Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانستان باید د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي

اروپايي ټولنه: افغانستان باید د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۱۴ مه )  د اروپا يي ټولنې د شورا رئیس “چارلس میشل” د قرغزستان له واسمشر “صدر جبروف” سره په کتنه کې د افغانستان په ګډون د ځینو نورو مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.

نوموړي په دې کتنه کې وويل چې اروپايي ټولنه چمتو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزې په حل کې له قرغزستان او تاجکستان سره مرسته وکړي.

میشل دا هم ویلي چې موږ د سیمې د امنیت په اړه د هڅو ملاتړ ته چمتو یو. موږ پوهیږو چې له تاجکستان سره پر پوله تاوتریخوالی روان دی.

د اروپا د شورا رئیس همداراز د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، موږ پوهیږو چې د افغانستان خلک له دغه وضعیت او دغه بشري وضعیت څخه رنځ وړي.

هغه زیاته کړه، اروپايي ټولنه د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو مرستې ته اړتیا لري، ځکه دوی د افغانستان د اوسنیو پېښو په ماهیت ښه پوهېږي.

د هغه په وینا، افغانستان نه باید بیا د ترهګرۍ پر ځالې بدلیدو ته پریښودل شي.

د اروپايي ټولنې په ګډون د سیمې او نړۍ ډېر هېوادونه د افغانستان په اړه ورته اندیښنې څرګندوي، خو طالب رژیم یې بې بنسټه بولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...