جمعه, اپریل 26, 2024
Home+قاتل/ اجمل پسرلی

قاتل/ اجمل پسرلی

د زندان د کوچیني میدان یو یو کاڼی ورته معلوم دی. هغه واړه بوټي یې هم شمارلي چې دلته هلته راشنه شوې دي . هغه ورځ یې نه هیریده چې د ازغي غوندې غټ بوټی چا وهلی و. په دې ورځ یې غولي ته تر ډيرو کتل. له وهل شوي ازغي سره د پنجرې له شا غږیده:

« ولې یې له بیخه وایستې»

« که مې وس وای  دا کس مې زندان ته اچاوه»

« که دی راته ووایي چې ازغی مې په پښه کې ننوت مجبوره وم چې غم یې وخورم…بیرته به یې خوشي نه کړې؟!»

په همدې ورځ یې د اړولي ازغي پرځای اووه وړې ډبرې له لرې وشمارلې.

د دې غولي سیوری یې په نښه کړی و چې څرنګه ورځ په ورځ پراخیږي. د هغې شیبې به یې ارمان کاوه چې د ده چرت به په بله و او سیوری به له یوې نیمې پرتې ډبرې اوښتی و.

له دې سیورې سره به یې د زندان ورځې داسې تیریدې چې درې ځله د یوې ورځې په حساب کې تیروتی و، یو ځل یې یوه ورځ کمه ګڼلې وه، بل پلا یې تندی موښلی و چې یوه ورځ یې زیاته کړې ده.

نن هغه ورځ ده چې کړکۍ ته یې شا ده، مخامخ دیوال ته ګوري نه د زندان د غولي په څیر کاڼي پکې شته، نه کوم بوټی پکې زرغون شوی. ښویه دیوال دی. داسې ښکارې چې له کله د دې ودانۍ سر پټ شوی دی بیا یې لمر نه دی لیدلی، حتی چا به په هنداره کې هم د لمر وړانګې پر دې دیوال نه وي شیندلي.

ده شاته د کړکۍ خواته مخ واړاوه، د قاضي ډډ غږ یې تر غوږو شو:

دیارلس کاله…دیارلس کاله…

د زندان په غولي کې یې د ایستل شوي ازغي ځای ته سترګې ونیولې، یو وړوکی شین بوټی یې ترسترګو شو چې تیغ یې وهلی. پر پنجره یې غبرګ لاسونه کیښودل. پوزه یې پر جالۍ چیته شوه. سترګې یې ورپولې بیرته یې د زندان پر غولي تیرې کړې، سیوری له کاڼو اوښتی و، داسې یې احساس کړه چې یو سوړ شمال د زندان مخې ته پر هاغه سیخ سړک تیریږي راتیریږي او د مني پاڼې د سړک دواړو غاړو ته رژیږي، څوک بر درومي، څوک کوز ځي:

« ولې ونو ته نه دریږئ»

«ولې پاڼو ته نه ګورئ»

په ګوتو یې د خپلو راغلیو ورځو حساس وکړ، درې ځله غلط شو، یخ یې په زړه ننوت. ریږد واخیست، سترګې یې پټې ونیولې، د زندان د غولي یو یو کاڼی یې سترګو ته ودرید.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب