لکه څنګه چې جوته ده، په اوسمهال کې کړ په جمله کې له) کړند (فاعل سره برابرېږي. کړند يو نوم یا يؤ نومځری ) ضمير (کېدای شي.
کړند هغه څه یا چاته ویل کېږي چې یوه کړنه ترسره کوي.
بېلګې د رڼاوي لپاره:
✔ ننګيال کتاب لولي <=لولي کړ دی، چې له کړند)ننګيال (سره برابر شوی، کتاب سره نه.
✔ هغه یوه لیکنه کوي <= دلته ‘کوي‘کړ دی، چې له کړند هغه سره برابر شوي.
په اوسمهال کې د کړ اوړون فعلي وروستاړي په دې بڼه دي:
زه ….. م <= زه لرم
ته …… ې <= ته لرې
هغه …. ي <= هغه لري
موږ ….. و <= موږ لرو
تاسو …. ئ <= تاسو لرئ
هغوی … ي <= هغوی لري
دغه قاعده ساده راتلونکي مهال پورې هم اړه لري .يانې که په جمله کې مفعول شته وي، نو کړ ورسره برابرېږي او فعلي وروستاړي هم یو شان پاتې کېږي. که همدا لومړنۍ بېلګې راواخلو، نو داسې راځي:
✔ ننګيال به کتاب ولولي.
✔ هغه به یوه ليکنه وکړي.
په تېرمهال د تېرمهال په ټولو ډؤلونو کې بیا داسې نه ده. هلته کړ له مفعول سره برابرېږي او هغه هم په نوږي )جنس ( او شمېر)عدد) کې.
لومړی پر ساده تېرمهال رڼا اچوو او وروسته د تېرمهال پر نورو ډولونو.
که پورتنۍ بېلګې راواخلو او په ساده تېرمهال کې وکاروو، نو داسې راځي:
✔ ننګیال کتاب ولوستو. <= دلته ‘ولوستو‘ کړ دی چې له مفعول ‘کتاب‘ سره برابر شوی دی او کتاب نرينه/یوګړی) مذکر /مفرد) دی.
که چېرې کتابونه په جمله کې راغلي وای، نو د ‘ولوستو‘ پر ځای ولوستل راځي – یانې د کړ په ريښه پسې ل تړل کېږي.
✔ هغه لیکنه وکړه. <= دلته ‘وکړه‘ کړ دی چې له مفعول ‘لیکنه‘ سره برابر شوی دی او ډوډۍ ښځینه/یوګړی ) مونث /مفرد) دی.
که چېرې پۀ جمله کې ليکنې د لیکنه جمع راغلې وای، نو بیا د ‘وکړه‘ پر ځای وکړې راځي – یانې د کړ په ريښه پسې اوږده ې تړل کېږي.
د پورتنيو بېلګو پر بنسټ دا څرګندېږي، چې په تېرمهال کې کړ پورې يو ځانګړی فعلي وروستاړی تړل کېږي، کله چې له مفعول سره په نوږي او شمېر کې برابر شي.
★ که مفعول نرینه یوګړی وي، نو کړ ریښه پسې و )واو( تړل کېږي لکه ما کتاب ولوستو.
★ که مفعول نرینه ډېرګړی وي، نو کړ ریښه پسې ل ) لام( تړل کېږي لکه ما کتابونه ولوستل.
★ که مفعول ښځينه یوګړی وي، نو کړ ریښه پسې )ه (زور تړل کېږي لکه ما ليکنه وکړه.
★ که مفعول ښځينه ډېرګړی وي، نو کړ ریښه پسې ې )اوږده یې( تړل کېږي لکه ما ليکنې وکړې.
خو په اوسني ليکدود کې “يوازې” کړ پسې و ) واو ( نــه تړل کېږي، که مفعول نرينه/یوګړی وي. کله ورپسې ه )زورکی ( تړل لکه وواهه )ووهلو( او وتاړه )وتړلو … ( او کله ورپسې هېڅ هم نه تړل کېږي لکه وښود )وښودو(، وکړ )وکړو(او داسې. خـــو که چېرې داسې پاتې شي، نو ژبنۍ ربړې او ستونزې زده کوونکو لپاره پنځوي. که چېرې همدا ځانګړی فعلي وروستاړی ‘و‘ وکاروو، نو له دې سره به اسانتيا رامنځته شي، یوه نوې او اړینه قاعده به رامنځته شي او په لر او بر کې ژبنی نژدوالی ډېر شي.
د دغې سولمنې )منطقي ( او اړینې قاعدې له مخې به د کړونو ریښو پسې و وروستاړی تړو، چې کله مفعول په تېرمهال کې نرينه یؤګړی وي.
کره بنه…اوسنۍ بڼه..بېخي ناسم:
وکړو…. وکړ …. اوکړ /اوکړو
وښودو ….. وښود….. اوښود/اوښودو
وکتو…. وکاته … اوکاته/اوکتلو
ونیوو .. ونیوه .. اونیوه/ اونیولو
وخوړو … وخوړ …. اوخوړ /اوخوړلو
ولوستو … ولوست …. اولوست/اولوستو
ووهلو… وواهه … اواهه /اوهلو
ولیکو … ولیکه … اولیکه /اولیکو–لو
او داسې نور
ساده تېرمهال په دې هم اسانه پېژندل کېږي، د فعلي وروستاړو تر څنګه “یـــو” فعلي مختاړی هم لري – يانې ‘و‘. پورته بېلګې وګورئ؛ ټولې په و پيلېږي.
یادونه: که چېرې په غونډله )جمله ( کې مفعول نه وي راغلی، نو بیا کړ له کړند سره برابرېږي او له هماغو فعلي وروستاړو سره اړول کېږي لکه په اوسمهال کې، خو یوازې د درېیم کس یو او ډېرګړی( هفه اوهغوی( لپاره بدلېږي.
زه …… م: زه لاړم )لکه په اوسمهال کې(
ته …….. ې: ته لاړې )لکه په اوسمهال کې(
هغه …… و: هغه لاړو
موږ…….. و :موږ لاړو )لکه په اوسمهال کې(
تاسو…….ئ: تاسو لاړئ )لکه په اوسمهال کې(
هغوی … ل: هغوی لاړل
څنګه چې په پيل کې یادونه وشوه، د تېرمهال په نورو ډولونو کې هم کړ له مفعول سره برابرېږي، که چېرې په غونډله کې یو مفعول راشي.
نابشپړ )جریاني( تېرمهال:
دا مهال هله کارول کېږي، کله چې یوه کړنه په تېرمهال کې روانه وي.
که پیلنۍ دوې بېلګې راواخلو:
✔ ننګيال کتاب لوستلو.
✔ هغه یوه ليکنه کوله.
✔ ننګیال کتابونه لوستل.
✔ هغه ليکنې کولې.
!! کوم فعلي وروستاړي چې په ساده تېرمهال د مفعول – کړ برابرونې لپاره راځي، هماغه په نابشپړ تېرمهال کې هم راځي. یوازېنی توپير یې دا دی، چې په نابشپړ تېرمهال کړنومی )مصدر( نه بدلېږي – لکه په ساده تېرمهال کې چې کول پر کړ اوښتی. همدارنګه د کړ تر ريښې مخکې ‘و‘ مختاړی نه راځي.
نږدې بشپړ تېرمهال:
دا مهال هله کارول کېږي، چې یوه کړنه ترسره شوې وي او له اوسمهال سره ډېر مهالي واټن ونلري او اغېز یې تر اوسمهال پورې وغځېږي.
که پیلنۍ دوې بېلګې راواخلو:
✔ ننګيال کتاب لوستلی دی
✔ هغه یوه ليکنه کړې ده.
✔ ننګیال کتابونه لوستلي دي.
✔ هغه ليکنې کړې دي.
څنګه چې له بېلګو معلومېږي، په نژدې بشپړ تېرمهال کې کړ له دوو برخو جوړ دی، چې یو آر )اصلي( کړ دی او بل مرستيال کړ.
دغو جملو کې لوستل او دی/دي/ده مرستيال کړ دی چې په برابرونه کې بېل فعلي وروستاړي لري.
* نرينه مفعول يوګړی: کړ+ی دی
* نرينه مفعول ډېرګړی: کړ+ي دي
* ښځينه مفعول يوګړی: کړ+ې ده
* ښځينه مفعول ډېرګړی: کړ+ې دي
ليرې بشپړ تېرمهال:
هله کارول کېږي، چې کله یوه کړنه ډېر شاته په تېرمهال کې بشپړه ترسره شوې وي او له اوسمهال سره هېڅ تړون نه لري.
که بیا پیلنۍ بېلګې راواخلو:
✔ ننګيال کتاب لوستلی و.
✔ هغه یوه ليکنه کړې وه.
✔ ننګیال کتابونه لوستلي ول.
✔ هغه ليکنې کړې وې.
دلته فعلي وروستاړي نژدې بشپړ تېرمهال ته ورته دي او يوازې مرستيالکړ بدلېږي.
* نرينه مفعول يوګړی: کړ+ی و
* نرينه مفعول ډېرګړی: کړ+ي ول
* ښځينه مفعول يوګړی: کړ+ې وه
* ښځينه مفعول ډېرګړی: کړ+ې وې
ليکنه: کامران منګل