- تا در تن تست استخوان و رگ و پی
از خانه تقدیر منه بیرون پی
گردن منه ار خصم بود رستم زال
منت مکش ار دوست بود حاتم طی
چی په تن کی لرۍ وینه چی ژوندي یاست عزیزانو
چی رسېږي له تقدیره هغه ومنۍ یارانو
چی تسلیم نه سۍ انسان ته که دښمن مو رستم زال وي
که مو دوست حاتم طی وي منت مه وړۍ د دوستانو
اکنونکه جهان را بخوشی دسترسیست
هر زنده دلی را سوی صحرا هوسیست
بر هر شاخی طلوع موسی دستیست
در هر نفسی خروش عیسی نفسیست
د چا لاس چی تر خوښیه ور رسېږی وخت یې دا دی
د هر چا چی زړه ژوندی دی نو هوس یې د صحرا دی
په هر ښاخ کی د گلونو د موسی د لاس اثر دی
هر نفس چی ایستل کېږی پکښی خروښ د مسیحی دی
بر پشت من، از زمانه تو میآید
وز من همه کار نا نکو می آید
جان عزم رحیل کرد و گفتم که مرو
گفتا چه کنم ؟ خانه فرو می آید
له بې نیازی زمانې مي پر اوږو بارونه لوېږي
له سهاره تر ماښامه گناهونه رانه کېږی
روح د تللیو عزم وکړ ما وې مه وزه له تنه
ویل څه لره سم پاته کور پخپله را نړېږی
دشمن به غلط گفت که من فلسفیم
ایزد داند انچه او گفت نیم
لیکن چو درین غم آشان امده ام
آخر کم از انکه من بدانم که کیم
په غلطه دښمن وایی فلسفی په عقیده یم
غلیمان چی هر څه وایی خدای خبر دی هغه نه یم
خو چی راغلم دې دنیا ته ، دې ځالۍ ته د غمونو
پوهېدلی په دې نه یم چی زه څوک یم چی زه څه یم
رفتم که درین منزل بیداد بدن
در دست نخواهد بجز از باد بدن
آنرا باید به مرگ من شاد بدن
کز دست اجل تواند آزاد بدن
د ستم په دې دنیا کی به څوک ولی لا اوسېږي
درنه ځم چی بېله باده هیڅ په لاس کی نه پاتېږی
هغه څوک دي وي خوشاله زما په مرگ دي هوسېږي
چی ترغاړي یې منگولي د اجل نه ور رسېږی
رندی دیدم نشسته بر خنگ زمین
نه کفر و نه اسلام و دنیا و نه دین
نه حق نه حقیقت نه شریعت نه یقین
اندر دو جهان که رابود زهره ء این
رند می ولیدی چی ناست وو مست له څنگه دخمونو
نه پر کفر نه اسلام وو نه یې غم د مذهبونو
نه پر حق نه حقیقت و نه یقین نه شریعت وو
زړه ور بل دی چا لیدلی پر دې دواړو جهانونو
از کوزه گری کوزه خریدم باری
ان کوزه سخن گفت ز هر اسراری
شاهی بودم که جام زرینم بود
اکنون شده ام کوزه هر خماری
یوه ورځ می له کلاله کوزه رانیول یارانو
کوزې ټول اسرار بیان کړل د جهان او جهانیانو
زه په خپل وخت کی پاچا وم طلایی می وه جامونه
دا دی اوس لاس پرلاس گرځم په محفل کی د رندانو
بر شاخ امید اگر بری یافتمی
هم رشته خویش را سری یافتمی
تا چند ز تنگنای زندان وجود
ای کاش سوی عدم دری یافتمی
یا له ښاخه د امیده پیدا کړی می ثمر وای
د ژوندون پر ورکو لارو را معلوم د تناو سر وای
لا تر څو به زه بندی یم د وجود په دې زندان کی
کشکی خدایه را څرگند خو د نیستۍ د لوری ور وای