دوه سرونه دوه فکرونه د پښتو ژبې د وتلي کیسه لیکوال او ادیب عبدالوکیل سوله مل د لنډو کیسو نهمه ټولګه ده چې په دې وروستیو کې پښتونخوا کې چاپ شوې.
د کتاب مخکتنه لندن کې د مېشتو افغان ادب والو او لیکوالو له لوري په یوه غونډه کې وشوه چې پکې د پښتو او دري ژبو ګڼو مخکښو لیکوالو او کره کتونکو برخه درلوده.
دغه غونډه د افغانستان د بنسټګر ټولواک احمدشاه بابا د ۲۵۱ م تلین سره هم مهاله رابلل شوې وه او په پیل کې یې د دغه افغان لوی انسان ارواه ته د دوعا لورینې ډالۍ شوې.
د هیواد وتلي ژبوه پوهان ډاکټر مجاور احمد زیار له لوري پیلزو خبرو کې، د عبدالوکیل سوله مل شینواري پر داستان لیکنه او ژبني اړخ شننه او اورونه وشوه. ښاغلي زیار وویل ” سوله مل د داستان لیکنې له تخنیکي اړخ او منځپانګې ور هاخوا یوه سوچه او د پوهېدنې وړ ژبه کارولې.”
د داستاني ادب یو بل لیکوال ایمل پسرلي په خپله لیکلې وینا کې له مسلکي پلوه د( دوه سرونه دوه فکرونه) کیسو ارزونه وکړه، او دا چې نکل کونکي څه ډول له کرکټرونو سره چلند کړی. ښاغلي پسرلي له ځېنو کمالونو سره په خوا کې د کیسو ګونکې څنډې هم په ګوته کړې.
ناول لیکونکي او کره کتونکي کریم حیدري وویل ” کتاب تر نورو څانګیز دی، ډېر څه په کې د پوهېدا لپاره شته، خو سپارښتنه کوم چې لیکوال په ځېنو کیسو کې د ځای او وخت ټکي لا روښانه کړي، کیسې تر دې هم پیاوړې کېدلی شي.”
د دري ژبې مخکښ لیکوال سیامک هروي په خپلو خبرو کې د عبدالوکیل سوله مل داستان لیکنه، له دې امله وستایله چې ګواکې د سبک او بڼې له پلوه یې د افغان قلم استازولي کړې، هغه وویل ” که وګورو په ایران کې هر کال د داستاني ادب سلګونه اثار چاپیږي، خو لږ یې نورې نړۍ ته ځي او لامل یې دا دی چې ډېر شمېر لیکوال د خپل سبک او خپل ادب پرځای د لوېدیځې نړۍ د لیکوالو تقلید کوي، سوله مل په دې برخه کې بریالی ځکه دی چې د افغانستان د مروج ادبي داستان تومنه یې په لیک کې شته.”
لیکوال او څېړونکي اکبر کرګر په خپله لیکلې وینا کې د دې کتاب پرلپسې څو کیسې و ارزولې او نچوړ یې دا و چې ” سوله مل د کرکټرونو غوراوي او د موضوعاتو ټاکنه کې خورا بریالی دی.”
لندن کې د افغانستان د څېړنیزو مطالعاتو د مرکز مشر وارث وزیري، د افغانستان د سیاسي څېرو نا ویل شوي اړخونه سپړل د دې کیسو یو مهم ارزښت وباله.
هغه وویل ډېر څه چې د تاریخ له پاڼو پاتې دي دې کتاب کې یې د داستان په جامه کې ځای موندلی، یوه ښه بیلګه یې د یو پخواني افغان واکمن دا وینا ده چې ” که پر کابل واک چلوی پښتانه قبایل مو باید تر شا ولاړ وي.”
لیکوال او تاریخپوه شهسوار سنګروال د افغان داستاني ادب او په ځانګړي ډول د لنډو کېسو پر مخینه وینا واوروله.
لندن میشتې افغانې فعالې فهیمه ذهن په غونډه کې له لیکوالو هیله وکړه چې په پردیسۍ او کډوالۍ ژوند کې دې له وطنه د لیرې پاتې نوي نسل او مورنۍ ژبې په اړه فکرمن شي.
نوید محسیني، سلیم حیات، او نورو ګڼو وینا والو په خپلو خبرو کې د کیسو دا ټولګه تر نورو ځکه ځانګړې بلله چې په لومړي ځل له کرونولوژیک ډوله تاریخ لیکنې ور ها خوا د افغانستان پېښې او سیاستوال د داستان په ژبه غږول شوي، پوښتل شوي او له یوه پیغام سره پرې کیسه بشپړه شوې.
په پای کې عبدالوکیل سوله مل د مننې پر ټکو وربلل شوې ناسته پای ته ورسوله او هوډ یې دا و چې د لیکوالو او کره کتونکو له خبرو او سپارښتنو سره به د پښتو داستاني ادب نړۍ ته د نویو کیسو، ناولونو او نورو بڼو راوړلو پسې د ژوند پاتې مزل روان ساتي.
د بحث او دریځ کوربتوب سیدعبدالله نظامي کاوه.