جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهسفرنامه / لنډه کيسه / بهار ناصر

سفرنامه / لنډه کيسه / بهار ناصر

د پسرلي د یوه ماسپښین دونیمې بجې ته نژدې وخت وو. د وېګن تر روانیدو لا څه وخت پاته وو زه له سټېنډ سره نژدې هوټل کې د وېګن د روانېدو په انتظار ناست وم چي یو پنډ سپین ږیری د هوټل په دروازه راننوتو. سپین ږیري سپین کالي اغوستي وو. له سره ګېرچاپېر یې سپین پټکی داسې  تاو کړی راتاو کړی وو چي د پټکي د تړلو له سیمیزو ډولونو په یوه ډول کې هم نه حسابل کېده بلکه وبه وایم چي پټکی یې بې د کوم ډوله په سر پېچلی وو. تور د ساده ډیزاین بلکه بغیر د کوم خاص ډیزاین کوټونه یې بې جرابو داسې په پښو وو چي پوندې یې د کوټونو په ځۍ له پاسه وې.  توره سدرۍ یې تر دې اندازې زړه وه چي لمر یې رنګ الوزولی وو او زه له ډېر سوچه وروسته په دې نتیجې ورسېدم چي د سدرۍ اصلي رنګ به ارو مرو تور وي. د سدرۍ دواړې خوا جېبونه یې ډېر ډک معلومېدل. یوه دوه خو ما پکې سره ورېشمین دسملونه، یو غوټ او غټ مسواک، یو د شنو نسوارو غټ دبلی، یوه غټه په رنګت مریو جوړه شوې بټوې رنګه رنجلونې اندازه کولې شوه. شاید دوې یا درې یې پکې د پاسټک تشې کڅوړې ساتلې وې چي شاید ده به یې د راکړي سفر په وخت کومه یوه مېوه یا بل څه پکې راخستي وو چي د هغه څه د خلاسېدو پس دۀ تشې کڅوړې جېب ته په دې غرض اچولې وي چي هسې نه کوم ځای مي ورته اړتیا پیدا شي.  دروغ پکار دی چي پکې پاته نه شي نو رښتیا دا وو چي په دې څېزونو کې د یوه دسمال پیسه او د مسواک سر یې د جیبونو د باندې راوتلي وو. دا پاتي نور څېزونه زما د اندازې په حساب د ده په جېب کې شته وو. په لاس کې یې یوه اوږده پلاسټکي کڅوړه پرې زړېده چي دننه له ایکسرو، کاغذونو او فایلونو ډکه وه. په برسېرن فایل د یوه شخصی روغتون نوم لیکلی وو. 

له دې نخښو نشانو ما اندازه کولای شوه چي حاجي کاکا به ارو مرو د وطن له کومې لرې پرتې سنډې راغلی وي او شاید راتله یې تر هم دې ځایه نه وي. شاید پر مخ به هم سفر لري.

دا وخت حاجی کاکا د ګوټونو کښلو او کښېناستو ته د چمتو کېدو په حالت کې وو چي زما نظر یې د څهرې په اثراتو پرېوتو. یو دم مي طبیعت ډېر خراب شو. حاجی کاکا بې انتها پرېشان او وارخطا ښکارېدو. د لاس له کاغذونو او ایکسرو پرته د ده د څهرې هم شاید په اسانه اندازه شوې وای  چي ده به ضرورو کوم د اندېښنې وړ رنځور له ځان سره راوړی وي او پر مخ به یې د ډېره اسماعیل خان یا پنجاب کوم ډاکټر ته د درملنې د پاره بیایي.

هم دغومره وو چي د حاجي کاکو شالوره مي په یو بل پنډ ځوان نظر ولګېدو. دغه ځوان هم دغه وخت د ګوټونو په کښلو بوخت شو. د ځوان بدنه، د هغه د کالیو، سدرۍ او ګوټونو ډول هم تر ډېره حده د حاجي کاکا هغو ته ورته وه. د سدرۍ جېبونه یې هم هغه ډول ډک معلومېدل. البته په قد تر حاجي کاکا څه جګ ښکارېده. د پټکي پر ځای یې خړه خیرنه سندي خولۍ پر سر وه. چي تندی یې د دۀ د تندي څخه د یولس دولس په زاویې چپ وو.

د ځوان هم د حاجي کاکو رنګه مګر توره ګڼه ږیره وه چي معلومېده چي په ټول عمر یې یوه ورځ هم کوم وېښته له بیاتي یا پنر نه دي نژدې شوي او د بلوغت له وخته یې ږیره هم هغسې په فطري جوړښت راپاتې شوې ده. خړ غوټ لمندار څادر یې داسې پر سر او اوږو اچولی وو چي غوږونه او اوږې یې پرې پټې وې. سر یې زوړند اچولی وو. 

حاجي کاکا او ځوان دواړه زما تر څنګ کښېناستل. حاجي کاکا هوټلي ته د چایو حکم ورکړ. دوی د چایو په انتظار کښېناسل او زما چورت سم په دوی دوو کې بند پاته شو.

ځوان تر حاجي کاکا هم زیات پرېشان او وارخطا معلومېدو.  تر پرېشانۍ لا زیات حیرانونکې خبره خو دا وه چي ځوان تر اخیره داسې سر زوړند او پټه خوله ناست وو لکه له کوره چي به څوک ورته ګواښېدلی وي چي خبردار چي تر هغو به سر پورته کوې او یا به کوم ږغ تر خولې باسې تر څو چي بېرته د کور په وره راننوزې. 

که څه هم زه د دوی په متعلق ژورو چورتونو وړی وم چي یو څه پکې شیطاني او ځینې رحماني او ډېر پکې زړه سواندي چورتونه هم وو خو ما بیا هم خپل نظر له دوی په دې سبب واړاوو چي دوی مسافر خلګ نور پرېشان نۀ شي چي زۀ ولي داسي په چورتونو کې ورته ورک یم.

البته تر دا وخته زه په دې نتیجه څه نا څه رسېدلی وم چي ځوان دماغي ناروغي لري او حاجي کاکا  د درملنې د پاره روان کړی دی. 

د چای کولو وروسته دوی له هوټل څخه د باندې ووتل. څه شیبه پس مي د وېګن ږغ او هارن تر غوږ شو ورسره مي د منشي نعر واورېده.

” شاباس د تیار وېګن والا سواریان ژر زر وخېژئ او په خپلو خپلو سیټونو کښېنئ”. زه هم راولټېدم په منډه د وېګن کړکئ ته ودرېدم. 

خپل ټیکټ مي وکتو شپږم نمبر سیټ پرې لیکلی وو. مګر چي شپږم نمبر سیټ ته مي وکتل یو بل شپیته کلن سپین ږیری کاکا پکې ناست وو. چی  تور پټکی، تور بخن کالي، توره سدرۍ او سپینه ږيره یې لا تر اوسه یو شان د ژمي د انګېټیو/ بخاریو لوګیو وهلي معلومېدل. اوږدې غوټې غوټې سرې تسپې یې ژر ژر اړولې او هم یې تسبیحات ورسره په تړپ تړپ ویل. 

ما د کاکا د تسبیحاتو تسلسل ماتولو سره وویل.

” بابکه دغه شپږم نمبر سیټ خو یې ماته راکړی دی ته که لږ و خپل سیټ شې نو زه به په دغه سیټ کښېنم”.

بابک راځواب کړه “ولاړ شه ته په خپل سیټ کښېنه هیې سیټ زما خپل دی”. 

ما بیا وویل” بابکه دا سیټ منشي ماته راکړی دی دا شپږم نمبر سیټ دی. تا ته به یې کوم بل سیټ درکړی وي. ته له منشي د خپل سیټ په اړه معلومات وکړه”  

بابک دا ځل په خشم راته وویل ” ته ولاړ شه د خپل سیټ معلومات له منشي وکړه زه درته وایم هیې زما سیټ دی ما له ډېر وختي لا څادر په کې یښی وو”

ما ورته وویل بابکه ” دغه سیټ منشي ماته راکړی دی. دغه دی په ټیکټ کې یې نمبر لیکلي دي”

بابک نور خشم وکړ” چي په ټیکس کې در لیکلي دي بیا څه وشو؟”

ما ورته وویل ”  بابکه اوس خو نو دڅادر حساب نه دی د ټیکټ حساب دی. ته ستا ټیکټ ماته راښکاره کړه زه پکې ستا د سیټ نمبر در معلوم کړم”

بابک وویل” چي د څادر حساب نه دی نو بیا د ټیکس حساب هم نه دی هلته ( د شا سیټ ته یې په اشاره سره) کښېنه خبرې ډېرې مه کوه”

ماچي د شا سیټ ته وکتل د شپږم نمبر سیټ عین تر شاه په یوالسم نمبر سیټ هغه د هوټل سپین ږیری او د اووم نمبر سیټ عین تر شا هم هغه دهوټل له سپین ږیري سره ملګری لېونی ځوان ناست وو. چي لا هغسې یې څادر پر سر اچولی زوړند کتل او پټه خوله ناست وو. له سترګو یې داسې معلومېده چي خوب هم ډېر زیات پرې غالب وو او یوازې په دې انتظار وو چي وېګن حرکت وکړي او دی د مخ پر سیټ سر ولګوي او ویده شي.

ما منشي ته ور ږغ کړ” منشي صاحب ته یو وار راشه دا خو زما په سیټ کې بل سړی ناست دی. دا سیټ خو نه راخلاسوي” 

منشي صاحب چي رارسېدو په څهره یې ماناخېزه غوندي خندا معلومېده. له راتګ سره سم یې زما پر اوږه لاس واړاوه ” ستا کوم سیټ وو؟ شپږم نمبر؟”

ما وویل “هو خو….”

منشي زما غوږ ته خوله رانزدې کړه بیا  یې په سخولکي وویل ” ملګرې هغه سپین ږیری زما کلیوال دی ذهني توازن یې ټیک نه دی”.

بیا یې زما له غوږه خوله لیرې کړه ” که خفه کېږې نه نو خیر دی ته  یې دلته پر څنګ په اووم نمبر سیټ کشېنه”

ما ورته وویل ” سمه ده! خود به کښېنم، هسې ماویل چي بیا کوم بل سړی رانه شي چي د اووم نمبر سیټ ټیکټ ورسره وي “

منشي وویل ” نه، نه! انشالله داسې څوک به نه راځي”

بیا یې زما له لاسه ټیکټ ورواخستو شپږ نمبر یې بېرته ځینې ړنګ کړ په هغه ځای یې اووم نمبر ولیکو. زه هم په اووم نمبر سیټ کشېناسم. خو اوس مي عین له شۍ اوږې سره جوخت د منشي صاحب کلیوال لېونۍ ناست وو او د څټ په برابر مي د هوټل والا حاجي کاکو ملګری ځوان لېونی ناست وو. 

منشي صاحب هم  بېرته خپلې څوکۍ ته روان شو.

هم دغه وخت د وېګن کړکۍ ته ولاړو خلګو کې یوه نري سپین پوستي زیړبخن ډنګر څلوېښت کلن سړی چي د تېز سورمايي زیړ رنګ سپا استري شوي کالي یې په غاړ ه وو ، په خپل پک سر یې سپا نوی پکول یښی وو خو د څټ پر سیمه یې څو نري نري اوږده سپین و تور وېښته تر اوږو رسېدلي وو، او ګیره برېت یې دواړه سپا خرېیلي وو. سپین نوی څادر یې پر اوږه او نوې سرې څپلۍ یې په پښو وې، یو دم یو بل ځوان ته غصه وکړه ” ته ورځه دومره یې پر کونه بده مه لګوه، نه دې دي تر ما  نوې څپلۍ په پښو، دومره دي څپلۍ درباندې ګرانې وې بیا به ایرپورټ ته تلې په هوایي کې به تللی وې. څله د وېګنو اډې ته راتلې؟، په پښه در وختم په سر نه یم درختلی چي دومره دي ځان ته زور ورکړ”.  

له هم دې غصې سره دغه د زیړو کالیو پک سری سړی وېګن ته راپورته شو بې توازنه درب زما پر کیڼ لاس په اتم نمبر سیټ کښېنوست.

په شي لاس کې یې یوه د تناره توده ډوډۍ د پلاسټک په کڅوړه کې نغښتې نیولې وه او په کیڼ لاس کې یې د پاسټک په یوه بله کڅوړه کې د چڼو د دال یو غاب قدرې بوړ نیولی وو. کوم ځوان ته چي ده غصه کړې وه هغه له دۀ وروسته موټر ته راوختو. د ده په کیڼ لاس په نهم نمبر سیټ کېناست. دا اخیري سواری وو. د وېګن کړکۍ بنده شوه وېګن په مخ روان شو. 

څنګه چي موټر د اډې له مینځه سړک ته برابر شو او بازار کې را روان شو نو زما په ولو کې د چا کلک څنګلی ولګیدو. ووېرېدم چي لکه د شا پر سیټ ناست ځوان پېریانو ونیو او یا هم ما ته په کومه نامعلومه وجه په قهر شو. خو چي یو دم مي په شا مخ ورواړاوو. نو راته معلومه شوه چي پر هغه ځوان د خوب اچانک دوره راغلې وه. دا چي دۀ به څنګل زما د سیټ پر سر ښودله او بیا به یې سر پرې لګاوو خو هغه داسې شوي وو چي له خوبولې ورځې یې څنګلی د سیټ له سره زما د ولو پر خوا را اوښتی وو او یا شاید موټر عین په هم هغه وخت جمپ خوړلی وو کوم وخت چي ده څنګل د سیټ پر سر لګوله چي له عمله یې څنګل تر سیټ را واوښته.

به هر کیف زما د ولو په منځ کې د څنګلي لګېدل ارادي نه بلکه غېر ارادي فعل وو. ما دا اندازه وکړه. او ځان ته مي د ویرې نه کولو تسلي ورکړه.

هغه ځوان هم هغه ګړۍ خپله څنګل زما د سیټ پر سر ټېک کړه او سر یې پرې ولګاوو، ویده شو. ما هم مخ بېرته مخته راواړاوو.

دغه وخت مي کیڼ ارخ ته ناست د زیړو کالیو والا څلوېښت کلن پک سري سړي د بوړ د کڅوړې خوله خلاسوله. اخیر یې خلاسه کړه. په ټول وېګن کې د تاوده مصالحه دار بوړ بوی خور شو. اکثرو سواریانو یوې بلې خواته وکتل، خپلې خپلې پزې سوڼ کړې چي د بوړ د بوی درک معلوم کړي. به هر صورت ملګري د بوړ کڅوړه په خپلکیڼ ځنګانه ورته کښېښوه، د کڅوړې یوه خوا یې د کیڼ لاس په دوو ګوتو کې ټینګه تکیه وساتله. په شۍ ګونډه یې ډوډۍ ورته کښېښوه. په خوراک یې پېل وکړ.

موټر لا اوس هم له بازار نه وو وتلی لا هم د بازار  په ګڼه ګوڼه کې د انسان په قدم ورو ورو روان وو. هر پیاده سړي، هرې ریړۍ او هر موټر ته یې جلا جلا هارن واهه چي ځان ته لار ترې پیدا کړي. اخیر د بازار په هم دغه ګڼه ګوڼه  کې مخته سړک د موټرانو د رش له سببه بند شو زموږ وېګن هم ودرېده. د کیڼ لاس د زیړو کالیو پک سري سړي  په شي لاس د ډوډۍ ګوله ور پرې کوله بیا یې د هم دغه لاس په  ګوتو کې چرموړله او بیا یې په کیڼه ګونډه پرته د بوړ په کڅوړې پورې کوله او په خوله کوله. د بازار خلګ د وېګن له شیشو سره یوې بلې خوا ته تېرېدل.  څلورمه پنځمه ګوله یې خولې ته کړې وه چي بهر د شیشې نه یې د یوه شناخته سړي ور پام شو. یو دم یې د شیشې ( چي نیمه بنده او نیمه خلاسه وه) د هغې بلې خوا په زوره وخندل او ورته ورته را نعره یې کړه.

” وای! ډاکټر شادو هیه ته یې؟”

زیړکالي پک سري له دننه بې باکه ورځواب کړه.

” هو!  هیې زۀ یم”

له هو سره یې ګوله بېرته له خولې د باندې راووته نژدې وه چي په زیړو کالیو یې په غېږ کې راولویږي خو بیا یې ژر لاس ورپورته کړ  بېرته یې د خولې په خوا ورپورې وهله.

د باندې سړی ” هیه چیرې روان یې؟ له خیره”

د زیړو کالیو  پک سري له دننه بیا په زوره.

” دېرې له، که ژوند وو”

د باندې سړی. ” دېرې له؟ ښه ښه! هغه زاړه منجلس له؟” 

د زیړو کالیو پک سری له دننه.

” هو هو هغه زاړه منجلس له یو وار لا بیا ځم”. 

بیا هټ هټ هټ دواړه په زوره له خندا سره شنه شول. له هټ هټ سره د ډاکټر شادو له خولې شپږ اووه د چڼو دانې وپاشل شوې چي یو دوه درې د دۀ په غیږ کې او یو څو د مخ په سیټ کې ناستې ښځې ( چي برقعه اغوستې وه) په څټ کې وشنتې.  لومړۍ یې له خپلې غیږې چڼې توی کړې بیا یې د هغې نابلدې ښځې ( چي خاوند یې پر څنګ ناست وو) څټ ته لاس ور اوږد کړ چي چڼې یې له څټې لرې کړي. خو ما یې یو دم لاس ونیو. دۀ هم لومړۍ لږ داسې بې باکه راته وکتل خو وروسته یې سوکه لاس کښته کړ وه یې خندل. د چڼو څو دانې یې بیا له خولې راوپاشل شوې څه زما او څه د دۀ په غیږ کې ولګېدې. هغه یې بیا ژر ژر اول زما او بیا له خپلې غیږې وغورزولې. بیا په بنده خوله و موسېدو، خوله یې پورته کړه زما مننه یې په داسې انداز وکړه لکه سړی چي د اسمان مننه کوي ” کور دي ودان چي زما لاس دي راتم کړ ګڼې اوس مي وو د پردۍ ښځې څټې ته لاس وروړی”

د ښځې خاوند ورو زموږ په خوا شاته مخ راواړاوو یو ځل یې ما اوبیا يې دۀ ته وکتل. 

د زیړو کالیو پک سري د باندې سړي ته مخ ور واړاوو ” ځه مخ دي ورک شه. د رنډۍ زو د خلګو کالي دي راباندې خراب کړل. “

خو د باندي سړی لومړی لا پر شا پاته شوی وو. ولي چي هغه وخت لار خلاسه شوې وه او موټر د مخ پر خوا حرکت کړی وو.

زما شي اړخ ته ناست بابک له چا سره چي ما د سیټ لانجه کړی وو لا هم هغسې د تسپو په اړولو او ویلو بوخت وو. 

دا وخت موټر له بازاره په وتو وو چي د ژیړو کالیو پک سري ډاکټر شادو صاحب یو ځل بیا د کیڼ لاس ملګری په اوږه وواهه  او په خشم یې وویل.”څنګلی دي له بوړه در لرې کړ ه”

بیا بیا خاموشي شوه.  څه ساعت وروسته مي تود او تېز باد د چووف له ږغه سره په شي غوږ ولګېدو بیا مي دغه تود باد پر بارخو او بیا مي په خوله او پزه د نسوارو او معدې د ګیس له ګډه وډه بویه سره ولګېدو. پوه شوم چي بابک تسبیحات پره کړل او د ځان د حفاظت لپاره یې په ځان ګېرچاپېره چووف کړل. څه ساعت پس ډاکټر صاحب هم دواړه د پلاسټک کڅوړې په یو وار تر شیشې د باندې د باد په حواله کړې. پوه شوم چي د ډاکټر صاحب بوړ او مړۍ  هم دواړه په یوه اتفاق خلاس شول. 

موټر په یوه زاړه پل د پاسه تېرېدو. ډاکټر صاحب په پښتیو کې تیرې ګوتې د چړو په رنګه راننه یستې ویې پوښتل

” هغه د دغه پل سره چي هغه ورځ دوه موټران سره جنګېدلي وو په هغو کې څو تنه مړه شول؟”

ما ورځواب کړه ” ما داسې اورېدلي وو چي دوه تنه پکې مړه شوي وو او درې نور ټپیان وو”

ډاکټر صاحب بې باکه قهقهه وکړه “والله که هغه یو هم ژوندی پاته شوی وي. پنځه سره مړه شول. ژنې یې ما پخپله ور وتړلې” 

ما ورته وویل ” ښه!  وي به ـ الله دي ټول وبخښي. ستا په هسپتال کې ډیوټي ده؟”

ډاکټر صاحب وویل هو! زه هلته کمبوډر یم”

دا چي د ډاکټر صاحب رنګ او قد قامت  لږ څه د زاکرخېلو د کلی کمال خان ته ورته وو نو ځکه ما ځیني وپوښتل

” ډاکټر صاحب ته د زاکرخېلو د کلي یې؟”

په زوره یې راځواب کړه، ” زه د زاکرخېلو په ښځه غیڼ منډم. زه سپین موسی زی یم” 

زما هم د نور سوال ځواب یا شناخت شوق ختم شو. پټه خوله مي په ژوند کې په وړومبي ځل په عبادت تسلیم کړه.

د شاه په سیټ کې ناست ځوان څنګلی زما تر څټې را رسېدلی وو خو سر یې لا هم هغسې زما د سیټ پر سر پروت وو. د خوبه یې خرکندې پرتې وې. ما یې څنګلی په شریفانه انداز ونیو بیا مي د اغاګل د لاس مبارک په رنګه سوکه  ور پورته کړ. دی هم راویښ شو څنګل  یې د سیټ پر سر کښېښو بیا یې سر پرې ولګاوو خرکندې یې پېل کړې. 

بیا پاته څلور څلورنیم ساعته سفر ما یوازې په هم دغه عبادت کې پای ته ورساوو. د دې عبادت په مېنځ مېنځ کې مي البته یو څلور پنځه واره دوران عبادت هغه د شا سیټ د سواري څنګل له خپلو ولو ورپورته کاوو او د خپل خاوند به مي په حواله کاوو.

په دې پنځه ساعته سفر کې مو مازیګر او د ماښام لمنځونو ته موټر پر خپل وخت دراوو. زما درې واړه د سیټ څنګلوریو لمونځ تر ما هم زیات په اخلاس سره تر سره کاوو.

له هره لمانځه وروسته به زما شي اړخ ته ناست بابک خپلې تسپیې پېل کړې ، شا لوره ځوان به خپل خوب ته دوام ورکړ او ما به هغه خپل د خاموشۍ عبادت پیل کړ. البته ډاکټر صاحب هم له مجبورۍ هم هغه عبادت راسره پېل کړی وو په کوم عبادت کې چي زه مشغول وم. ولې چې د دۀ کیڼ لاس ته ناست ځوان سره د دۀ اړیکې هغه وخت لا خرابې شوې چي دوی لا موټر ته پښې نه وې راپورته کړې. او شي لاس ته یې زه ناست وم چي د موټر د اندوني حالات د خرابېدو له ویرې مي خولې کلف لګولی وو او کیلۍ مي یې د موټر تر شیشې د باندې غورزولې وې.

په ډېره اسماعیل خان کې تیاره شپه له موټره کښته شوم یو مسافر خانې کې مي شپه وکړه. 

سهار وختي چي دکوم ډاکټر کلینک ته ورسېدم. نو بلا مي د بدن ټول وېښته ځیږه ځیږه شول چي لیدل مي هغه د وېګن د سیټ درې واړه څنګلوري یعنی د ښپږم نمبر سیټ د تنازعې او تسپو والا بابک، د بوړ او زیړو کالیو والا پک سری ډاکټر شادو او د هوټل والا سپین ږیري حاجي کاکا سره ملګری ځوان یعني د خوب یا څټ څنګلي والا، درې سره د علاج د پاره هم دغه ډاکټر ته راغلي وو.

له ځان سره مي چورت وکړ چي دا خو ټول د نړۍ لېونیان ورته راټول شوي دي ما خو ویل چي یوازې بس ماهر نفسیات دی او زما خو هسې یوه وړه غوندې نفسیاتي مسله وه کنې لېونی خو نه یم. خوشی ولي د لېونو په ډاکټر ځان وګورم؟ او په لوی لاس ځان په لېونو کې حساب کړم.

څنګ ته ولاړ یوه ږیره او برېت خرېیلي ته مي مخ ور واړاړه ” وروره دا یوازې ماهر نفسیات دی که سم د لېونیانو ډاکټر دی؟”

هغه وخندل ” داسې خاص فرق خو یې نشته بس هم دغه لېوني ته خو نفسیاتي مریض ویل کیږي. دا څه بیلې بیلې ناروغۍ خو نه د ي؟ دواړه د هم یو مرض دوه نومونه دي نو، او بس دا یې ډاکټر دی”

اوس زه سم وویرېدم خو فکر مي وکړ چي له دغه کس څخه وپوښتم که دی هم د علاج د پاره راغلی دی نو هم زما خبره ډېره ورانه نه ده ولي چي دی خو هم هغه دی زما په رنګه روغ سړی معلومیږي. ډېر سوچ مي پرې وه نه بې تکلفه مي ترې وپوښتل.

” ته هم د علاج د پاره ورته راغلی یې؟”

له دې سوال سره سړی سم په خشم واوښت” لږ تمیز زده کړه ښه! ستا د پاره وایم، بې تمیز ، جاهل انسانه” 

دواړه لاس یې د پتلون په جېب کې واچول په غصه یې مخ راڅخه واړاوو. تیز پر مخ روان شو. مخامخ یوې لرې برامدې ته ور پورته شو. له هغه ځایه یې یو ځل بیا ډېر د کرکې په نظر پر شا راوکتل بیا پر مخ هغسې تېز پسې ولاړ.

زه یو څه شېبه په هم هغه ځای ودرېدم. شیطان مي په ماغزو کې نه هغه ډولونه راته ډنګول پېل کړل. نن مي په خپل سر کې په لومړي ځل د ځان د فکر دړد احساس کړ. دا هغه سر وو چي یوازې به پکې د خپل اولس د حالات د دړد څړیکې احساسېدې. سر مې چکر غوندې کاوو. ځان راته په یو بل جهان کې ښکاره کېدو.

څه شېبه نور ودرېدم بیا مي چورت وکړ چي لومړۍ باید بېرته د چایو یو هوټل ته لاړ شم تازه چای وڅښم او سوچ پرې وکړم چي د پخو لیونیانو په ډاکټر د ځان علاج کول به ما لره مناسب وي که نه؟. بلکه تر دې له مخه هم دا وسنجوم چي په روغ او لېوني کې څومره فرق کېدای شي؟ او دا چي زه روغ یم که لېونی؟ د دې نتیجې په اخذولو کښې ژورو چورتونو وړی د هوټل پر خوا وکټېدم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب