یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د هزاره ګانو هشټګ او پښتانه / ملاله لیلا

د هزاره ګانو هشټګ او پښتانه / ملاله لیلا

د هزاره ګانو د نسل وژنې د هشټګ په اړه د پښتنو په مینځ‌ کې دوه ډوله نظرونه شته دي.

لومړۍ ډله وايي چې، موږ ټول د جګړې قربانیان یوو دا نو څه معنا لري چې یوازې د هزاره ګانو د نسل وژنې غږ پورته کوو، موږ ټول انسانان یوو باید د ټول افغان ولس د وژنې پر ضد غږ اوچت کړو. دوی ادعا کوي چې له دې ډوله هشټکونو د افغانستان د تجزیې بوی راځي او تر شا یې د منطقې استخباراتي کړۍ دي. دوی د مثال لپاره په خواله رسنیو کې د هزاره فعالینو له خوا حق و ناحق پښتنو ته ښکنځل، د ملی وحدت ضد شعارونه او په مظاهرو کې د افغانستان د نوم او بیرغ نه کارول یادوي.

بله خوا بیا هغه پښتانه دي چې په دې کمپاین کې د هزاره ګانو تر څنګ ولاړ دي او وايي چې د هزارګانو د حقونو لپاره غږ پورته کول د ټول افغانستان ل‍پاره د غږ پورته کولو په معنا ده. باید ملاټر یې وشي. دوی استدلال کوي چې، په هزاره ګانو کې طبعا یو نیم لکه داود ناجي پیدا کیږي چې په تعصب کې دومره غرق دی چې د هزاره تر حقونو ډیر د پښتنو له تخریب سره دلچسپي لري. خو، د داود ناجي غوندې رواني ناروغانو شتون باید د دې عامل نه شي چې عامو هزاره وطنوالو په حق غوښتنه کې شریک نه شو.

سوال دا دی چې دغو دوو نظرونو کې کوم یو د ملي منافعو په ګټه دی؟

زما په باور د هزاره ګانو پر وړاندې دا دواړه عکس العملونه طبیعي دي. هیڅوک له دې انکار نه شي کولی چې د داعش د خراسان څانګه د افغانستان دښمنه او زموږ د هزاره وطنوالو ځان او مال ته لوی ګواښ دی. بله خوا دا حقیقت هم لکه لمر واضح دی چې د افغانستان په جګړه کې تر بل هر چا پښتنو ډیره قرباني ورکړې ده حتا همدغه داعش چې څومره انسانان په ننګرهار کې وژلې دي په نورو ځایونو کې یې نه دي.

په هر حال زما په باور د ملي منافعو لپاره پښتنو ته پکار ده چې په دې داعیه کې د هزاره ګانو تر څنګ ودریږي.‌ په دې ډول به مو له یوې خوا دا پیغام خپور کړی وي چې موږ پښتانه له خپلو هزاره وطنوالو سره په غم کې شریک یوو، له بلې خوا به مو د هغو خلکو شوم پلان ناکامه کړی وي چې زموږ په وطن کې د داخلي جګړې او د افغانستان د تجزیې خوبونه ویني. په سیاست کې ځینې وخت یو شی په تخریب نه بلکې په حمایت ضعیف کیږي.

دا د هشټګ کیسه هم همداسې وبولئ، که دا هشټګ یو عام خود جوشه حرکت وي لکه څرنګه چې یې ادعا کیږي، نو په داسې وخت کې چې هزاره وطنوال په روحي لحاظ نهایت حساس حالت کې دي پښتنو ته بویه چې خپل احساسات کنټرول کړي او د هزارګانو تر څنګ ودریږي. بله خوا که په دې حرکت کې استخباراتي کړۍ شاملې وي بیا هم پښتنو او نورو قومونو ته پکار ده چې د هزارګانو د حق غوښتنې حمایت وکړي تر څو د استخباراتي شبکو پلان ضعیف شي.

ممکن ځینې ووايي چې هزارګان دې موږ ته ښکنځلې کوي موږ به یې ملاټر کوو دا نو څه ډول منطق شو..خبره دا ده چې د احساساتي او منطقي دریځ فرق همدا دی. زه دا نه وایم چې دادود ناجي غوندې لیونیان بې ځوابه پریږدئ یا د هغو ملاټر وکړي چې نیکونه مو ښکنځي زه وایم د دې لپاره چې د افغانستان له دښمنانو سره مو همکاري نه وي‌ کړې نن سبا درې اپشنه لرئ:

۱. د وطن د منافعو لپاره د هزاره ګانو د حق غوښتنې ملاټر وکړئ.
۲. که مو احساسات نه شئ کنټرولی د هزارګانو په بحث کې نن سبا اصلا ګډون مه کوئ غلي پاتې شئ.
۳. که مو داود ناجي‌ غوندې لیونیانو ته حوصله ختمه شوه له احساساتو نه، له منطقه کار واخلئ. دا ډول مضر اشخاص باید د قوم له نوم نه پرته شخصا تر سوال لاندې شي.

اوس به نو تاسې وایاست پښتانه به څه وخت د خپلو منافعو اواز پورته کوي؟ دا سوال مهم دی او که د طالبانو عجب المومنین هیبت الله اخوند د نجونو پر ضد کوم بل فرمان صادر نه کړ او صحت مې ښه و زما د بلې لیکنې موضوع به همدا وي.

3 COMMENTS

  1. کوز لیک مې په فارسي لیکلی ؤ، هیله ده چه همداسې يې ومنئ؛
    یگانه مردمی را که من دوست داشتم و دارم‌، هزاره ها اند و از ابتدای حیات دیدم که شریفترین، نجیبترین، پاکترین، با فهمترین و عجایب صفاتی ذارند که غیرقابل باور است، در دوران شاهی محمد نادر و ظاهر هزاره ها در ظلمت قرار داشتند «بدانید که این خاندان و در جمله محمد زایی ها نظر به سخنا ن شریف مادر مقدسه ام که در پشت سووم با نادر شاه کاکا زاده ها اند، از زبان بزرکان شان که نمیدانستند که اصل مملکت شان کجا است و حتی خودسوالی داشتند که چرا تحت نام پشتون بر مردم در افغانستان تحمیل شده اند?» به هر صورت واقعبت اینست که د ر دوران که من زندگی کرده ام دیدم که بر هزاره ها نهایت ظلم شده که بخشیدنی نیست! این واقعیت را هم مردم بدانند که هر خشتی که در افغنستان بر خشتی گذاسته شده کار دستان مبارک و شریف هزاره است. من ۱۱ ساله بودم که سه ماه در پنجاو زندگی کردم و بعد بر اسپ در زمستان پربرفترین از پنجاو تا بهسود و زندگی هزاره ها را دیدم که تا امروز فراموش نمیکنم که رنج آور است. و وعده میدهم که پشتون ها خوش نداشتند به خاطر ارزش های پشتون والی ییگانه را در قید مزدوری بیاورند و در خانهٔ خویش جای بدهند، چه مزدوری برای پشتون ها شرم آور است. ما هرگز این کار را نکرده ایم! من به خاطر یک هزارهٔ مزدورکار یک آلمانی خبیث که او را یک مشت زد و توهین کرد و معاون فابریکه ای پشمینه بافی بود با سیلی زدم و از یک مغاز با زور بیرونش کردم. اززمان اسکندر خبیث کوشیده شده که پشتون و هزاره از افغانستان کشیده شوند که در اصل تمام قسمت شمال، سرزمین هزاره ها و بعد ار لوگر و خوست در جنوب خاک پشتون ها است . دیگران ازطرق مختلف به افغانستان امروزی آورده شده اند چه معادن هندوکش و کوهای مرکزی از ۳۱۹۹ سال به اینطرف اروپایان با اولین بار با کشف معدن قلعی در بدخشان افغانستان امروزی نظر به کتاب تحقیقی ۱۱۷۷ قبل از میلاد، چشم به افغانستان بستند و برای از بین بردن پشتون و هزاره دست زده اند. افسوس چشمان و حوصلهٰ این جوان ۸۲ ساله همراهی نمیکند که زیاد بنویسم، زیاد خواندم و فهمیدم که ترببه و تعلیم در افغانستان مطلق ناقص و در تاریخ بر ما تاریخ عرب و افتخارات کشتار اعراب و اسکندر خبیث با نام کبیر تحمیل گردیده بود و واقعات آن سرزمین از ما نهفته بود. و در تمام شقوق ناقص که من بعد در اروپا درک کردم. اروپا از طریق باقیات اسکندر خبیث که خنزیرمل و پرچمی هایش خصوصا در حدود بیش از یک ملیون نفر را از طریق قنسل های خود از بیرون آوردند و پاسپورت و تذکرهٰ افغانی دادند، به من خشمت اورنک یک آشنای قدیمم که در سال ۱۹۸۵? با پنجصد هزار دلار در زمان قوسل بودنش به سویس آورد و از من خواهش کمک کرد که دربانکی با او کمک کنم که جاه به جاه نماید کفت آن یک قسمت پولش بود و از هر نوع مردم از ایران و پاکستان و تاجکستان که نزد شان در وقت حج در عربستان و کویت و داکستان و هند میرفتند در بدل دو صد تا بیشتر دلار پاسپورت و تذکره میداد و پول میگرفت. حشمت هم زنده است. ببرک خنزیرمل پشتون نبود و اصلیت پنجابی دارد.. خلاصه اگر پشتون و هزاره بیدار نمیشوند هردو از بین برده میشوند و این سخن جنرال سویسی شتاهل است که در سال ۱۹۹۰ از دهنش به من بیرون شد و سخت توجوه مرا این سخنش جلب نمود و بعد زیاد مطالعه و انیشیدم تا واقعیت را یک سال پیش از کتاب ۱۱۷۷ قبل از میلاد تحلیل نمودم!. تلفونی میخواهید ، اگر سوالاتی دارید جواب بگویم و آنچه مستند میدانم

  2. د محترمی ملالی لیلا د وطنی – انسانی احساساتو د ستائنی په ترڅ کی، ددې ډول موضوعاتو په هکله می زړه د ډیرو خوږو او ترخو څخه ډک دئ خو فقط څو کلمې:
    د اورېدو څخه، زموږ د هیواد د اوسېدونکو اکثریت برخه له پښتنو څخه تشکیله سوېده چی پدې حساب:
    اکثریت = سنګین او دروند
    اکثریت = مشر
    اکثریت = د درناوی او احترام وړ
    اکثریت = مدیر او مدبر
    اکثریت = د وضعیت کنټرول کوونکئ
    بناً
    یو مشر او محترم ” کس ” ته نه ښائی چی د یو کشر ” اقلیت ” په وړاندی سپک دریځ ولری.
    د داوود ناجی غوندی کسانو فکری مِعده به د لندن په سوړسَک پړسَوَل سوی وی خو که ځینی احساساتی پښتانه د داوود ناجی سره بالمثل چلند ولری نو ددې سند ثبوت به اسانه وی چی هغوی هم د انګریز په سِحر مسحور دي.

  3. د واقعي تاریخي او آبداتو پر بڼسټ، دا د ننۍ افغانستان خاوره د هزارګانو او پښتنو خاوره ده، کوچنیانو ته لازمه نه ده چه خپل نیکه ته لار وشیي. تحقیقاتي یا بڼسټي تحقیقی کتابوونو پر بڼسټ زما خبرې ولاړي دي او نه د احساساتو، غرور او جهالت پر بڼسټ! نیمروز د توله آسیایي تجارتي منطقه د هند او چین و روسیه و عربی مماالکو مرکز ؤ، تر هغه چه اسکندر خبیث خپله امپر اطوري پر ټوله آسیا وغزوله او دغه د مقدوني د دورې امپر اطوري ۲۵۰ زیاد و کم کلوونه دوام ومینده او د اسکندر خبیث راز د ده د پلار پر دکترین یا راز «خلک او نظامونه بیل کړه د تفرقې له لارې او ورباندې غلبه وکړه!»(اوږد تاریخي داستان دی، خو دا او نور ووایست:https://de.wikipedia.org/wiki/Alexanderreich)۰ چه له هغې زمانې نه تفرقه آسیا ته ګډه شوه۰ د اسکندر خبیث اصلي کلني مقاموونه ننۍ تاجکستان، جبل السراج او پنشیر چه الکساندریا نومېدل او د ژمي مقام يې جلال آباد ؤ! که څه چه د ۱۱۷۷ پخوا له میلاده https://en.wikipedia.org/wiki/1177_B.C.:_The_Year_Civilization_Collapsed د غربی اروپا حملې پر مصر او بابل پر فرعونو او کاسیانو په بابل کې د تمدن او انسانیت دوره ختمه او نړۍ کې اور واچول شو او تر نن او دا شېبه نړۍ په دغه اور کې سوزي۰ لڼډه یې چه تاجک له تاجکستان نه ، ازبک له ازبکستان نه، ترکمن له ترکمنستان نه او داسې نور افغانستان ته راوړل شول چه تفرقه د اروپا په ګټه تمامی شي چه وشو، او لا هم پر دغه پلان روان دی. ننی افغانستان د هزارګانو او پښتنو مال دی! او بس! اوس بله دوره ده او بله زمانه هر غلط قدم یا خبره افغانستان نابوودۍ خوا ته بیایي تر ډېرو پښتنو زه په هزارګانو ویاړم او دا زما نظر دی د اسنادو پر بڼسټ! زما تایپي غلطي وبخشئ، ګلوونه دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی