دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د افغان کډوالو ۳ میلیارده ډالره پانګه یرغمل شوې

پاکستان کې د افغان کډوالو ۳ میلیارده ډالره پانګه یرغمل شوې

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې پاکستان د افغان کډوالو شاوخوا ۳ میلیارده ډالره پانګه یرغمل کړې ده.

د دغې خونې خونې مشرخان جان الکوزي د طالبانو له چارواکو غوښتي، چې د دغې پانګې د اېستو لپاره لارې چارې ومومي.

الکوزي ویلي: افغان کډوالو په پاکستان کې کابو ۳ مېلیارد ډالره پانګونه کړې او د پاکستان ۳۰ سلنه اقتصاد د افغانانو پانګونه جوړوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان کډوالو په پاکستان کې شاوخوا ۴۰۰ فابریکې لرلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان دا کړنه غندلې او ویلي: « هېڅوک حق نه‌لري چې د خلکو شخصي ملکیت ترې واخلي یا هغه غصب کړي. دا د هېچا حق نه‌دی او دا په اشخاصو پورې اړه لري او کولای شي چې بېرته یې افغانستان ته راوړي. موږ غیرقانوني فشارونه او غیرقانوني غوښتنې غندو.»

هغه په مشخص ډول د دغې یرغمل شوې پانګې د خلاصون لپاره د خپل رژیم د اقداماتو یادونه نه ده کړې.

4 COMMENTS

  1. پاکستان د یوه پخوانی امیر المومنین ملامنصور د پنځه نیم میلیارد کلدارو جایدا او نقده شتمنی هم زورګیرره کړه دا شتمنی د زیات شمیر افغانانو د وینو او دسرونو په بدل کی ترلاسه شوی وه اسلامی امارت دی د تجارو او عادی مهاجرو برعلاوه د ملامنصور او نورو غټو ملایانو غصب شوی شتمنی هم له پاکستانه وغواړی خان جان الکوزی صاحب دی د تجارو دشتمنی غم وکړی ګلبدین دی دعادی مهاجرو او ذبیح الله مجاهد دی د ملاصاحبانو د شتمنی او کورنیو او زنانه و بازخواست وکړی او ټول دی له پاکستانه راخلاص کړی دا دری واړه یعنی تجار ګلبدین او ذبیح الله مجاهد چی لاس یو کړی ټول پاکستان ورخطا کولای شی، خو دوی هسی د پنجاب د وریځو د اوښ ویری اخیستی دي. نو وطنوالو دوی ته جرات ورکړئ.

  2. دا هر څه چی کیږې دا د طالب له سره په هم غږی کیژی طالب ته له هر څه نه د پاکستان ګټی مهمی دی دا خبر چې طلب کوی دا دخلکو د پام اړولو دپاره کوی طالب او پنجابی دواړه د یو مور ځامن دی دطالب سرمایه او ناموس پاکستان ګرو کړی دې

  3. افغانانو ته پکار ده چې په بین المللی محکمه کې په پاکستان دعوه وکړي او خپل د پاکستان په لاس او د طالب په خوښه غصب شوی مالونه بیرته واخلي. او د پنجاب د غلامانو نو ټغر هم ورټول کړي.

  4. هههه! موږ غیر قانوني فشارونه او غیر قانوني غوښتني غندو!
    بل څه نه کوای شي او نه حتی ويلای شي.
    فقط غندو غندو او غندو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب