دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د کړکۍ کیسه موږ ته څه وایي؟ / میمونه کامران

د کړکۍ کیسه موږ ته څه وایي؟ / میمونه کامران

د اغلې شریف دا کیسه چې د “کړکۍ” تر نامه لاندې لیکل شوې ده، یوه داسې کیسه ده، چې له یوې کړکۍ یې د پښتنو ښځو ژوند انځور کړی دی.
د دې کیسې انځورونه عالي دي. لیدلوری یې لومړنی دی. د پېښو ترمنځ یې یو ښه تسلسل موجود دی. تلوسه هم په داسې انداز موجوده ده، چې لوستونکی/ې ځانته جذبوي او د کیسې تر پایه یې له ځان سره ساتي.

د پیغامونو له نظره هم دا کیسه ډېر څه د ویلو لپاره لري. د کړکۍ په کیسه کې د یوې افغانې او پښتنې مېرمنې د ژوند ډېر ترخه حقیقتونه را برسېره شوي دي.
په دې کیسه کې د ټولنې له خوا د پښتنې ښځې شتون عیب ګڼل کېږي. په کیسه کې د ښځې نفس بندیږي، حتا پوزه یې بنده ده، زړه یې چودو ته نږدې ده او غواړي تازه هوا واخلي. دا هغه افغانه مېرمن ده، چې د ټولنیزو محدودیتونو له امله د څلورو دیوالونو بندیوانه ده،دومره په تنګ شوې ده چې نفس یې بنديږي. هغه حق چې خدای (ج) ټولو مخلوقاتو ته ورکړی دی، خو یوه افغانه مېرمن ترې محرومه ده، او ازاد اکسیجن ته لاسرسی نلري.
تر دې چې کله مجبوریږي د کړکۍ دروازه خلاصه کړي، بې واکه سر د باندې باسي، ساه اخلي او وایي چې کاش مخکې مې کړکۍ خلاصه کړې وای.
خو هغه ښځه چې د ساه اخیستو په هوډ کړکۍ خلاصوي، د سړیو فکر ورته را اوړي، خپل کارونه یې په ځای پاتې وي، او په ښځه کې یې سترګې خښې وي لکه کله یې چې هم دا موجود نه وي لیدلی.

د کیسې دا برخه داسې ده؛ ”نفس مې بند بند کېږي پوزه مې بنده ده. زه وایم زړه مې چوي. یوه زره تازه هوا غواړم، کړکۍ ټولې بندي دي. بنډې پرددې ورپورې کش دي. د رڼا او هوا د لګیدو لارې یې نیولې دي. د پردې یوه څنډه ورو پورته کوم. دوړې ورنه لټیږي، خولې ته مې ننوځي. د پردې تر شا ښيښه پهه دوړو او خیرو توربخونه شوې او بهر ورنه نه ښکاري. د کړکۍ یوه دروازه خلاصوم. د تازه هوا څپه دننه راځي بې واکه سر د باندې باسم او په پوزه ساه اخلم، ځان سره وایم کشکې مې مخکې کړکۍ خلاصه کړې وای. د هلکانو خندا اورم، خدازده څه شي ته خاندي؟ ښکته ګورم. کاریګران دي خټي کوي، یو خټو ته ناست دی. بل د اوبو ستل نیولی، څو قد او نیم قد هلکان هم د کاریګرو په منځ کې ولاړ دي. که ګورم څو کارګران پاس ماته ګوري. یوه لاس تر سترکو پورې چتر کړی، بل خپل یوم په دواړو لاسونو نیولی او یو بل ناست دی او خپل لاسونه یې په زنګنو ایښي. یو روان دی خو سر یې زما د کړکۍ خواته کوږ کړی دی. زړه مې کړوپ لویږي، ژر کړکۍ بندوم، پردې کشوم، بېرته په یو کونج کې کېنم“
ښځه د خدای (ج) د نورو انسانانو په شان خپلواک او ازاد شخصیت پیدا کړې ده. خو زموږ په ټولنه کې ورته د مال په سترګه کتل کېږي، او ښځې ته د ملکیت په سترګه کتل په یو بد کلتور بدل شوی دی.

که یو نارینه بد اخلاقي وکړي، هیڅکله به یې د کور میرمنې ونه وایی چې زموږ نارینه زموږ عزت خراب کړ. خو که یوه مېرمن حتا د ساه اخیستو لپاره کړکۍ خلاصوي، نو سمدستي ټاپې او تورونه په ولګول شي.
کړکۍ په دې کیسه کې د اختیار سمبول هم ګڼلی شو، چې په نرواکه ټولنه کې ممکن ښځې حتا د خپلې ساه اختیار هم ونه لري. په هغو ټولنو کې چې فردي ازادي او ډېرو ابتدايي انساني حقونو ته پکې احترام نه وي، فکر کوم د داسې ټولنې د هر اوسېدونکي که نارینه وي که ښځینه یوه کړکۍ شته چې د ټولنې د محدودیتونو له لاسه یې نه شي پرانیستلی.

په کیسه کې لولو: ”څه کېږي؟ څه وکم؟ دوی خو ولیدم؟ چا پېژندلې ونه اوسم؟ چاته ونه وایي؟“
په کیسه کې دا هغه خبرې دي چې ښځه یې دېته مجبوره کړه، چې له ازادې هوا اخیستو څخه هم لاس واخلي او څلورو دیوالونو ته پنا یوسي. دا هغه ډار دی، چې له هرې افغانې ښځې سره یې مل کړی، محدودیت یې په وضعه کړی او له دې سره سره یې د ښځې شتون په ټولنه کې عیب ګڼلی دی. دلته ښځه مجبوره شوې ده چې حتا خلکو د خبرو له امله ساه نشي اخیستی.

د کیسې په برخه کې؛ کله یې له کړکۍ دوه نجونو ته پام شي، چې یو جګ غټ سړی د د دوو وړو نجونو په لور لوی لوی ګامونه اخلي. نجونې چې سړي سره مخامخ کېږي، یوې او بلې خواته کېږي. غواړي سړي له څنکه تېرې شي خو سړي څنګل سره یوه لږیږي، پر شا غورځي. د سودا دوه کڅوړې د سرک په منځ توییږي. کچالان، رومیان او پیاز د لاریو تر پښو او موټرو تر ټېرو لاندې رغړي. دواړه نجلۍ په بیړه او ورخطايي ولاړیږي، خپلې لمنې ټکوي، یو بل ته او تیتو شویو ترکاریو ته ګوري. ښځه کړکۍ خلاصوي، بې اختیاره غږ کوي.هې جینکۍ! د نجونو سترګې په ښځه لګیږي او په شونډو مسکیږي، ښځه هم ورته مسکېږي.
خو ښځه یو غږ اوري: ” نه شرمېږې؟ لویه ښځه یې، ځان خلکو ته ښایي؟“
ښځه چې د غږ لوري ته ګوري، یو سپین ږیری د مخامخ کور په تراس کې ناست وي.
د یوې مېرمنې شتون ته د هر چا زر پام کېږي او په یوه وروسته پاته ټولنه کې یي محوه کېدو ته هره هڅه کېږي، حتا د هر ډول القاب ورکول کېږي او نومونه په کېښودل کېږي.
لکه سپین ږیري چې په ښځې نیوکه کوي. خو که یو نارینه په لویه لار بې نزاکتي کوي یا هم وړې ماشومې مو په لویه لار د ځینو کسانو له بې نزاکتي سره مخ کېږي، هېڅ دا اندېښنې وړ نه ده او د هېچا به ور پام نه شي.

پدې ټولنه کې د سمون لپاره د ښځو نه شتون بهتره لار بلل شوی، خو حال دا چې دا حالت به ټولنه کله هم په پرمختګ برخمنه نه کړي. د یو نسل په محوه کېدو او له خپلو انساني حقونو څخه په محرومېدو به بل نسل ټولنه او هېواد اباد نه کړي.

د پېړیو پېړیو محرمیت، اسارت او د ښځو په وړاندې ظالمانه ذهنیت ښځې اسارت منونکې کړې دي. اغلې شریف په دې کیسه کې ډېره ښه توګه دا واضح کړې ده، چې ښځه څه ډول په ټولنه کې د ټولنیزې بې عدالتۍ قرباني ده.

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب