جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد خبریالانو ځینې ژبنۍ تېروتنې |ډاکتر محب زغم

د خبریالانو ځینې ژبنۍ تېروتنې |ډاکتر محب زغم

په ژورنالیستیکه پښتو کې نن سبا ځینې نا اشنا خبرې اورو:

  • د افغانستان خلک له جګړې ستړي او سوله غواړي.
  • نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله ليکلې ده او په یوه برخه کې يې لیکي: …
  • د درې تنه ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایي پوځیان ووژل شول.

لومړۍ جمله مرکبه جمله ده چې له دوو جملو څخه رغېدلې ده: ((د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي)) او ((دوی سوله غواړي)) زموږ ژورنالیستان دا نمونه جملې سره یو ځای کوي، د لومړۍ هغې فعل غورځوي او د دویمې جملې مبتدا لرې کوي. دوی دا کار د وینا د لنډولو لپاره او احتمالاً د فارسي او انګریزي ژبې په پېښو کوي. په فارسي کې دا جمله داسې راځي: ((مردم افغانستان از جنګ خسته و خواهان صلح هستند)) که سره جلا یې کړو نو داسې لیکل کېږي: ((مردم افغانستان از جنګ خسته هستند)) او ((انها خواهان صلح هستند)) دلته وینو چې د ((هستند)) فعل په دواړو جملو کې مشترک دی ځکه يې د لومړۍ جملې ((هستند)) غورځولی دی او دا نا مناسب کار نه دی. خو په پښتو کې د دې مثال د لومړۍ جملې فعل ((دي)) دی او د دویمې هغې ((غواړي)) نو موږ دلته نه شو کولی یو فعل ونه لیکو او د بلې جملې فعل اولې جملې ته هم استخدام کړو. که دغه مرکبه جمله تجزیه کړو نو داسې کېږي: ((د افغانستان خلک له جګړې ستړي غواړي)) او ((دوی سوله غواړي)) البته په فارسي کې هم د داسې تېروتنو مثالونه کم نه دي.

دا ډول تېروتنه له ژورنالیزمه ادبیاتو ته هم لاره کړې ده. بارکوال میاخېل چې ډېر کله خبري رپوټونه جوړوي په یوه ادبي مقاله کې لیکي: ((زموږ د ولس زیاته برخه له دغو ادبیاتو ناخبره او مینه ورسره نه لري)) په دې جمله کې د لومړۍ جملې فعل ((دي)) غورځول شوی او پر ځای يې د دویمې جملې فعل ((نه لري)) ورته راوړل شوی دی.

بله عامه تېر وتنه د فعل زمانې ته نه پام کول دي. په دویم مثال کې لولو: ((نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله ليکلې ده او په یوه برخه کې یې لیکي: …)) دلته لومړۍ جمله د تېرې زمانې خبره کوي ((ليکلې ده)) خو دویمه د اوس مهال ((لیکي)). په داسې مواردو کې ښه به دا وي چې په دواړو جملو کې د عین زمانې فعلونه ولیکو مثلاً په دې مثال کې باید دویمه جمله داسې ولیکو: ((په یوه برخه کې یې لیکلې ده)) ښايي ژورنالیستان د فعل د تکرار د مخنیوي په هدف د فعلونو زمانې بدلوي. لکه په دې مثال کې چې ((لیکلې ده)) ژر تکرار شوې ده. خو موږ د فعل تنوع په بله لاره هم پیدا کولی شو. د دویمې ((لیکلې ده)) پر ځای ((راوړې ده)) مناسب بدیل ګڼلی شو.

  • د درې تنه ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایي پوځیان ووژل شول.

دلته ((په ګډون)) د انګریزي ژبې د ((including)) ناسمه ژباړه ده چې په فارسي کې هم همداسې غلطه ترجمه کېږي. دا جمله په انګریزي کې داسې مانا ښندي چې په وژل شویو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي. خو ((په ګډون)) د جمع کولو او سره یو ځای کولو مانا لري. په دې جمله کې ملکي وګړي او پوځي امریکایان سره یو شان ګڼل شوي دي. د جملې سمه بڼه دا ده: ((اته تنه وژل شوي چې درې یې ملکي وګړي او پنځه تنه يې امریکايي پوځیان دي.)) او دغه بله بڼه یې هم ستونزه نه لري: ((په وژل شویو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي.))

موږ چې د نورو ژبو معلومات راخلو او خپلې ژبې ته یې اړوو نو باید دې ته مو پام وي چې کلمې نه، بلکې مفاهیم ترجمه کړو.

4 COMMENTS

  1. جالبه مسله ده !
    فکر کوم چې د ژورنالیستانو خبره عمومي ده او زموږ همکار بارکوال صاب چې د ډیر زحمت په خاطر (مشهور عام و خاص دی)
    په دی مقاله کې یاد شوی، انصاف نه دی.
    زه فکر کوم چې د افغانستان او پاکستان ژورنالیستان له ډیر عجیب وضعیت سره مخامخ دی او ډير کله حتی د جملې د بیا کتنې وخت هم نه وي نو ډیر کله د لیکنې د ادبیاتو پر ځاي، ډیر فکر د مسلې پر خبري اړخ کیږي‌ چې بې له شکه ، تیروتنې په کې راتلاي شي.
    د بي بي سي د یوې مقالې سرلیک داسې لیکل شوی دی: محمد محقق: خلک دې د خپلې ساتنې لپاره تيار وي
    خلک د خپلې (څه شي‌ د ساتنې لپاره ) باید تیار وی؟
    خو موږ او تاسې د خپل هیواد په شرایطو خبر یو . هغه چا چې په نس سم نه وي‌ موړ، د خپل ژوند د هرې شیبې په بې باورئ کی ، له امنیته پرته ، له فردي‌ ازادئ پرته او په سلو نورو ستونزو کې ګرفتار او د افغانستان په کمزوي تعلیم ، ژورنالیزم کوي‌ هغوی د انتقاد سزاوار نه دي بلکه باید له مننې سره او په ډيره مهربانئ رهنمايي شي.
    موږ او تاسې باید پر خپل ځان او خپلو شاوخوا انسانانو ترحم وکړو. باید په مهربانئ د یوه بل لپاره د پرمختګ لاره خلاصه کړو او حتی که انتقاد کوو ، په داسي ډول یي وکړو چې نه سیخ وسوځي‌او نه کباب .
    زه فکر کوم چې د بارکوال صاحب دنامه په لیکلو دلته کباب یو څه سوځيدلی.
    زه ستاسی ټولو قدر کوم او د دې مقالې د لیکوال نورې خبرې پر حق دي
    په درناوي
    جلالزئ
    نوټ : زما کمپیوټر پښتو فونټ نه لري‌ نو تر غلطیو را تیری شئ
    بل نوټ : د خپل درانه همکار عصمت څاروان په سپارښتنه مې دا لیکنه ولوسته او خوشاله یم چې ومې لوسته

  2. یادداشت : زما خبره عمومي‌ده او زه خپله هم په همدې افغانانو کې حسابیږم چې په زرګونو ستونزې مې ګاللې دي نو څوک دي زما خبرې مخامخ ځان ته نه اخلي

  3. اغلې جلالزۍ
    زموږ د ژورنالیستانو کارونه واقعاً د ستایلو دي. بارکوال میاخېل صاحب راباندې ګران دی. د ده رپوټونه په تېره بیا ادبي ګزارشونه یې ډېر خوند راکوي. پوهېږم چې دی څومره ستونزې ګالي او د جنوبي پښتونخوا څومره لرې ځایونو ته سفرونه کوي او موږ ته په زړه پورې ګزارشونه برابروي.
    دلته چې د ده یوه جمله نقل شوې ده، په هېڅ وجه د ده د سپکولو مانا نه لري. ما یوازې غوښتي وو چې د خپلې ادعا لپاره یو ژوندی مثال راوړم او که دې کار بارکوال صاحب ته تاوان رسولای وي، زه بخښنه غواړم.
    له لیکنې څخه مې موخه یوازې دا وه چې دا ډول تېروتنې سمې شي.

  4. زغم صاحب د معذرت ځای ښايي‌ نه لري.
    ستاسې لیکنه په ريښتیا هم ډیره هوښیاره لیکنه ده . ما ته یی لوستلو خوند راکړ.
    بارکوال صاحب رپوټونه ما دا ډير وخت نه لوستي او نه مې اوریدلي‌دي.
    وروستی وار می ښايي څلور کاله مخکې خبرې ورسره کړې وي.
    دلته مسله د بارکوال نه ده . مسله د نقد ده .
    زما مطلب له بارکواله دادی چې د نقد اخلاقي اصل ښايي دا جیابوي چې که د یوه نفر په کار باندې لکنه کیږي یا په عمومي‌خبره کیږي.
    که د یوه سړي‌ په کار نقد وشي‌ هیڅ پروا نه لري ځکه چې د هغه منفي او مثبت کار ، دواړو ته دبیان فرصت پیدا کیږي‌ نو په دې ډول د یوه لیکوال یا خبریال د څو کلن کار په اړه سرسري قضاوت نه کیږي. هر سړی یو مثبت اومنفي‌اړخ درلودلای شي. موږ اوتاسې ټول له ښه او بد څخه جوړ شوي‌ یو او زموږکارونه هم ښه او بد ټکي‌ لري چې بې له شکه د دواړو ویل عیب نه لري خو که چیري‌ نقد عمومي‌ وی بیا د یوه لیکوال یا خبریال که هر څوک وی، یوازې بد مثال د هغه په نوم خپرول یو څه تخنیکي‌ ستونزه ښايي‌ولري‌ اوحتی ښايي ستاسې د لیکنې مسلکي اعتبار را کم کړي. هسې خو خلک د چخوف په لیکنو هم نقد کوي چې فکر کوم د هر چا حق دی.
    په عمومي بحث کې د یو چا یو منفي مثال راخیستل ، پرته له دې چې هغه سړی د ځان د صفايي ورکولو
    وخت ولري په انګریزی کي پایزوننګ د ویل بلل کیږي .
    ما یو وخت لوستی وو چې دا یوه منطقي تیروتنه ده .
    Poisoning the well is a logical fallacy .
    خدای دي‌ وساته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب