سه شنبه, مې 7, 2024
Home+په امریکا کې د هیروینو ضد واکسین جوړ شو

په امریکا کې د هیروینو ضد واکسین جوړ شو

تاند- د امریکا د مونتانا پوهنتون څېړونکي د هیروینو او نورو مخدرو موادو په وړاندې د یوه واکسین په کلینیکي ازمېښت بوخت دي.

د میډیکل ایکسپریس د راپور له مخې، دا واکسین د هغو کسانو د ژغورلو لپاره دي چې په مخدرو موادو روږدي دي یا په تصادفي ډول یې تر اندازې ډیر مخدر مواد استعمال کړي وي.

د امریکا د روغتیا د ملي ادارې پر اساس، په متحدو ایالتونو کې په ۲۰۲۱ م کال یولکو ۶ زره تنه د مخدرو موادو د استعمال یا ناوړه کارونې په علت مړه شوي دي.

په دې شمېر کې ۷۱ زره د مصنوعي مخدرو موادو لکه فنیټانیل له کبله مړه شوي دي.

د یو ایم د طبي مرکز څېړونکی ډاکتر جي ایوانز، چې پر دغه واکسین کار کوي، د دې څېړنې لارښود دی.

هغه وايی، اټکل کوي چې خپل واکسینونه به د ۲۰۲۴ په لومړیو کې پر انسانانو وازمويي.

په پام کې ده چې په لومړني واکسین هیروین په نخښه شي او لږ وروسته به پر فنیټانیل کلینیکي ازمېښت وشي.

ډاکتر ایوانز هیله لري چې له دې وروسته به داسي واکسین جوړ کړي چې د ټولو مخدرو موادو له ناوړه اغیزو انسان وژغوري.

دا واکسینونونه داسې جوړ شوي چې د اپیني یا تخدیروونکو موادو پر ضد په انسان کې انټي باډي تولیدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب