شنبه, اپریل 27, 2024
Home+بې‌وزلان ناول د څه شي کيسه کوي؟ / بصيرالحق عادل

بې‌وزلان ناول د څه شي کيسه کوي؟ / بصيرالحق عادل

۲۵۰ کاله مخکې د فرانسوي ليکوال ويکتور هوګو لخوا ليکل شوی د بې‌وزلان ناول چې پر ليکلو يې هم ۱۷ کاله تېر شوي دي، د فرانسې له انقلاب مخکې د دغه هېواد د ټولنيزو بدمرغيو يو داسې روڼ انځور دی چې موږ او زموږ په څېر وروسته پاتې ټولنې اوس ورسره مخامخې دي.

راځئ لومړی به د کيسې لنډيز را واخلو او وروسته به پرې تبصره وکړو:

ژان والژن چې د ناول مرکزي کرکټر دی له بې‌وزلۍ د يوې ډوډۍ د غلا له امله زندان ته استول کېږي، پنځه ځله له زندانه تېښته کوي. بېرته نيول کېږي چې بالاخره ۱۹ کلونه په زندان کې تېروي. بيا چې کله له زندان ازاد شي، ټولنه کې د مجرم په توګه پېژندل کېږي. د ژمي په سړه شپه چې ډېر مزل يې هم کړی وي، د يوې مړۍ ډوډۍ خوړلو او شپې تېرولو پسې ګرځي، هر هوټل ته چې ورشي هلته يې خلک پېژندي او شړي يې.

بالاخره يو ادرس ورکول کېږي، دا د يو کشش کور دی، هغوی هم له دې زنداني خبر دی چې يو خطرناک انسان دی، خو په خپل کور کې ځای ورکوي. ډوډۍ پرې خوري، شپې ته ځانګړی وطاق ورکوي، سره له دې چې دا وضعيت پر ژان والژن اغېز کوي او د هغه درون کې يو انقلاب په څپو راځي، خو بيا هم د شپې له‌خوا د همدغه کشش د وژلو پلان تړي خو بېرته پښېمانه کېږي، د زرو لوښي غلا ترې کوي، له کوره تښتي، خو پوليس يې نيسي، بېرته يې ددغه کشش کور ته راولي، هغه ورته وايي چې دا د زرو لوښي ده غلا کړې نه دي، بلکې دا ورته ما ډالۍ کړې دي. ژان والژن ته اجازه ورکوي، بيا په دښتو او صحراو کې لالهانده ګرځي، له يوه ماشوم غلا کوي او دا يې د غلا وروستی پړاو وي، تر دې وروسته يې شخصيت له ناوړه انسان څخه يو نېک انسان ته تغير کوي او داسې کارونه کوي چې خپل دښمنان يې هم احسان نه‌شي هېرولی.

 ژان والژن تر دې وروسته يوه ښار ته ځي، هلته د بنګړيو يوه فابريکه جوړوي، خپل نوم په مادلن اړوي، اوس يې څوک د ژان والژن او خطرناک مجرم په نوم نه پېژني، دغلته خلکو سره دومره احسانونه او مرستې کوي، چې ځايي حکومت ورته څو ځل د ښاروالۍ وړانديز کوي، خو دی يې ردوي، بالاخره ښاروال شي.

د فانتين په نوم يوه بې‌وزله ښځه د ده په دفتر کې کار پيلوي، دغه ښځه د کوزت په نوم يوه لور لري چې په بل ايالت کې يې د تنادريه کورنۍ ته د مياشتني حق الزحمې د ورکولو بدل کې سپارلې او هغوی يې پر ځای د دې چې ساتنه او پالنه يې وکړي، ظلم ورسره کوي، توپيري چلن ورسره کوي او د ښار کوڅې پرې جارو کوي.

فانتين ته د مادلن له فابريکې ځواب ورکول کېږي، دا ښځه په بدمرغۍ کې په کار پسې لا لهانده ګرځي، يوه ورځ د ژاور په نوم له يوه سيمه‌ييز قوماندان سره مخ کېږي، ښځې سره تاوتريخوالي کوي چې مادلن (ښاروال) پرې راځي، دا ښځه ترې ژغوري، خپل ډاکټر ته يې بوځي هلته يې د درملنې په موخه بستروي.

ژاور پر مادلن د ژان والژن شک کړی و، هغه پسې ورپسې و، محکمې ته يې خبر ورکړی و چې همدا مادلن ښاروال اصلاً ژان والژن دی، خو وروسته داسې پېښېږي چې د ژان والژن په څېره يو بل بې ګناه کس محکمې ته د خطرناک مجرم په صفت غوښتل کېږي، شاهدان ګواهي هم پرې ورکوي، له دې قيصې ژان والژن خبريږي، محکمې ته ورځي، د ده نوم چې په ټول هېواد کې د ښه انسان او مرسته کوونکي په صفت مشهور و، ټول قاضيان ورته لاس په نامه ودريږي، خو څو شېبې وروسته ژان والژن وايي چې دا مجرم مو بې ګناه نيولی دی، اصلي ژان والژن زه يم، بيا يې ورته په اثبات رسوي، ټول خلک هک پک کېږي، ژان والژن له محکمې وځي.

بل پلو مادلن (ژان والژن) له فانتين سره ژمنه کړې وه چې لور به يې ورته راولي، کله چې ژان والژن خپل کور ته راځي، فانتين تر درملنې لاندې ده، هغه په بې صبرۍ نارې وهي زما لور دې راويستله؟ دې وخت کې ژان والژن پلان لري چې په کوزت پسې لاړ شي، ژاور د دوی خواته راځي، فانتين چې ژاور وويني ويره پرې راځي. ژاور د ژان والژن په نيولو پسې راغلی و، ځکه دی اوس يو ښاروال نه بلکې د حکومت مجرم و، ژان والژن له ژاور هيله کوي چې يوه موقع ورکړي، څو د فانتين لور راولي، فانتين چې خبر شي چې لور يې لا نه ده راويستل شوې، شاته غورځيږي، سر لګېږي او بالاخره مړه کېږي.

ژان والژن تېښته کوي، کوزت پسې ورځي، هغه د تنارديه کورنۍ له منګولو راخلاصوي، يو زوړ کور ته چې د چا پرې ګمان نه کېږي چې څوک دې په‌کې دېره وي، هلته پناه اخلي، خو هلته هم پوليس پرې خبريږي، بالاخره يوې عبادتخانې ته په ډېر تکليف چې لوی لوی دېوالونه يې دي او د فانتين لور کوزت هم ورسره ده اوړي، هلته له يو عمر خوړلي بوډا سره مخ کېږي سخته يخني وي، عبادتخانه کې نارينو ته هيڅ اجازه نه وي چې پاتې شي، خو هغه عمر خوړلي بوډا سره همدې ژان والژن کلونه مخه مرسته کړې وي، هغه يې د عبادتخانې مشرې ته خپل ورور معرفي کوي، څه موده همدلته عبادتخانه کې د باغوان په صفت کار کوي، کوزت همدلته زده کړې شروع کوي، بيا د خپل پلان له مخې چې کوزت ترې عبادتخانه کې راهبه او تارک الدنيا نه‌شي او د ده د بېلتون سبب نه‌شي بېرون ځي او د خپل ژوند يو بل پړاو پيلوي.

د داستان بله برخه کې د ماريوس په نوم ځوان چې پلار يې له خپل خسر سره وران شوی او د ماريوس پالنه يې خسر ته پاتې شوې ده راپيدا کېږي، دې ځوان سره پلار ډېره مينه کوي، خو نيکه يې چې په سياسي لحاظ د ماريوس له پلار سره ټکر کې و، د خپل لمسي په مغزو کې د پلار نفرت ورپېچکاري کوي، بالاخره ماريوس د خپل پلار ليدنې ته داسې مهال ورځي، چې هغه مړ وي، يو ليک ترې ترلاسه کوي، په ټول حقيقت پوهېږي.

ماريوس چې يوه پارک ته چکر وهي، هلته يو سپين ږيری سړی او يوه نجلۍ ويني، ماريوس ته خوند ورکوي، همدا لړۍ روانه وي، ماريوس هره ورځ له پارک ليدنه کوي او بالاخره نجلۍ او ماريوس دواړه يو پر بل زړه بايلي، همدا نجلۍ کوزت ده.

ژان والژن د پوليسو له ويرې او د خپلې لور کوزت د ساتنې په موخه څو کورونه بدلوي را بدلوي، بالاخره کوزت او ماريوس ملاقاتونه کوي، په دې ليدنو ژان والژن هغه وخت خبريږي چې ماريوس نور د کوزدت سره د ژوند کولو هيله شکېدلي وي، د انقلابيانو يوې پوستې ته ورځي، غواړي له همدې لارې خپل ژوند تمام کړي. له هغه ځای وروستی ليک کوزت ته استوي، چې د خپل مرګ احوال په‌کې ليکي، همدا ليک د کوزت پر ځای د ژان والژن لاس ته ورځي، هغه هم سملاسي د انقلابيانو پوستې ته ورځي، جګړه سختيږي، ماريوس مرګونی ژوبليږي، ژان والژن د خپل مهارت او پلان له مخې ماريوس ساعتونه ساعتونه سرپټي لښتي کې چې په يوازې ځان هم پکې تګ ناممکن وي په شا وړي، بالاخره يې د ماريوس د جيب کتابچه ګوري، هلته يې د نيکه د کور ادرس دی، ژان والژن ماريوس ور رسوي. اوونۍ تېريږي ماريوس چې کله روغ شي خپل نيکه ته خبر ورکوي چې غواړي له کوزت سره کوزده وکړي. د ماريوس نيکه او د کوزت پلار ژان والژن موافقه کوي، د ماريوس او کوزت کوزده کېږي، ژان والژن خپل زرګونه فرانګه شتمني د کوزت په نوم کوي، په داسې حال کې بېرته خپل کور ته راستنيږي چې زړه يې سخت مات دی، له سترګو يې اوښکې روانې دي، ژوند ورته ټول بدرنګه او غمجن شوی دی او همدا د کوزت د جدايي تراخه و.

بالاخره ماريوس هم د ژان والژن د ژوند په حقيقت خبريږي، په خپل کور يې بندوي، خو کله چې پوه شي چې دا اوس پرښته ډوله انسان دی او حتی زما ژوند يې هم ژغورلی دی، بيا د بښنې لپاره ورځي او غواړي خپل کور ته يې راولي، خو قسمت د ژوان والژن د ژوند د ختمېدو فيصله کړې وي او د خپل ستړي ژوند وروستۍ سلګي وهي او مړ کېږي.

همدا د بې‌وزلان يا بېنوايان ناول د کيسې لنډيز و، چې ما ترې اخيستنه کړې وه، راځئ، دلته به ډېر لږ لومړی پر ليکوال او بيا وروسته پر کتاب خبرې وکړو.

د بې‌وزلان ناول ليکوال ويکتور هوګو

د بې‌وزلان ناول ليکوال ويکتور هوګو دی، نوموړی (۱۸۸۵ – ۱۸۰۲) د فرانسې له مشهورو ليکوالو دی. دی چې په يوه پوځي کورنۍ کې زېږېدلی و او پلار يې د ناپيليون په لښکرو کې د حرفوي افسر په توګه دنده ترسره کوله،  غوښتل چې خپل زوی هم په پوځ کې شامل کړي، خو د ويکتور هوګو نازک طبعيت او نرم بشري عواطف د دې لامل شول چې هغه ليکوال شي، داستانونه وليکي او داسې اثار وپنځوي چې د فرانسې پولې هم ونړوي او نړيوال حيثيت پيدا کړي.

ويکتور هوګو په خپل ژوند کې پنځوس اثار چاپ کړي دي او پنځوس يې له مرګ وروسته چاپ شوي دي، نوموړی ليکوال، شاعر او ډرامه ليکونکی و او د رومانتيزم مکتب ته ډېر ژمن و.

د هغه په ټولو ناولونو کې يو مهم او مشهور ناول همدا بې‌وزلان يا بېنوايان دی چې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی او هر څوک په‌کې د خپلې ټولې انځور ويني.

بې‌زولان له څه شي کيسه کوي؟

بې‌وزلان ناول اصلاً د فرانسې له انقلاب مخکې د دغه هېواد د ټولنيزې بې عدالتۍ، فساد، ظلم، عقايدو، تبعيض، معنوي او فکري فقر، د اخلاقياتو کمښت، عشق او دوستي، نېکۍ او نورو ګڼو موضوعاتو انځور دی.

ويکتور هوګو په دې ناول کې د ژان والژن روح ته ورننوتلی دی او هغه يې په واقعي ډول داسې سپړلی دی چې حتی د انسانيت تر مقام هم لوړ تللی دی.

ژان والژن چې په يوه ډوډۍ ۱۹ کاله بند تېروي، شکنجي ګالي، بيا چې له زندان رخصت شي لا هم د ټولنې له نفرت سره مخ کېږي، ولې د يو کشش په ښه رويه هغه سل سلنه تغير کوي او داسې يوه پرښته ډوله انسان ترې جوړيږي چې د ټولنې نور وګړي ورسره هوسا کېږي، نېکمرغه کېږي او بدليږي.

ژان والژن د رښتيا، صداقت، مهربانۍ، مرستې او ژوند بدلولو د سبمول په بڼه په ناول کې انځور شوی دی، دا انسان سره له دې چې د واګ په ګدۍ هم ناست وي، بيا هم چې خبر شي، محکمه کې د ده پر ځای بل څوک محاکمه کېږي، خپل قدرت، واک، پيسې هر څه له خپل وجدان قربانوي، نېغ محکمې ته حاضريږي او په ډاډه زړه وايي چې اصلي مجرم زه يم. دا يې يوه داسې انساني کړنه ده چې ناممکنه ده په اوسني انساني ټولنه کې يې څوک ترسره کړي.

خو بېرته له همدغو پوليسو کور په کور پټيږي چې ونه نيول شي، سره له دې چې ځان مجرم هم ګڼي دا ولې؟

زما د درک له مخې ژان والژن باندې د فانتين مرګ او بې‌وزلۍ او د هغه د لور فراق دومره بد اغېز کړی چې اوس يې تر ټولو لوی انساني مکلفيت همدا و چې د کوزت ژوند وژغوري، د هغې د ليدو په ارمان د مړې شوې مور فانتين ارمان پوره کړي او ارواه يې ارامه کړي.

بل پلو ژان والژن دغه مهال مجرم نه و او په دې پوهېده چې اوس يو شريف انسان دی، د زندان پر ځای د باندې ټولنه کې خلکو ته ډېر خير رسولی شي، د خلکو ژوند جوړولی شي، خلکو سره مرسته کولی شي.

ژان والژن کې د مهرباني ځواک دومره غښتلی و چې په ډېرو بېړنيو شېبو کې به يې هم له بې‌وزلو سره مرسته کوله او د مرستې د همدې انګېزې يو دليل يې د فانيتن واقعه وه، چې له بې‌وزلۍ له لوی درد او بيا له مرګ سره مخ شوه.

دغه راز د بې‌وزلان مرکزي کرکټر چې ژان والژن دی د کوزت روزنه او پالنه يې بله انساني ځانګړنه ده چې هغه سره حتی د يو واقعي پلار تر پولو اخوا مينه کوي، پام پرې کوي او بالاخره يې د فانتين په څېر د بېلتون له درد څخه مري.

دې ناول کې نور کرکټرونه هم شته چې ټول پر خپل ځای مناسب او سم راوړل شوي دي، د ناول پېښې په منطقي ډول يو په بل پسې راغلي دي، تلوسه لري او ځينې پېښې يو په بل پسې داسې اوډل شوي دي چې لومړۍ پېښه بيا په درېيمه پېښه کې بېرته تړل شوې ده او هر کله چې لوستونکی کيسه لولي، څومره چې مخته ځي بيا غوټې سپړل کېږي.

دا ناول ولې نړيوال شهکار دی؟

د نړيوالو شهکارونو معيارونه مالوم دي چې په‌کې فکر، انسانيت پالنه، زغم، پېغام، مخاطب، تلپاتې والی، نړيوال موضوعات او نورې ځانګړنې ولري.

يو کتاب هغه وخت پر نړيوال شهکار بدليږي چې له ملي پولو ووځي، نړيوال فکر په‌کې بيان شوی وي، نړيوالې غوښتنې او بالاخره د هرې ټولنې د وګړو ارمانونه په‌کې وي او هغوی په‌کې خپل ځان وويني.

انسانيت، فقر، غربت، درد، بې‌وزلي، ظلم، عدالت، مينه، جګړه او ګڼ شمېر نور موضوعات دي چې دا د نړۍ د ټولو انسانو ګډه غوښتنه، ګډې ځانګړنې او هر ځای کې پېښېدونکي دي / پېښېږي.

بې‌وزلان هم دغه ډول يو ناول دی، بې‌وزلان کې فقر داسې انځور شوی دی چې نن سبا يې موږ او تاسو خپله ټولنه کې وينو، که موږ همدا ناول لولو فکر کوو چې دا يې لکه چې زموږ ټولنې ته ليکلی دی، ويکتور هوګو څنګه زموږ له ټولنيزو ستونزو خبر و؟

که د ناول انساني اړخ را اخلو، هم موږ او تاسو په خپل چاپيريال کې له ګڼو بېلګو سره مخ کېږو، ښه انسانان وينو او لکه ژان والژن پرښته ډوله انسان زموږ ټولنه کې هم پيدا کېږي، په هره ټولنه کې پيدا کېږي، نو ځکه هر څوک فکر کوي چې دا ناول د همدوی د خلکو لپاره پنځول شوی.

مينه او پر مينه محدوديت، د دې ناول بله هغه برخه ده چې کټ مټ زموږ ټولنه کې د پرتلې وړ ده. کله چې ماريوس د فرانسې په څېر ټولنه کې پر کوزت زړه بايلي حتی په پارک کې هغوی ته له محدوديت مخامخ کتلی هم نه‌شي، ځان د کتاب په لوست مشغولوي او د سترګو له کونجونو د کوزت تماشا کوي، بيا د ليکونو تبادله، د کوزت احتياط چې پلار يې خبر نه‌شي، همدا صحنه عيناً زموږ په ټولنه کې د مينې انځور دی، ممکن دا په ډېرو ټولنو کې وي.

ټولنيزه بې عدالتي، کرکه، بې ګناه بنديان، فقر، د بې‌وزلو له حاله ناخبرتيا او پر هغوی مسخرې کول، له غريبو سره ناوړه چلند، فريب، دوکه او نور ګڼ موضوعات چې دغه ناول کې راغلي دې که موږ يې له خپلې افغاني ټولنې سره پرتله کړو، د ټولو ژوندۍ بېلګې همدلته شته او ليدلي مو دي.

همدا ګډ خصوصيات چې د ټولو ملتونو، هېوادونو او خلکو ګډ ارمانونه، غوښتې او ځانګړنې وي په يوه کتاب کې راشي نو هغه بيا پر نړيوال شهکار بدليږي.

بې‌وزلان د نړۍ په لسګونه ژبو ژباړل شوی، چې پښتو ته يې د ناول له لنډيز ژباړه شوې ده، لسګونه فلمونه پرې جوړ شوي دي چې ياد اثر پېړۍ وروسته هم خپل تلپاتې والی ساتلی دی او هر څوک چې يې لولي د نن ورځې کيسه ورته ښکاري، چې همدا د شهکار تر ټولو غښتلې ځانګړنه ده.

پای

۱۴۰۱ د تلې ۱۹مه

هېواد پوهنتون – کابل قصبه

1 COMMENT

  1. عادل صاحب، سلام او مينه مې ومنه.
    په قلم، فکر او وړتیاو مو برکتونه.
    د دې نړیوال شهکار اثز ډېر په زړه پورې لنډیز مو لیکلی. ما ته یې خورا زیات خوند راکړ.
    الله مو سرلوړی لره
    حیران

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب