یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابل ښاروالي: په مرکز ګرمیو او نورو تودونکو سیستمونو کې د لوګي...

کابل ښاروالي: په مرکز ګرمیو او نورو تودونکو سیستمونو کې د لوګي فلتر نصبول ضرور دي

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه)  کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د کمولو او مخنیوي په موخه، ټولو ښاریانو په ځانګړې توګه د لوړو پوړیزو ودانیو، د دولتي او غير دولتي ودانيو، حمامونو، د لامبو حوضونو، رستورانتونو، او د هوټلونو مالکانو او نورو اصنافو ته خبر ورکړی چې د مرکز ګرمۍ او د تودوخې په نورو سیستمونو کې د لوګي د تصفیې د فلټر نصبول اړین دي.

دغې ادارې ویلي، چې د مرکزګرمۍ او د تودوخې په نورو سیستمونو کې د لوګي د تصفیې فلټر د نصب او فعالیت له څرنګوالي څخه څارنه کیږي او چاپیریالي سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.

 سرچینې نه دي ویلي، چې په مشخص ډول به سرغړونکو کسانو سره څه ډول چلند وشي.

تېر کال کابل ښاروالۍ یو شمېر خلک د لوګي ضد فلتر د نه نصبولو له امله نقدي جریمه او د څه وخت لپاره یې کاروباري ځایونه تړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب