شنبه, اپریل 20, 2024
Home+کچ او کچه | عبدالجمیل ممتاز

کچ او کچه | عبدالجمیل ممتاز

له بدمرغیه باید ووایم، د هغو کلمو د تفاوت په اړه منطق په ګرانه منل کیږي یا هم نه منل کیږې، کومې چې متفاوتې معناوې لېږدوي، خو د ناسم لیکدود له امله بیا هم یو شان لیکل کیږي؛ که څه هم له یوې خوا ورځ تر بلې په دې اړه سرونه په خلاصېدو دي، خو بلې خوا ته بیا داسې باورونه هم شته چې د بېلابېلو بحثونو سره سره لا هم د هېڅ ډول منطق منلو ته په اسانه غاړه نه ږدي.

په دې اړه یوه غټه ستونزه دا ده چې د پښتو لیکدود پیل له کمبختۍ سره مل دی، یعنې که پښتون ته (له پخوا تر دا اوسه) د پښتو لیکلو لپاره قسم هم ورکړې، ټکی پښتو به نه درته ولیکي او نه به یې ولیکلای شي (البته ټول پښتانه نه خو زیاتره) او بله دا چې تر اوسه د واحد معیار لپاره پر یو منل شوي تعریف هم، نه سره را ټول شوي او نه به راټول شي؛ په اصل کې دا یو دومره ګران غفلت او بې غوري ده چې بیه پرېکول به یې هومره اسانه هم نه وي، لکه څومره یې چې شاید او باید اټکل کیږي. خو زه بیا په دې ارمان یم چې که لږ تر لږه یوازې د تېر غفلت د بیې پرېکېدو ارماني تیوري یا تصور هم دوامداره وپالل شي، نو یوه ورځ به خامخا راځي چې د ژبې د پرمختیا، پراختیا او ان نړېواله کېدا اراده هم رامنځته شي او هم  بالاخره یې عملاً ووینو. 

که رښتیا ووایم، ما نه غوښتل چې مقدمه دومره اوږده شي، خو یو څو لفظونو پر څو مهمو اړوندو ټکیو بوخت کړم چې خدای وکړي درباندې غمېدلي نه وي. 

زموږ دا بحث په اصل کې د (کچه/کچې) په اړه دی چې زیاتره یې د اندازې، ګراف، سویې او درجې په مفهوم ناسم کاروي، حال دا چې په اصل کې (کچ) د پاسنیو مفاهیمو منل شوی مترادف دی، خو بیا هم ځینو ته د دغه مترادف کارېدل نااشنا او ناسم ښکاریږي. 

سمه ده چې دغلته د (کچه/کچې) کارېدل، د سمدلاسه پیغام لېږدېدو په برخه کې ستونزه نه ایجادوي، خو له ادبي اړخه یې که وګورو، هم د معنا ستونزه پکې له ورایه ښکاره ده، هم معیار پکې له پامه لوېدلی او هم د ژبې له قاعدې سره متضاد یا نااشنا تګ پکې بیخي څرګند دی. 

په پښتو کې(کچه) د خام معنا ورکوي او (کچې) بیا هغه غږ دی چې معمولاً په حیواناتو خصوصاً وزه/وزې پسې کیږې. په هر حال، په دې اړه به روسته بحث وکړو، خو اوس مو چې کله د پیغام لېږدېدو خبره مطرح کړه، معنا دا چې طبعاً په محتوا کې موضوع او موخه له مخکې مشخصه شوې وي او بله دا چې هم متکلم او هم مخاطب/لوستونکی یوازې له ناسم مشهور سره بلد دي او د کلمې عبارت یې په ناسمه توګه پېژندلی دی، نو دغلته طبیعي ده چې مقصود مفهوم وړاندې کېدلای او اخیستل کیدلای شي؛ خو زه فکر کوم چې د معیار او مفهوم لېږدېدا لپاره یوازې وینا یا د ټولې محتوا وړاندې کول اصل نشي ګڼل کېدای، ځکه چې اوس د ټکنالوجۍ او نړېوال کېدو عصر دی او په دغه عصر کې ژبه او ادبیات نه تر وینا او قلمه پورې تړلي پاتې دي او نه هم د اړوندې ژبې په ویونکو پورې ژبه محدوده پاتې ده. 

سیاست، اقتصاد، تجارت او همدارنګه د ټکنالوجۍ چټک پرمختګ اوس د نړۍ ولسونه او ژبې خورا سره نزدې کړي او ان یو تر بله یې سره تړلي دي، نو دا چې په دغسې لوی او عمومي سټیج کې د ژبې قاعدوي او قاموسي اعتبار څومره مهم او حیاتي دی، دا موضوع هغه څوک درک کولای شي چې د معیار پېژندو او ارزښت ورکولو وړتیا ولري. 

ساده یې درته وایم، ژبه باید له پېچلتیا راوځي او دا معیار نه یوازې د ژبې دننه لهجو د یووالي لپاره حیاتي دی، بلکې د نورو ژبو ویونکو د لېوالتیا لپاره هم خورا مهم لامل دی. په یو ډېر عادي مثال کې یې درته واضح کوم: یو څو کسان کولای شي پخپلو کې د څو لنډو کلمو/جملو په مرسته افهام او تفهیم وکړي، یا د خپلې کورنۍ او سیمې په لهجه یو بل سره وپوهوي، خو دا په دې معنا نه ده چې ګواکې د هغوی شمېر ډېر دی او باید د هغوی دا څو ټکي دې معیار وګرځي یا هم پر ټولو ومنل شي. 

په ټوله کې که د پاسنۍ مقدمې محتوا ته وګورو، دا جوتیږي چې کله پښتانه د خپلې ژبې له ابتدایي لیکلو سره اشنایي ونلري، څنګه به یې له قاعدې او قاموس سره بلد وي؟ حال دا چې د ژبې اساس پر قاعده/ګرامر او قاموس/وېکبلري ولاړ دی. 

د پښتو ژبې یوه قاعده دا ده چې کلمې د حالت بدلېدا سره سم خپله بڼه بدلوي، خو دا منطق هغه مهال د قاعدې له مخې د عملي کېدا وړ دی چې لومړی د حالت څرنګوالی مشخص شي. اوس که چېرې په دې لیکنه کې د یاد بدلون ټول بحث را واخلو، نو خبره به ډېره اوږده شي او ان له اصلي موضوع څخه به مو پام واوړي؛ ښه ده چې یوازې یوه برخه یې د بحث محور وګرځوو او په دغه وضاحت کې ګوندې ځینې مثالونه مطرح شي چې د نورو برخو نیمګړتیاوو ته مو هم متوجه کړي.

په پښتو ژبه کې د حالت بدلېدو سره د نومونو د پای توری بدلیږي او د دغه بدلون لوبغاړي توري (و، ه، ې/ی/ي) دي، خو موږ اوس یوازې د (ه) رول څېړو او په دې اړه یې څرنګوالی روښانه کوو، البته د اړتیا له امله کېدای شي د (ې) حیثیت باندې هم ضمني رڼا واچوو، خو تمرکز به مو خامخا د بدلون له امله د کلمو/نومونو په پای کې د (ه) د رول پر څرنګوالي وي.

په پښتو ژبه کې مفرد ښځینه نوم معمولاً په (ه، ا، ۍ) تورو تمامیږي؛ لکه سپینه، مالګه، موسکا، رڼا  سپوږمۍ، نتکۍ او…  خو دا چې د حالت بدلېدا له امله د نرینه نومونو په پای کې هم د (ه) توری ورزیاتېږي او نرینه ماهیت یې له منځه نه ځي، زموږ د بحث اصلي ټکی دی. لکه: کور/کوره، ګرام/ګرامه، اېمل/اېمله او…  

چې دلته د (ه) توری د نسبتي حالت، جمع حالت او ندایې یا غږ کولو حالت له امله ورسره یوځای شوی دی. په مثالونو کې یې داسې واضح کوو: کمال همدا اوس له کوره ووت، یوه ګوتمۍ یې لس ګرامه شوه، اېمله دلته راشه. 

په دغو مثالونو کې وینئ چې (کوره، ګرامه او اېمله) د جلا دلایلو له مخې له جلا مفاهیمو سره په یو قالب کې کارېدلي دي. یعنې کور د نسبت، ګرام د جمع او اېمل د غږ کولو له امله په خپل پای کې د (ه) توری منلی او د ژبې طبیعي جوړښت یې خوندي ساتلی دی. 

دغه راز د پاسنیو او ورته بلها نورو نومونو په اړه په ټولیز ډول ویلای شو چې د زیات استعمال له امله او همدارنګه د اسانوالي/روانوالي په موخه د لنډیز په توګه معمول او منل شوي دي چې اصلي لیکدود یې که په عیناً مثالونو کې واضح کړو نو لا به ښه وي: کمال همدا اوس له کور نه ووت، یوه ګوتمۍ یې لس ګرامونه شوه، دغه راز د ندایې یا غږ کولو مثال یې د قاعدې له مخې همداسې جوړ دی او د سمښت هڅه یې ځکه بې ګټې ده چې د ژبې له جوړښت سره اړخ نه لګوي. مثلاً که ووایوو: اېمل دلته راشه – یا بهیر زما کتاب خو راکړه! نو دلته له لوستونکي څخه اصلي لوری ورکیږي، یعنې لوستونکی د جملې تر نیمایي یا تقریباً پایه پورې یو لوری/یو حالت سم تعقیبوي، خو په پای کې یوناڅاپه حالت ورته بدلیږي او د وینا/لوستلو عادي جریان یې خنډوي چې دا هم ګرامري تېروتنه ده او هم د لوستونکي د ملتیا ختمولو لامل ګرځي. 

د ژبې اصلي جوړښت د خپل تعریف لپاره خامخا یو منطقي دلیل لري او همدا یې سبب دی چې ترکیبونه یې هېڅکله هم تپل کیږي نه، بلکې په طبیعي ډول منل کیږي. پاسنیو بېلګو ته ورته بلها کلمې/نومونه شته چې په عام ډول کارول کیږي او د ترکیب فلسفه یې د پاسني واضح منطق له مخې ټولو ته روښانه ده. مثلاً: ښار/ښاره، پور/پوره، ظلم/ظلمه، کچ/کچه، میلیون/میلیونه، زور/زوره، کال/کاله، بام/بامه، یاد/یاده او… 

د دې لپاره چې موضوع نوره هم ښه روښانه شي، نو د پاسنیو کلمو ځینې هغه یې د اصلي بڼې ترڅنګ د حالتونو په تفاوت سره په جلا جلا ډول داسې تمثیلوو: 

  • ښار
  • زه تر ښاره تللی وم (زه تر ښار پورې تللی وم)
  • زه له ښاره راغلم (زه له ښار نه راغلم)
  • ظلم
  • دا خبره د هغه تر ظلمه را یاده شوه (دا خبره د هغه تر ظلم پورې را یاده شوه)
  • ښه شوه چې له ظلمه یې خلاص شوو (ښه شوه چې له ظلم نه یې خلاص شوو)
  • کچ
  •  پوپل په ترکیه کې د لېسانس تر کچه زدکړې کړي (پوپل په ترکیه کې د لېسانس تر کچ پورې زدکړې کړي) 
  • د ریاست له کچه ټیت موقفونه مه نوملړ کوه (د ریاست له کچ نه ټیټ موقفونه مه نوملړ کوه) 
  • بام
  • ته دومره شوې چې تر بامه ورسېدې (ته دومره شوې چې تر بام پورې ورسېدې)
  • ماشوم له بامه را ولوېد (ماشوم له بام نه را ولوېد)

یا

  • دا زموږ د کاله سړی دی.
  • د ورانه هډوکی یې مات دی.
  • او…

که ساده یې ووایوو، کله چې له زړه، تره، نیکه او ورته نرینه نومونو پرته د هغو نورو نرینه نومونو نه مخکې (تر، د، له) راشي چې د پای توری یې (ه) نه وي، نو په پای کې یې د (ه) توری ور زیاتېږي او د ژبې طبیعي جوړښت سره ځان برابروي، لکه د پاسنیو بېلګو په شان. دغه راز ښځینه نومونه/کلمې لکه: وړه، شپه، توده، خېمه، هسته او ورته نورې کلمې په دوو حالتونو کې د (ې) په توري بدلون مومي؛ یو دا چې کله له مفرد حالته پر جمع اوړي، نو د پای (ه) یې پر (ې) بدلیږي. مثلاً: درې وړې لورګانې یې ورسره وې، څلور شپې یې ووتې، دوو کسانو پنځه تودې ډوډۍ وخوړې، دوه خیمې یې ودرولې، کېدای شي دوه هستې ولري او…  دویم دا چې په نسبتي حالت کې یې د پای (ه) پر (ې) بدلیږي. لکه: د شپې دولس بجې دي، له تودې خېمې راووتم، د وړې هستې په منځ کې … 

البته ځینې داسې کلمې هم شته چې د پای (ه) یې نه د جمع او نه نسبت او همدارنګه نه نرینه او نه ښځینه حالتونو کې پر (ې) بدلیږي. لکه: کچه، ساده، لوده، اخته، سیده او…  چې د لا ښه وضاحت لپاره یې څو کلمې د هر حالت له مخې په مثالونو کې داسې واضح کوو: 

  • کچه

یاره هغه خو ډېر کچه سړی و. 

ولا هغه خو ډېره کچه ښځه وه.

داسې کچه خلک مې تر اوسه نه ول لیدلي. 

  • ساده

متین ډېر ساده دی.

شغله هم ډېره ساده ده. 

متین او شغله ډېر ساده دي یا متین او شغله ډېر ساده بنیادمان دي. 

  • اخته

جمال اخته دی خپل کار کوي.

نفیسه اخته ده…….. 

جمال او نفیسه اخته دي…….. 

په دې اړه دا بحث همدومره کافي دی، هیلمن یم چې هم درته ستړمن شوی نه وي او هم یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو په برخه کې ګټور تمام شوی وي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب