تیره شپه مې داسې احساسوله چې زمانه په اوښتو ده. شمال د تاقچې په خټو کې نیولې شیشه ګړبوله، د چت د لرګیو به داسې غږ شو لکه زګیروی چې کوي، څو ځله مې سر له بالښته راپورته کړ، فکر مې کاوه چې کلیوال د زمانې تر اوښتو مخکې لا ویده شوې دي. په کور کې هم د چا غږ غوږ نه و.
سهار په شنه خړه کې جومات ته ولاړم، د شمال زور ختلی و خو لا هم نه و دریدلی. تر لمانځه وروسته د جومات پر چوترې له ملا صاحب او حاجي اکا سره ودریدم. ملا ته مې وویل:
-د شپې بد توپان و
ده پر سر اچولی څادر په غبرګو لاسونو کلک ونیو:
-خدای به خیر کړي
حاجي اکا ته مې مخ واړاوه:
-د ځنګله ونې یې نه وي چپه کړي
ده لاړې تیرې کړې، ملا ته یې وکتل بیا یې وویل:
-خدای روزي رسان دی
له چوترې مې لاندې پل پر مځکه نه و لګیدلی چې حاجي اکا څه وویل د شمال غږ و پرې پوه نه شوم. له حاجي اکا سره زموږ د ځنګله ونې څنګ په څنګ یوځای رسیدلي دي. چټک شوم. د ځنګله په خوله کې د پولې د سر د سپیدار نرۍ تانده ونه له بیخه ختلې.
ړنګې ونې ته کښیناستم. پر ریښو یې تور میږيان راغونډ شوي دي، غوبل یې جوړ کړی، ځي راځي.
په ځنګله کې د شمال داسې غږ شو لکه سیل چې رادرومي. د لمر لویدو خوا رڼه ښکاریده خو د لمر ختو له لورې تورې وریځې په ځغاسته وررهي وې. پرون مازدیګر قضا دغسې تورې وریځې خورې شوې چې د سترګو په رپ کې یې له افقه تر شفقیه پر ټول اسمان غیږ وګرځوله.
د ړنګې ونې په نریو لښتو نښتي پاڼې شمال ته رپیدې. لاس مې پرې تیر کړ:
« تاسې هم د کلیوالو غوندې غږ نه اورئ»
شاته مې څرپی شو، مخ مې واړاوه، حاجي اکا و، ماته یې نه کتل لاس یې پر تندي پیک کړی و، د ځنګله د ونو سرونو ته یې سترګې نیولې وې چې شمال ته کیږیدل، سیخیدل او د اکا د توبې پرله پسې غږ د شمال له څپو سره ټیټیده، جګیده.
پای