شنبه, اپریل 27, 2024
Home+خولګۍ راکه شل کلني| د عبدالباري جهاني منظومه ترجمه

خولګۍ راکه شل کلني| د عبدالباري جهاني منظومه ترجمه

Paul Laurence Dunbar

پال لورنس ډنبار ۱۸۷۲-۱۹۰۶ د امریکا یو تور پوستی شاعر، ناول لیکونکی او د لنډو کیسو لیکوال وو. د هغه مور او پلار د امریکا د داخلي جنګ څخه مخکي د غلامانو په توګه امریکا ته راوستل سوي وه. پال ډنبار خپل لومړنی شعر په شپږ کلنی کي ولیکی او په نهه کلنی کي یې په یوه عام محضر کي د لومړي ځل لپاره خپل شعر ولووست. ډنبار په شپاړس کلني کي خپل شعرونه چاپ  کړل چي په هغو کي « زموږ شهید سوي عسکر» او « د سیند پرغاړه» شعرونه د یادولو وړ دي. ډنبار ډېر نېستمن وو او له دغه امله یې د خپلي خوښی سره سم د حقوق پوهنځي ونه لوستله.

سره له هغه چي خپل شعرونه او د شعرونو مجموعې یې چاپ ته سپارلې او سره له هغه چي په لویو ادبي محفلونو کي یې شعرونه لوستل او پیسې یې ترلاسه کولې خو هغه دونه پیسې نه وې چي د ده د ژوند مالي اړتیاوي دي پوره کړي.

ډنبار ډېر لږ عمر وکړ او په څلوردېرش کلنی کي د نري رنځ د ناروغی په اثر، چي په هغه وخت کی یې علاج نه کېدی، سترګي له نړۍ څخه پټي کړې. هغه په دغه لنډ عمر کي دونه لیکني وکړې چي ډېر کسان یې د هغه په دوه چنده عمر کي نه سي لیکلای. هغه د شعرونو دوولس مجموعې چاپ کړې، د لنډو کیسو څلور مجموعې یې چاپ ته وسپارلې او څلور ناولونه یې چاپ کړل. ډنبار، پر دې برسېره، د سندرغاړو لپاره سندریز شعرونه هم ولیکل او سره له هغه چي تقر یباً ټول عمر یې د خپل ځان او کورنۍ لپاره د خرڅ خوراک د برابرولو لپاره په کار تېر کړ بیا یې هم د ادب په تقریباً هره ساحه کي داسي آثار پرېښودل چي په خپل وخت کي یې هم په امریکا او هم په نړۍ کي مشهور کړ.

خولگۍ راکه شل کلنی

د بهارموسم راغلی د سپرلی وږمه چلېږی

پر نازک بدن دی گرانی شگوفې د سېب تویېږی

د لیندۍ په شانی غبرگی په گلونو دی پوښلی

د گلونو مېلمنه یې ښاخلې ستا پر لور کږېږی

آوازونه د بلبلو هر گلبوټی ترانه ده

د گلونو پر ښاخونو مرغکۍ دی چی زنگېږی

دا څه سوز یې دی اواز کی څه شرنگی یې دی په ساز کی

چی خوله پوری په نغمه کی  زما زړه هم ورته گډېږی

راسه راسه شل کلنی خوله پر خوله باندی را کښېږده

چی د گلو په موسم کی اور د مینی هم توندېږی

در نیژدې  می که په مینه بې سببه بې پوښتنی

خولگۍ راکه شل کلنی پسرلی رانه تېرېږی

سپین باړخو دی لکه گل دی سر تر پایه د گل څانگه

هر نفس دی لکه عطر د سره گل په شان لگېږی

تر چار چوبه دی راغلې لېونۍ د ځوانۍ مینه

که می غوږ پر نغمه کښېږدې ټوله ژوند پسرلی کېږی

چی دا مځکه دا آسمان وی زما د مینی به داستان وی

نور به هر څه خاوری کېږی خو زما مینه به پاتېږی

زما د مینی شور به تل وی زما د مینی اور به بل وی

زما سندره تر قیامته له جهان سره پاییږی

راسه راسه شل کلنی خوله خوله پر خوله باندی راکښېږده

چی د گلو په موسم کی اور د مینی هم توندېږی

 درنیژدې می که په مینه بې  سببه بې پوښتنی

خولگۍ راکه شل کلنی پسرلی رانه تېرېږی

       خوبونه (یو بل کلام)

څه خوبونه سړی ویني بیرته  څنګه پناه کیږي

لکه ګڼي ښکلي وریځي د اسمان پر مخ ورکیږي

یا دولت وینو په خوب کي یا بری یا شهرتونه

یا د میني په امید یو تخنوي مو راته زړونه

هرڅه څرنګه سي مړاوي هر څه څرنګه وچیږي

شته مني لکه لولۍ چي د سړي غیږي ته لویږي

شهرت هم یو څو شېبې وي د سړي مخ ته ځلیږي

نور د تل لپاره ولاړ سي تش چرتونه در پاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب