دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسرمنشي یو وار بیا د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه...

سرمنشي یو وار بیا د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۹ مه) د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې افغان نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.

سرمنشي د ماشومو نجونو له نړیوالې ورځې سره په یو وخت په یوه ټویټ کې، چې نن یې پر خپله رسمي ټویټرپاڼه خپور کړی دی، لیکلي:«زه په افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو د محرومیت پر دوام زښت اندېښمن یم. دا نه یوازې نجونو ته سخت تاوان دی بلکې هیواد ته یې هم دی ځکه چې د دوی انرژۍ او ونډې ته اړتیا لري.»

سرمنشي د دې ټویټ په پای کې کښلي:«یو وار بیا پر طالبانو ږغ کوم چې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسیدو وروسته له بلخ ولایت پرته په نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي بند کړل خو ژمنه یې وکړه چې سږ کال به د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره سم ټولو نجونو ته د زده کړو لار هواره کړي خو د حمل په درېیمه په داسې حال کې چې نجونې او هلکان ښوونځیو ته تللي وو، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته وویل شول چې بېرته کورونو ته لاړې شي.

له دې وروسته طالبانو څو ځلې ژمنې ورکړې چې د نجونو د ښوونځیو ستونزه به ژر حل کړي. خو راپورونه وايي چې د طالبانو په منځ کې د نجونو د تعلیم پر سر اختلاف دی.

د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو له کبله پر طالبانو نړیوال فشارونه زیات شوي او سره له دې چې د طالبانو د واک ته رسیدو ۱۳ میاشتې وځي هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب