جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار پوهنتون د لوړو زده کړو سرپرست ته افتخاري دوکتورا ورکړه

د ننګرهار پوهنتون د لوړو زده کړو سرپرست ته افتخاري دوکتورا ورکړه

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۹ مه) د ننګرهار پوهنتون د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني ته افتخاري دوکتورا ورکړه.

عبدالباقي حقاني ډیر منتقدان لري او ادعا کېږي چې نوموړی له پوهنتونوالو سره ځانګړې کینه پالی، د پوهنتون استادانو ته په ښه سترګه نه ګوري او په ځلونو یې ګواښلي دي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند خلیل احمد بهسودوال په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د لوړو زده کړو سرپرست ته د هغه د علمي سویې او غوره خدمت له امله دا علمي رتبه ورکوي.

ښاغلي بهسودوال د لوړو زده کړو د وزیر ښاغلي حقاني د خدمتونو کومه بېلګه وړاندې نه کړه او نه یې د هغه د علمي سویې په اړه ډیر څه وویل. خو یادونه یې وکړه چې د لوړو زده کړو په برخه کې د حقاني نوښتونه او د ستونزو په هواري کې د نوموړي همکاري د ستاینې وړ ده.

د طالبانود حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې مناسبت رابلل شوې غونډې ته وویل:« ډېر د ویاړ ځای دی چې په خپل هيواد کې له خپل پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کوي.»

سره له دې چې د حقاني په اړه ویل کېږي چې له عصري علومو سره یې جوړه نه ده، د افتخاري دوکتورا د ترلاسه کولو په غونډه کې یې له نړیوالو شکایت وکړ چې د افغانستان تعلیمي ډګر ته یې شا اړولې ده او همکاري ورسره نه کوي.

ده د پوهنتون استادان دروغجن وبلل، ویې ویل چې هغوی له وطن سره د مینې خبرې کوي خو عملاً یې هیواد پرې ایښی دی.

5 COMMENTS

  1. هغه به هم کوم ملا غوړمال خنزیر وي، دغه خنزیر ته باید په پنجاب کې جوړ سوی د یښې ځنځیر سوغات کړي 😡دغه موزي ته باید جهالت ځنځیر په غاړه کې واچول سي 🐖

  2. یو چا لیکی چی:

    “د لوړو زده کړو پر وړاندې د مبارزې وزير صيب ته يې افتخاري دوکتورا ورکړه.

    ‏نه پوهيږم چي د کوم معيار، کومې پوهي او کوم خدمت له مخې دوکتورا ورکړل شوي ده؟

    ‏د پوهنتون پر چاپلوسي او که د وزير صيب پر نالوستي وژاړو؟”

    همدا غوړه مالان، چا پلوسان او بوټپاکان دی چی همیشه يی د افغانانو په بدبختۍ کی لوی لاس لرلی او په خپله چاپلوسۍ، بوټپاکۍ او غوړه مالۍ يی هیواد او ولس ته لوی زیان رسولی دی.
    د الله لعنت دی پداسی چاپلوسانو، بوټپاکانو او غوړه مالانو وی چی د هیواد او ولس ابرو او عزت ته يی هر وخت لویه صدمه رسولی.

  3. فکر نه کوم چی دا به د پوهنتون د مسوؤلینو په خوښه ترسره شوی وی. حتما ورته ویل شوی، یا په خوله یا په ټوپک!

  4. داد خرو غل جاهل مذهبي لېونۍ څه غول خوري ، دوی هم ځان او هم انسانیت شرموي ! دغه ټول کارونه یې د غولو خوراک دي ! دا جاهلان د انسانیت خلاف دي ، د خپلې مور ، خور خلاف دي او ښځوته دانسان په سترګو نه ګوري ! دا هغه رزیل مکروب دی چې ځان په خپله نابودوي نالت پردې جاهلینو !

  5. ډيره بښنه غواړم بي ادبي د معاف وي زموږ خواته يو متل دی چي پټولای نشم.
    وايي:
    ملا چي څنګه اوبه وويني د کو…….خارش يي شروع شي او استنجا کوي ، نو کيدای شي چي د ملا ته په استنجا کي دا فخري دوکتورا ورګړ شوي وي ځکه يي علت د ورکړي مجهول ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب