پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپه پښتو کې د عربي کليمو ليکلار/ فضل قادر انډيوال

په پښتو کې د عربي کليمو ليکلار/ فضل قادر انډيوال

ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره پښتو د عربي ژبې ځانگړى اغيز خپل کړى دى، د عربي ډېرې کليمې په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي.

يوه ډول  مفغن او بل نامفغن:

١_ هغه عربي توري چې په مفغن کيدو سره يې ارمعنا بدلون مومي نو دغه کلمې بايد په اصلي بڼه وليکل شي. لکه قاضي، حاکم، الصلوة، محکمه….

٢_ هغه کلمې چې په مفغن کيدو يا بدلون سره يې اصلي معنا بدلون نه مومي، نو بيادې  په بدله بڼه وليکل شي، لکه خلق – خلک، نقل – نکل، طمعه = تمه، قميس – کميس، قصه – کيسه، بيعه – بيه، او داسې نور.

او بله دا چې دغه کلمې، په پښتو ژبه کې دومره کارول کيږي، چې د پښتو خپلې کلمې گڼل کيږي او د عربي په بڼه یې پښتانه په اسانۍ سره نه شي اداء کولې، په همده ډول يې ادا کول اسانه دي نو بيا دې په همدې  ډول وليکل شي او ژبپوهانو هم منلي ده  خو يوازې يو څو د گوتو په شمار کسان دي چې دا خبره نه مني او سختي يې رامنځته کړې.

که موږ چيرې د عربي کلمې ټکي پر ټکي ليکو نو عربان دې هم زمونږ ټکي هو به هو وليکي. لکه جاپان، پاکستان، ننگرهار.چې جابان، باکستان او ننجرهار ليکي.

يوه خبره د مخرج کوم، چې د تجويد په علم کې د قرآن کريم د تلاوت پر مهال د مخارجو زيات خيال ساتل کيږي او د حروفو د اداء کولو پر مهال د خولې او غاښونو د مخارجو خيال ساتل اړين دى.

مخرج زه په دوو برخو ويشم :

يو فطري او بل  کسبي :

 فطري مخرج هغه ته وايي چې يو ماشوم يې په فطري ډول په کورنۍ کې زده کوي. بل کسبي مخرج هغه ته وايي چې د ښوونکي د ښوونې له مخې زده کيږي. يو حقيقت دا دى چې که په يوې ژبې کې د کوم ټکي مخرج نه و د هغې ژبې د ويونکو په خولې کې په فطري ډول دهغه ټکي مخرج نه وي. ټ، ډ، ڼ، ړ چې پښتانه او اردو ژبي يې په اسانۍ سره ادا کولې شي، په خوله کې مخرج په فطري ډول جوړ شوى دى خو فارسي ژبي او عربان دغه ټکي بيخي نه شي ادا کولاى.

2 COMMENTS

  1. انډېوال صاحب
    تاسو مخرجونه په فطري او کسبي وېشلي دي. ژبه پخپله کسبي ده نو مخرجونه هم ټول کسبي دي. بهتره به وي چې مخرجونه لومړني او دویمي وګڼل شي. د لومړۍ ژبې (چې ماشوم یې په کورنۍ کې زده کوي) مخرجونه لومړني دي او کله چې نورې ژبه زده کېږي، د نورو ژبو مخرجونه ټول دویمي ګڼلای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب