شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرخالق رشید /د غزل د جانان پر ویر

خالق رشید /د غزل د جانان پر ویر

په اوښکو څراغونه بلیدل ته رانه ځې؟

 پسرلیه! داڅه تلل، څنګه راتلل ته رانه ځې؟

 خیالونو د له غم سره زموږ مینه آشنا کړه

 زخمونو د شعرونه ژړول ته رانه ځې؟

د یوې ښکلا په تمه دې پښتو ونازوله

 غزلو دې دخوبونه زنګول ته رانه ځې؟

څه سخته یوه شیبه وه د غزني پر تقدیر باندې

 محمود چي پر ایاز باندې ژړل ته رانه ځې؟

د درد په نيلی سپور پر ډیلي راغلې بي بیاضه

رشید ته به دهم یوڅه ویل ته رانه ځې؟

 د ښکلي « قره باغ انجل » (*) پرحورو ناورین ګډ کړ

جانان د غزل ښکلي و ستایل ته رانه ځې؟

 په اوښکو څراغونه بلیدل ته رانه ځې؟ پسرلیه! دڅه تلل ، څنګه راتلل ته رانه ځې ؟

نوی ډیلی : ۱۳۹۲ کال د جنوري ۱۳

(*) د « قره باغ انجل » تازیخی ماده ده چي د ابجد په حساب د پسرلی د مړینې نیټه (۱۳۹۲) ترې راوخي. د انجل ویی په ټولو هغوماناوو کاریدای شي چې لکه چي په بیلابیلو ژبوکې لکه (هندی، سانسکریت، انګریزي، فرانسوی) کی ده. یادونه: پسرلي صاحب د ۱۳۹۲کال د جنوري په (۱۲) د شپې په (۱۱ ) بجو په ګورګاون نومي سیمه کې په میترو روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې (روح یي پرجنت

1 COMMENT

  1. په رښتیا سره د خدایبخښلي پسرلي صيب په مړينې سره د پښتو ادب له آسمان څخه يو ځلانده ستورئ په ځمکه راولوید اود تورو خاورو لاندې شو چې په لویدو ېې پښتني ټولنه وژړیده اود پښتوقلم خاوندانو ېې هريو په خپل وار حق ادا کړ چې کور ودانئ ورته وایو ، له هغې ډلې څخه د پورته شعر يا دزړه له تل څخه فرياد ویونکئ پروفیسر خالق ، رشید صيب چې ستر څیړونکئ اود هند په کتابتونو کې د پښتني آثارو پسې د پوهې او پلټنې څراغ په لاس پښتون هلې ځلې د ډېرو ستایلو وړدي ، پروفیسر صيب د ډهلي په پوهنتون کې چې نوم ېې زما له ياده وتلئ د پښتو ژبې استاد اود افغانستان په سفارت کې د فرهنګي روابطو د څانګې مشر دئ د افغانستان د سفارت لخوا د ارواښاد پسرلي صيب د مړي کابل ته د رسولو په پروسه کې ېې لوی لاس ګڼم ، خدای دې د وطن په درد شريک قلموال ژوندي لري ، منـنه ترې کوو ( شیرشاهیوال )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب