جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله، یو ملا د کندهار د والي ویاند وټاکه

ملا هبت الله، یو ملا د کندهار د والي ویاند وټاکه

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۱۴ مه ) د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده یو ملا د کندهار د ملا والي لپاره ویاند ټاکلی.

د کندهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې د والي په توګه یې ټاکل شوی ویاند مولوي محمود عزام نومیږي.

ویل شوي، چې هغه د ملا هبت الله په شفاهي امر پر دغې دندې ټاکل شوی.

سرچینې د نوي ویاند په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د هغه د ټاکل کیدو د شفاهي امر یادونه په داسې مهال شوې، چې د طالبانو مشر د دوی له محدودو څېرو پرته نورو ډېرو طالب چارواکو هم نه دی لیدلی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی رژیم د منتقدانو له لوري یې په« ملاکراسۍ» مشهور شوی.

په دغه رژیم کې قاطع اکثریت چارواکي ملایان دي، چې له مدرسو فارغ شوي او له عصري زده کړو بې برخې دي.

طالبان له دې سره هم ادعا کوي، چې ګومارنې یې د وړتیا له مخې دي، خو دوی وړتیا یا اهلیت له مدرسو فراغت او دینې زده کړې بولي.

6 COMMENTS

  1. طالبان او د ملا هبت الله لخوا د ملا ټاکنه، دا خو کومه جالبه او نوي کیسه نده تاسې (تاند) راپور کې داسې سره پیچلي لکه امریکا کې چې ملا مقرر شوی وي 😁

  2. یاره صبور صیب زبردست او په زړه پورې ځواب دې ورکړی دی. په دې ټاکنه کې نو د تعجب څه خبره ده چه تاندوالو دومره پسې غزولې ده.

  3. زما په آند جالبه دلته دا ده چی ملا هیبت الله د هیواد پرټولو چارو قبضه کړې او هیڅ څوک نشته چی د هغه نه وپوښتي، چا ټاکلی یی؟ څومره تحصیل لری ، ایا صلاحیتونه دی حد او حدود لري؟ آیا پدی هیواد کی بل هیڅ څوک نشته ؟ فقط همدا ته یوازی جامع الکمالات یی؟ وزیر ، معین ، رئیس ، والی ، د والی معاون ،قومندان ، ولسوال لنډه دا چی د الف نه نیولی تر یا د تولو دولتی کارمندانو ټاکنی ده ځانته قبضه کړی اوس حتی فرمان او مکتوب لیکل هم لازم نبولي فقط شفاهی مقر رۍ دي یو په بل پسی،
    توبه می دی وي خدایه د ملایانو د خرمستۍ پدی دوره کې نور څه عجایب به واورو او وګورو

  4. د هیبتې او حقانې ځناور تر ټولو لوى عجایب په مدرسو او جوماتونو کې له کوچنیو ټرلیبانو سره لواطت دي. د افغانانو لپاره عجیبه دا دي چې د قوم لوط په مرض او ناروغي اخته ځناور پرې حاکمان سول.
    دا چې ترلیبان یو بل سره بدلک وهئ او د قوم لوط په رنځ اخته دي نو ټاند یې باید منعکس نکړي. که چیرته تاسو کې دا فعل نه وي او ټانډ یې خپروي نو بیا تاسو حق په جانب یاستي، او که بیا معذوره او د لواطت ناروغان یاست نو بیا دي د ټانډ دي مور شیدي شي چې تاسو ناولو څیرې خلکو ته ږدي.

  5. بدبختی ده چې د ملت مشر د والی ویاند مقرروی! دا هم کار دی؟ شرم ښه شی دی!

  6. ویاند خو لویه خبره دي حتی د زنانه حمام چوکیدارۍ ته هم د خپلوانو په ټاکلو یې پیل کړي.

    زه غنی د ملا عقل ته حیران یم
    د دوزخ په لار روان دي جنت غواړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب