یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد ناکامورا پارک، ځلی او کانال پرانیستل شول

د ناکامورا پارک، ځلی او کانال پرانیستل شول

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۰ مه) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ټیڅو ناکامورا پارک او کانال د جوړېدو چارې بشپړې او په یو لړ مراسمو کې پرانیستل شوې.

طالب چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې د پیڅو ناکامورا پارک، څلی او د بهسودو پُل ته څېرمه د ناکامورا کانال په پاتې کار یې پنځه نیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د جلال اباد ښاروالۍ له بودجې ورکړل شوي دي.

ټیڅو ناکامورا، چې افغانانو کاکا مراد باله، خپل ژوند د افغانانو د ژوند

ښېګڼې ته ځانګړی کړی و او په همدې لاره کې یې له لاسه ورکړ. نوموړی په ۱۳۹۸ لمریز کال په یوه برید کې ووژل شو خو د برید مسوولیت یې چا پر غاړه وانخیست.

د ډیرو افغانانو په باور کاکا مراد د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري ووژل شو ځکه چې نوموړي د افغانستان اوبه کنټرولولې او بندونه یې جوړول.

د ده له لوري جوړ شوي بنسټ په ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو په برخه کې ګڼې پروژې اجرا کړي چې له کبله یې ډیرې شاړې مځکې خروبې او ابادې شوې دي.

1 COMMENT

  1. داسی عقیده چه نه نیک عمل په خدای وپلوری نه یی پر مخلوق ، د مظلومانو لاس نیول د لیوانو منز کی، هغه ته وایی ناکامورا
    مننه د افغانستان له اسلامی امارت سخه چی د سپیسلو انسانانو په قدر پوهیگی او درناوی یی کوی !
    جزاک الله خیر فی دارین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی