې پېښېدى شي چې څوك دې خپله وركړې خور- لور راوگرځوي او ځوان د دې ته اړ باسي چې دا پېغله په زور يا په پټه وتښتوي، داسې هم پېښېږي چې يو څوك خپل زوى- لور ته كومه نجلۍ وغواړي او بيا يې سلا  و نه شي، نو دا په نرخ كې ښكاره تاوان لري.

داسې سړى به د پېغلې ټول ولور وركوي او پر دې سربېره به دوولس سوه غجرۍ او دوه پسونه هم د نجلۍ پلار ته وركوي. په عمومي ډول دغسې عمل د ښځې پلار ته لويه سپكه بلل كېږي او اكثراً په لويو بديو اوړويº نو ځكه كله- كله مركچيان داسې پرېكړه كوي چې د ځوان د كورنۍ يوه نجلۍ دې د پېغلې د كورنۍ په يوه سړي واده شي چې د دواړو كورنيو تر مينځ د ستر زړه بداوي، خپگان او احتمالي دښمنۍ مخه  ونيول شي(329).

11- د غزني او كلات تر مينځ په سيمو كې كه كومه كورنۍ بېوزلې وي او فكر كوي چې لور به يې په ځوانۍ كې څوك ونه غواړي او يا سمدلاسه دومره خواره وي چې په خپل ځان پورې اريانه وي؛ نو ښځه او مېړه له مشورې وروسته پرېكړه وكړي چې د خپلې نيمچه پېغلې يا كوچنۍ لور دسمال چا ته ولېږي. په دې صورت كې د جلۍ پلار دسمال پورته كړي او د كلي د كوم مخور، ملا او يا د ځمكو د خاوند په وره پورې يې وځړوي او دا ږغ پورته كړي چې اې خلكو ما خپله لور(… جانه) د پلاني زوى (ورور يا …) ته په خوړه كې وركړه. كورواله كه دا خبره ومني؛ نو وايي سمه ده اوس چې دا جلۍ وړه ده جامې به وركوو، چې لويه شوه بيا به گورو. ويل كېږي چې دغسې جلۍ ته څوك په ښه سترگه نه گوري. كورواله ورته وايي چې ته بيكاره وې؛ ځكه مو په خوړه كې وركړې له واده وروسته د مېړه د كور خلك هم همدا شان فكر كوي او داسې نجونې تل ځورېږي(330).

12- په پښتنو كې غيابي واده هم شته، د مثال په توگه كه كوم څوك په موقتي توگه ورك وي، يا په اوږده مسافري تللى وي او ښځه يې ډېره موده د پلار په كور ناسته وي؛ نو غيابي واده جوړېږي.

له هغه ځايه چې ډېره موده د پلار په كور كېناستل او پاته كېدل، د پېغلې او د پېغلې او ځوان دواړو كورنيو ته پېغور بلل كېږي؛ نو دواړه خواوې د خپل عزت د ساتلو له پاره پرېكړه كوي چې پېغله واده وكړي. په داسې حالاتو كې د پېغلې واده له تورې يا ټوپك سره كېږي او د خپل مېړه كور ته ځي.

دلته به بې ځايه نه وي چې د ښځې او واده د عمومي بحث په پاى كې په داسې يوه معامله رڼا واچول شي چې په شرع او دود كې ډېر بد نوم لري او ستر عيب بلل كېږي او هغه زنا ده. په پښتنو كې زاني نر او ښځه دواړه وژل كېږي.

كه يو پښتون خپله ښځه د بل بېگانه سره د زنا په حال كې وويني، دواړه وژني او د وژل شوې ښځې او نارينه خپلوان د دغه سړي پر ذمه هېڅ پور نه لري. زنا يوازې يوه جزا لري او هغه وژل دي. په پښتنو كې د زاني جرگه او مركه نه جوړېږي او ننواتې هم نه لري.

 كه زانيه له مېړه څخه وتښتي او د پلار يا ورور كره ورشي، هغه يې بايد مړه كړي او كه يې مړه نه كړه، زانيه به بېرته د وژلو له پاره د هغې مېړه ته سپاري او يوه ناغه به هم وركوي (331).

خوستوال د داسې ښځې په اړه چې له خپل مېړه څخه په پټه له بل چا سره يارانه ولري او د خپل مېړه مال هم په خپل يار خوري د (موره يا مورزنه) اصطلاح كاروي. يوه ښځه چې مورزنه شي وژل يې مجاز دى او څوك چې دغسې كار وكړي، هغه د اثبات له پاره په علني ډول په مركه كې نه پوښتل كېږي، بلكې سپين ږيري په خصوصي توگه پوښتنه ځنې كوي. كله چې د داسې ښځو د وژلو په مسله كې دا سړى په حقه وبلل شي؛ نو هغه بل سړى چې د مورزنې په يارانه متهم وي، جرم يې په خپله ثابت دى او بايد سمدستي ووژل شي. د داسې سړي ننواتې او مركه په هېڅ صورت نه قبلېږي(332).

په تڼيو او خوست كې كه څوك د چا له خور يا لور سره ونيول شي، دواړه وژل كېږي. په دې صورت كې (پټكى او ټيكرى) دواړه مساوي دي. يو هم پور نه لري. كه څوك تورن سړى ووژني او ښځه مړه نه كړي (پتنه) پرې اوړي. تڼيوال د وژل شوي سړي پور ته (پتنه) وايي. كه په داسې مواردو كې ښځه يا نارينه ؤژل شو او بل وتښتېد، خلاصېږي نه او وژل كېږي به.

ځنې خلك د زنا په پېښه كې خپله خور يا لور نه وژني او د زاني سړي كور ته يې شړي. دا سړى به د پنځه زره روپيو شرم او پسه سره ننواتې ورځي. په دې سربېره به د دوو ښځو پور هم وركوي؛ خو داسې ښځه هېڅ وخت د خپل پلار كور ته نه شي ورتلاى.(333).
————————————————————

[307]  د كوټې شا وخوا پښتانه دې ټك ته (آر) وايي. آر د عزت په  مانا هم راځي، كرنې ته هم آر ويل كېږي. د آر مفهوم د (آرين) په كلمه كې هم پروت دى( ولس مجله، كويټه، 1962م).

[308]  هغه ښځه چې بدي يا مړى پرې وشي سورټكرۍ بلل كېږي. د سورټكرۍ كلمه هغه ښځې ته استعمالېږي چې مېړه يې په بدۍ كې وژل شوي وي؛ خو په عامه توگه دا نوم هغه پېغلې ته وركول كېږي چې مړى پرې وشي. كله چې يو ځوان په كومه پېغله ږغ وكړي يا ټك پرې وكړي او د هغې خپلوان دا د ځان كسر وبولي اودا سړى مړ كړي يا دا پېغله بل چا ته وركړي او ټك كوونكى هغه مړ كړي؛ نو داسې ښځې ته (سورټكرۍ) وېل كېږي. داسې پېغله بيا څوك چندانې نه غواړي او د لويو بډيو او شخړو لامل يې بولي(د پښتني قبيلو دودونه، ص 179)

[309] – د پښتني قبيلو ، ص 17.

د غزني او كلات تر مينځ په سيمو كې كه كوم ځوان د كومې پېغلې ټيكرى واخلي او ټك پرې وكړي؛ نو ژر ځان خپل كلي ته رسوي، هلته د كلي مشران سره جرگه شي او فكر وكړي چې كه دا پېغله بل ځاى واده شوه، د ټولو له پاره بدي جوړېږي. له دې وروسته ځوان د كلي د (ښه مېړه) كور ته  ورشي. ښه ميړه ځان په ټوله كيسه پوه كړي او د حل د لارې د ميندلو ژمنه وكړي. په دې موده كې دا ځوان په منظمه توگه د ښه مېړه حجرې يا زمكو ته ورځي او ځينې كارونه يې سرته رسوي.

د دغو سيمو پېغلې د داسې ترخو شپو- روځو له پاره ډېرې په زړه پورې بدلې لري چې دا يې بېلگې دي:

پيكى مې په بدي سو گرفتار- وه- پېكى مې      وښه مېړه ته سلام وايه

پيكى مې په بدي سو گرفتار-  وه- پېكى مې     زه ستا په تمه شپې او روځې تېرومه

*

پيكى مې په بدي سو گرفتار- وه – پېكى مې     يار مې د ښه مېړه مزدور دى

پيكى مې په بدي سو گرفتار – وه- پېكى مې     د زړه حال به په پاكټ كې ورلېږمه

(ښه مېړه) هڅه كوي چې ځان په حقايقو پوه كړي، په پټو لارو د پېغلې او د هغې د كورنۍ د خولې كش اخلي، بيا د پېغلې د كورنۍ له كوم مشر سره وگوري او د دې موضوع په ښو او بدو خواؤ خبرې وكړي. كله چې دا مشر خپل كلي ته ستون شي هلته د پېغلې له مشرانو سره وگوري او هڅه كوي چې هغوى (هو) ته اړ باسي. كه دا كار وشو؛ نو ماښام مهال همدا سپين ږيري مشر د پېغلې له پلار يا تره سره د ځوان د كلي د مشر يا (ښه مېړه) كور ته ورشي او د هوكې دسمال ورته كېږدي او له ده څخه وغواړي چې ولور او د ټيكري د اخستلو يا ټك ناغه د ځوان په كورواله ؤ باندې ومني. (ښه ميړه) ډوډۍ وكړي خپل كليوال راوغواړي او په (هوكې) يې خبر كړي. د يادولو وړ ده چې له دې وروسته د داسې واده نور مسووليت او لگښتونه په همدې ښه ميړه پورې اړه پيدا كوي. آن تر  دې چې كه د ځوان كورنۍ دا دروند بار پورته نه كړي شي؛ نو ښه مېړه ځان مكلف بولي چې هر څه په ښه طريقه پاى ته ورسوي. د غزني او كلات ترمنيځ د سيمو په ځينو پښتنو كې د داســې ځوان اوۍ هــم لومړى د كلي د مشر يا (ښه ميړه) كـــور تــــه راوړي او نــاوې او زوم بـــيا څو E روځې وروسته خپل كور ته او د يا د كلي كوم تش انگړ ته ځي  او هلته ژوند كوي. د (پښتنو دودونه، ص 42-45).

[310]  انگۍ، ص 255

[311]  د پښتني قبيلو, ص 271.  پښتانه ډېر په ناموس كلك خلك دي، په نړۍ كې بل هېڅ كام ناموس ته په داسې درنه سترگه نه گوري لكه پښتانه چې ورته گوري، په يوه ښځه په لسگونو سړي وژل كېږي او په ښځه باندې د كورنيو او كليو دښمني په لسگونه كلونو دوام كولى شي؛ خو ځنې نور خلك بيا ښځې ته د متاع په سترگه گوري او (ناموس) هېڅ جدي نه نيسي. د مثال په توگه د هندي پنجاب په ځينو سيمو كې ښځه خرڅېږي. دواړه خواوې محكمې ته ځي، خط ليكي، يو يې خرڅوي او بل يې رانيسي. هلته داسې هم پېښېږي چې كه څوك ډېر بېوزلي يا پوروړي وي، نو خپله ښځه يا لور د لنډې مودې له پاره په چا خرڅه كړي. كله چې د ده لاس وچلېد، د هاغه سړي پور خلاص كړي او خپله ښځه يا لور بېرته راولي. گرو شوې ښځه د پيسو د خاوند د ښځې حيثيثت لري او كېداى شي چې داسې ښځه اولاد هم وزېږوي.Marriage customs… page 8

[312]  انگۍ، ص 255.

[313]  په مروتو پښتنو كې هم دا ناوړه دود ډېر دى چې كمكيان يو د بل له پاره ټاكي(د مروتو، ص 17).

[314) انگۍ، ص 142- 244.

[315]  د پښتني قبيلو ، ص 245

[316]  د پښتني قبيلو, اثر ص 165.

[202]  په نورستان كې د ځوان كور ته د پېغلې ورتگ جرم بلل كېږي او د حل يوازنۍ لاره يې دا ده چې ننواتې ورته كېنوي. په دغه ننواتې كې ځوان له خپلو څو خپلوانو او سپين ږيرو سره د پېغلې كور ته ورځي او له ځانه سره يو- دوه څاروي (معمولاً وزې) هم بيايي. كه د پېغلې كورنۍ ننواتې ومنله په دوې ډېر دروند بار(ولور) ږدي، كه د ځوان خپلوانو ولور ومانه ستونزه پاى ته رسي او كه نه پېغله ټول عمر د خپل پلار كور ته نه شي ورتلاى. د ښاغلي عبدالجبار نادر په وينا په لغمان كې د تښتېدلې پېغلې په هكله ننواتې زياتره نه منل كېږي. يا به د ځوان كورنۍ هغوى ته ښځه وركوي او يا به خبره په مرگ پاى ته رسېږي. (په لغمان كې، ص 69-70).

په كوچيانو كې كه كومه پېغله په خپله وركړه ناراضه  شي. په بل سړي غږ وكړي او يا وتښتي د پلارگنۍ له خوا وژل كېږي (پښتانه كوچيان، ص 225).

په اپريدو كې كه جنۍ وتښتي د وژلو وړ ده. په دې پېښه نه جرگه پرېكړه كولاى شي او نه معافي او بښل شته. يوازنى لار د جنۍ وژل دي(انجنير مولانظر).

(3173]  د جزا قانون، ص 195- 156.

[318]  انگۍ، ص 256- 259

[319]  پښتانه، لومړى جلد، د قبايلو مستقل رياست، ص 137.

[320]  د پښتني قبيلو، ص 27.

[321]  د پښتني قبيلو ، ص 57

[322]  د پښتني قبيلو ، ص 259. د تي كوچنى نجلۍ ته روڼى وايي يعنى هغه نجلۍ چې تازه يې سترگې روڼې كړي وي. روڼې چې كله د جرگه په پور كې وركول كېږي دغه وخت هم ولور لري او ولور يې د يوې پېغلې د ولور درېيمه برخه ده.

په قبيلوي بديو كې چې د دوستۍ د اعادې له پاره مركه پرېكړه وكړي روڼې هم د مقتول په ورثه كې د يو چا په نامه كېږي او ولور يې په پورتني ترتيب د خون له پور څخه منفي كېږي.

د استاد پوهاند عبدالشكور رشاد (ارواښاد) په نظر روڼى د (اورڼى) يا (اوڼى) څخه اخستل شوى دى(د پښتني قبيلو، ص 155).

وردگ د ماشوم د تړلو ټوټو ته اورڼي وايي چې د سيزني په واسطه له ماشوم څخه پېچل كېږي. په كندهار كې د ماشوم د تړلو ټوكرانو ته (روڼى) وايي.

[323]  پښتني قبيلو، ص 122.

[324]  د پښتني قبيلو ، ص 181.

[325]  د پېچدرې، ص 103

[326]  انگۍ، ص 235- 238

[327]  د تڼيو. ص 91.

[328]  د پښتني قبيلو ، ص 125.

[329]  د پښتني قبيلو ، ص 139

[330]  د پښتنو دودونه، ص 127-128

[331]  د پښتني قبيلو، ص 158.

[332]  د پښتني قبيلو ، ص 260.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب