دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+وېشلی فعل | څېړنیار شریف الله دوست

وېشلی فعل | څېړنیار شریف الله دوست

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی

پښتو شمال ختیځه آریاني ژبه ده، د لرغونو آریاني (اوستا، زړې ساکي …) او  اندوآریايي(سنسکریت- ویدي) په څېر یې ډيري لرغوني ځانګړني خوندي کړي دي. ویشلی فعل د پښتو ژبي د فعلونو له ډلي څخه خورا ډېر کارېدونکی فعل دی چي پر یوه وخت یو فعل پر دوو برخو وېشل کیږي. د وېشلي فعل موضوع تر اوسه د پښتو ژبي په یوه ګرامر کښي نه ده لیدل سوې، لکه:(پوهاند رښتین، پوهاند زیار،پوهاند خویشکي، پنزل، شفییف ګرامرونه او زما د قدرمن لارښود استاد پروفیسور اورمړ په وینا دی هم نه دی ورسره مخ سوی او نه یې د لارمیر، ګرونبرګ، لبیدیف، دوریانکوف په روسي – پښتو ګرامرونو کښي لوستي.) نه یې د نورو پوهانو په دودیزو او معاصرو ګرامرونو کښي یادونه سوې، نه هم تر دې ګړیه زه د پښتو ژبي په نورو لویو ویښتونو (لهجو) کښي ورسره مخ سوی یم. ځکه نو د دې موضوع کشف وهڅولم چې ویې لیکم او د پښتو ژبې تر علاقمندانو یې ورسوم. د وېشلی فعل دا جوړښت او ترکیب زموږ په اند تر دمګړیه د لوی کندهار په لهجې (روزګان، زابل، خاص کندهار، هلمند، فراه او نیمروز تر ځینو سیمو) ډېر کارېدنګ لري.

ولي وېشلی فعل؟

دې فعل ته دمګړی ځکه وېشلی فعل/divided verb وایو او په دې نوم یې نوموو چي په یوه جمله کښي مرکب فعل پر دوو مورفیمیکي برخو او یو، یوستوی فعل پر دوو فونیمیکي برخو وېشل کیږي. یوه برخه یې د جملې په سر او بله یې د جملې په منځ او پای کښي راځي. په پښتو ژبه کښي دا فعل تر ډېره د ټینګار، تعلیل (Cause)، حیرانتیا (Wonder) او واسطې په حالاتو کښي د کلام د شاوخوا ټولو اجزاوو سره کاریږي.

تېره زمانه، متکلم، مفرد شخص(نارینه)؛

” د جملې پر سر او پای د فعل وېش “

– ولا پر پښو ړم! (ټینګار، حیرانتیا) /م،m/= د مخاطب ضمیر له پاره./ عادي جمله: پر پښو ولاړم(نارینه):

Wlā pәr pṩo ṛ-әm/ṛ-am.

ښځینه: ولا/لا پر پښو ړمه.

wlā   pәr  pṩo – ṛ-ә m– a.

شننه: (ولا یا لا) د فعل لومړۍ برخه، (پر) سربل ، پښو(جمع نوم)، (ړَ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(م/mә) د مفرد متکلم، متصل ضمیر له پاره.

– ولا په چټکۍ ړم! (ټینګار، حیرانتیا) ؛/ عادي جمله: په چټکۍ ولاړم.

Wlā  pә čaṭәkәy ṛәm.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ، چټکۍ(قید)، (ړ/r) د فعل ریښه، دویمه برخه.(م/ әm) د مفرد متکلم، متصل ضمیر له پاره.

ولا په ځغاستا ړم! (ټینګار، حیرانتیا) / عادي جمله: په ځغاستا ولاړم.

wlā  pә  ǰγāstā  ṛәm.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ، ځغاستا(قید)، (ړ/r) د فعل ریښه، دویمه برخه.(م/mә) د مفرد متکلم، متصل ضمیر له پاره.

– ولا په پټه ړم.! (ټینګار، حیرانتیا) / عادي جمله: په پټه ولاړم.

wlā  pә  pәṭә  ṛәm.

بې سربله: ولا پټ ړم.

wlā   paṭ  ṛ- әm.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،پټ(صفت)، (ړَ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(م/ әm) د مفرد متکلم، متصل ضمیر له پاره.

ولا  په ښکاره ړم! (ټینګار، حیرانتیا) / عادي جمله: په ښکاره ولاړم/ لاړم.

wlā  pә  ṩkāra  ṛ-әm.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،ښکاره(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(م/m ә) د مفرد متکلم، متصل ضمیر له پاره.

تېره زمانه، مخاطب، مفرد شخص(نارینه – ښځینه)؛

” د جملې پر سر او پای د فعل وېش “

– ولا پر پښو ړې!/ې e/= مخاطب ضمیر له پاره(ډېر کارېدونکې). عادي جمله: پر پښتو ولا ړې.

Wlā pәr pṩo ṛe.

بله بڼه: لا پر پښتو  لې.(لږ کارېدونکې)

wlā  pәr  pṩo  le.

ولا  پر  پښو  ړلي.(ډېره لږ کارېدونکې)

wlā  pәr  pṩo  ṛ-ә le.

شننه: (ولا یا لا) د فعل لومړۍ برخه، (پر) سربل ، پښو(جمع نوم)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ې/e) د مفرد مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

– ولا په چټکۍ ړلې!

Wlā  pә čaṭәkәy ṛ-e.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل، چټکۍ (قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(لې/le/ ṛle /ṛe) د مفرد مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

ولا  په  ځغاستا  ړې!

wlā  pә  ǰγāstā  ṛ-e.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل، ځغاستا(قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ې/e) د مفرد مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

– ولا په  پټه  ړې.

wlā  pә  pәṭә  ṛ-e.

بې سربله: ولا  پټ  ړې!

wlā   pәṭ ṛ- e.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،پټ(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ې/e) د مفرد مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

ولا  په ښکاره  ړې!

wlā  pә  ṩkāra  ṛ-e.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،ښکاره(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ې/e) د مفرد مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

تېره زمانه، غایب، مفرد؛

” د جملې پر سر او پای د فعل وېش “

– ولا پر پښو  ړی!

Wlā pәr pṩo ṛ-ay.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (پر) سربل ، پښو(جمع نوم)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ی/ay) د مفرد غایب، متصل ضمیر له پاره.

ولا په چټکۍ ړی!

Wlā  pә čaṭәkәy ṛ-ay.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ، چټکۍ(قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ی/ay) د مفرد غایب، متصل ضمیر له پاره.

– ولا  په  ځغاستا  ړی!

wlā  pә  ǰγāstā  ṛ-ay.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ، ځغاستا(قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ی/ay) د مفرد غایب، متصل ضمیر له پاره.

ولا په  پټه  ړی!

wlā  pә  pәṭә  ṛ-ay.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،پټ(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ی/ay) د مفرد غایب، متصل ضمیر له پاره.

ولا  په ښکاره  ړی!

wlā  pә  ṩkāra  ṛ-ay.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،ښکاره (صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ی/ay) د مفرد غایب، متصل ضمیر له پاره.

تېره زمانه، مخاطب، جمع؛

” د جملې پر سر او پای د فعل وېش “

– ولا پر پښو ړاست!

Wlā pәr pṩo ṛ-āst.

شننه: (ولا یا لا) د فعل لومړۍ برخه، (پر) سربل، پښو(جمع نوم)، (ړ/ṛ) د فعل د ریښې دویمه برخه (ست/āst) د جمع مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

– ولا په چټکۍ ړاست!

Wlā  pә čaṭәkәy ṛ-āst.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ، چټکۍ(قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.( ست/ āst) د جمع مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

ولا  په  ځغاستا  ړاست!

wlā  pә  ǰγāstā  ṛ-āst.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ، ځغاستا(قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه (ست/ āst) د جمع مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

– ولا په  پټه  ړاست. یا هم – ولا  پټ  ړاست!

wlā  pә  pәṭә  ṛ-āst.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،پټ(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.( ست/ āst) د جمع مخاطب ،متصل ضمیر له پاره.

ولا  په ښکاره  ړاست!

wlā  pә  ṩkāra  ṛ-āst.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،ښکاره(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.( ست/ āst) د جمع مخاطب، متصل ضمیر له پاره.

تېره زمانه، غایب، جمع؛

” د جملې پر سر او پای د فعل وېش “

– ولا پر پښو  ړل!

Wlā pәr pṩo ṛ-al.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (پر) سربل ، پښو(جمع نوم)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ل/lā) د جمع غایب متصل ضمیر له پاره.

ولا په چټکۍ ړل!

Wlā  pә čaṭәkәy ṛ-āl.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل، چټکۍ(قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ل/lā) د جمع غایب، متصل ضمیر له پاره.

– ولا  په  ځغاستا  ړل!

wlā  pә  ǰγāstā  ṛ-al.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل، ځغاستا(قید)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ل/lā) د جمع غایب، متصل ضمیر له پاره.

ولا په  پټه  ړل!

wlā  pә  pәṭә  ṛ-al.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،پټ(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ل al) د جمع غایب، متصل ضمیر له پاره.

ولا  په ښکاره  ړل!

wlā  pә  ṩkāra  ṛ-al.

بې سربله: ولا ښکاره ړاست.

wlā   ṩkāra  ṛ – āst.

بله بڼه: ولا په ښکاره ړلاست.

شننه: (ولا) د فعل لومړۍ برخه، (په) سربل ،ښکاره(صفت)، (ړ/ṛ) د فعل ریښه، دویمه برخه.(ṛ-lāst/ل/al-āst) د جمع غایب، متصل ضمیر له پاره.

متکلم، تېره ساده زمانه؛

– د (کښېنستم) فعل

مثبته:کښې په دې نستم چي ستړی سوم!/عادي جمله: په دې کښېنستم چي ستړی سوم.

kṩe  pә  dә  nastam  čɪ  staṛay  swәm.

شننه: (کښې) د فعل لومړۍ برخه، (په دې) د تعلیل ترکیب (نست/nast) د فعل ریښه، دویمه برخه.(م/әm) د مفرد متکلم، متصل ضمیر له پاره. (چي) وستربل، (ستړی) صفت، (سوم) فعل.

منفي:کښې په دې نه نستم چي هوسا وم!/عادي جمله: په دې نه کښېنستم چي هوسا وم.

kṩe  pә  dә  nә  nastam  čɪ  hosā  wәm.

شننه: (کښې) د فعل لومړۍ برخه، (په دې) د تعلیل ترکیب، (نه) نفي، (نست/nast) د فعل ریښه، دویمه برخه.(م/әm) د مفرد متکلم، متصل ضمیر له پاره. (چي) وستربل، (ستړی) صفت، (سوم) فعل.

بېلابیلي جملې؛

دره  ځکه   نه غلم   چي  یخ  و.

dara   ǰaka   nә/na   γlәm  čɪ  yax   wu.

را  ځکه  نه غله چي  مېلمانه یې لرل.(تېره، غایبه، ښځینه)

rā   ǰaka   nә  γlә  čɪ  melmānә  ye  lә rәl.

را  به   ژر   سي.(راتلونکې، غایبه، نارینه –  ښځینه)

rā   bә  žә r  si.

را  پر  آس لی.(تېره زمانه، غایب، نارینه)

rā   par  ā s  lay

را  پر  آس له.(تېره، غایبه، ښځینه)

rā   pә r  ā s  lә.

را  په دې غی/غلی چي خپه و.(تېره، غایب، نارینه)

rā   pә   de   γay/γlay  č i  xapa   wu.

شننه: (را) پلوي یا طرفي ضمیر، (په دې) د تعلیل ترکیب، (غ/غل) د فعل ریښه، (چي) وستربل، (خپه) صفت، (و) فعل.

را په دې له چي ناروغه وه.(تېره،  غایبه، ښځینه)

3 COMMENTS

  1. فکر کوم دا ستونزه یواځې په یوې خاصې لهجې کې شته ، په ټوله پښتو ژبه کې دومره سخته ګرامري پېچلتیا به نه وي . له همدې امله د پښتو ژبې ګرامر پوهانو دا سیمه ییزه ګرامري برخه په خپلو آثارو او تالیفاتو کې نه ده راوړي . کوم شي چې عام نه وي ، مونږ ولې یو اضافي بار پر ټوله ژبه علاوه کړو.
    ښه به دا وي ، چې خپله ژبه ساده ، عام فهمه ، ستندرد او معیاري کړو . زمونږ ژبپوهان باید په ګډه سره په دې برخه کې کار وکړي ، انفرادي هڅې ډېرې شویدي ، ټولو ته د الله تعالی اجرونه ورکړي ، خو کوم تصمیم چې په ګډه او اتفاق سره نیول کيږي ، نتیجه یې ترټولو ښه وي.

  2. بریال صاحب
    هیله ده رمټ صحت ولرې؛
    لومړی خو دا ستونزه نه بلکي د پښتو ژبي ګرامري جوړښت دی چي لویه برخه پښتانه یې په ویړه جغرافیه کښي وايي. دویم وېشلی فعل پېچلتیا خو نه لري حتی جالبوالی او خوږوالی لري. درېیم، په پښتو ژبه کښي لا هم داسي موضوعات سته چي ژبپوهان نه دي ورته متوجه سوي، دا دی سوکه سوکه به معلوم سي. څلورم دا چي د ژبي په واقعي جوړښت کښي سته موضوع اضافي بار نه بلکي د ژبي خپل مال وي. د ژبي معیار او عام فهمي بېل بېل مفاهیم دي، لوی بجث ته اړتیا لري. وېشلی فعل د ولس په منځ کښي ویل کیږي او منلی ځای لري دا په لیکدود اړه نه لري چي ژبپوهان پر راټول سي د سم او ناسم پرېکړي یې وکړي. درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب