Homeخبرونهافغان خبریال زرخان همدرد په ترکیه کې په حق رسیدلی

افغان خبریال زرخان همدرد په ترکیه کې په حق رسیدلی

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۹ مه) افغان خبریال زرخان همدرد، چې په عرفان الله مشهور و، ترکیې ته د مهاحرت په لاره کې د دغه هیواد په وان سیمه کې مړ شوی دی.

ښاغلي همدرد پخوا په ژوندون تلویزیون کې کار کاوه.

د همدرد کورنۍ ویلي چې څلور میاشتې یې د هغه حال نه درلود خو په وروستیو کې خبر شول چې نوموړي له ایران څخه ترکیې ته حرګت کړی دی.

که څه هم تراوسه پورې د همدرد د مړینې د نېټې او څرنګوالي په اړه کره معلومات نه شته خو ویل کېږي چې په ترافیکي پېښه کې یې سا ورکړې ده.

د وان په سیمه کې په ځلونو ترک سرحدي ځواکونو پر افغان پناه غوښتونکو، چې په غیرقانوني ډول د ایران له خاورې ترکیې ته اوړي، ډزې کړي چې له کبله یې یو شمېر افغانان وژل شوي دي.

د همدرد ورو د ترکیې له حکومته غوښتي چې افغانستان ته د ده د ورور په لېږدولو کې مرسته وکړي.

خو د ترکیې ځايي مامورینو ویلي چې همدرد یې خاورو ته سپارلی دی.

۲۵ کلن زرخان همدرد د لغمان اوسېدونکی و.

دی، چې په شمشاد تلویزیون کې د سیاسي خپرونو چلوونکی و، د جمهوریت له پرزېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له کبله مجبوره شو چې مهاجرت ته مخه کړي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د همدرد پر مړینې غمرازي ښکاره کړې او د طالبانو له اسلامي مارت څخه یې غوښتي چې پر رسنیو محدودیتونه لېرې کړي او خبریالانو ته په خپل مسلک کې د کاري فرصتونو لار هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...