تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) راپورونه وایي، چې له امریکا متحده ایالاتو څخه وروسته جرمني هم پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي، څو هغه هېواد ته له لېږدول کیدونکو افغان پنا غوښتونکو سره له ناوړه چلند څخه ډډه وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل، دا هیواد د هغو افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې ټاکل شوې ده جرمني ته ولېږدول شي.
ده ونه ویل چې څومره افغانان به له پاکستان څخه جرمني ته بیول شي.
پاکستاني چارواکو مخکې ویلي ړو، هغه افغان کډوال به له پاکستان څخه ونه باسي چې له دغه هیواده جرمني ته د تلو انتظار باسي.
پاکستان له نن څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو جبري بهیر رسماً پیل کړی دی.
د دوی ځینو یې په تورخم کې رسنیو ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند ورسره کړی، کورونه یې تالاشي کړي، بندیان کړي یې دي او په زوره یې پیسې ورڅخه اخیستي دي.
یو شمېر دغو کډوالو ویلي، چې د پاکستان دا چلند نه شي هېرولی او د طالبانو واکمن رژیم باید په دې اړه غږ پورته کړي.
پرون د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني یوازې د تورخم په لاره، هېواد ته د شاوخوا ۱۵۰ زرو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکړ.
پاکستان ۱،۷ میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې په ناقانونه استوګنې تورن کړي وو، خو وروسته یې د کورنیو چارو وزیر وویل، چې ټول شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال به له دغه هېواده وویستل شي.
د پاکستان دا چلند په پراخه کچه غندل شوی او نیوکې پرې شوي، خو دغه هېواد ټینګار لري چې له خپل دغه دریځه نه په شا کیږي او ټول افغان کډوال وباسي.