پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونههند وايي، د طبي مرستو ۱۳ جوپه یې افغانستان ته وسپارله

هند وايي، د طبي مرستو ۱۳ جوپه یې افغانستان ته وسپارله

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۹ مه) هند وايي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام کې یې دیارلسمه طبي جوپه دې هیواد ته وسپارله.

د هند د باندنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د افغانستان له خلکو سره زموږ د ځانګړو اړیکو په دوام کې او له افغانانو سره د مرستې لپاره د ملګروملتو غوښتنو ته په پام هند د طبي مرستو دیارلسمه جوپه دې هیواد ته واستوله.

د هند په نوې طبي مرسته کې ضروري درمل او د جراحۍ وسایل شامل دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه پورې یې افغانستان ته د درملو او طبي وسایلو په ګډون ۴۵ ټنه طبي مرسته ورکړې. همداراز له افغانستان سره د هند په طبي مرستو کې ۵ لکه ډوزه کوید ۱۹ واکسین شامل دي.

دې هیواد تراوسه افغانستان ته ۴۰ زره ټنه غنم هم رالیږلي او ټاکل شوې ده چې ۱۰ زره ټنه نور غنم هم راولیږي.

افغانستان ته د هند د غنمو په رالیږلو کې پاکستان ډیر خنډونه پېښ کړل چې له کبله یې افغانستان ته د دې مرستې په رسولو کې میاشتې – میاشتې ځنډ راغی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب