چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعرد استاد پسرلي په ویر/ شفیقه خپلواک

د استاد پسرلي په ویر/ شفیقه خپلواک

 داغ مني ؟له زړه نه مې بڅري وځي

 زما د سترګو آېنې ماتې شوې

 اوس مې تیاره په ټول وجود خپره ده

د رڼاګانو سلسلې پاتې شوې

مني چې هر هډ مې په اور نیولی

 مني حواس مې په زندان تړلي

 مني چې ویلي ویلي ساه اخلمه ؟

مني باباپسې مرګي راوړي

 مني چې وخت لکه لیوه ولاړ دی

 زما زنده ګي لکه ناپوه رمه

 په پسرلي مې ټوله وبایلله

 نور پاتې نده نه ورځ نه شپه

اې ته یې مني چې ژوند مې واک کې ندی ؟

زړه رانه سترګې سمندرې غواړي

 هاغه د عشق اود ښکلا لیونی

 رانه خپل مړي ته سندرې غواړي

زما یې غږ یادیږي نه یې اورم

نه چې غوږونه مې ړانده شي پسې

الله د خدای لپاره مه یې اخلئ

ټول اندامونه مې خواره شي پسې

 پروردګاره! ته رحمان پاچا وي

 څنګ دې پیرزو شي هغه زړه خاورې شي

هغه د شنه سمندر خوېندې سترګې

الله نو ولې ؟ او په څه خاورې شي

 تا زما ووړ زړه ته هم ونه کتل

څرنګ دې ډاګ له ډاګه وویشتلم ؟

څرنګ دې هغه پسرلی واخیستو

 څرنګ دې زه دوزخ کې ونیولم ؟

اې نو تاته څرنګه رحمان ووایم

چې د انسان د عشق کعبه هم وژني

 ګوندې سندرې دې پیرزو نه شولې

د سندرمارو چې شیبه هم وژني

 زه ورته بس یوه څو خبره کوم

 هغه خبرې مې په زړه کې داغ دی

 که رانه یووسی ړنده به سمه

هغه سړی زما د زړه څراغ دی

 زما ایمان دې له مرګ مخکې واخیست

 اوس به د چا په باور ساه اخلمه

چې تاته نه رسي اونه یې غواړي

ځمه لاسونه له دعا اخلمه

۱۳۹۳/۱۰/۲۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب