جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ملک/ اجمل پسرلی

ملک/ اجمل پسرلی

په کوچینوالې به مې زړه کیده چې د ملک باغ ته د سړک له دیواله ورواړوم. دا دیوال راته نه د ماتیدو ښکاریده، نه د ړنګیدو.

دا مې هم په یاد دي چې یوه ورځ له اکا سره  دې باغ ته په وره ورغلی وم، د مڼو وخت و. اکا له مړونده نیولی وم، ما زور واهه چې د دیوال لور ته ولاړ شم خو ده به مې لاس ټینګ کړ، بیا مې لاس خوشي کړ، منډه مې کړه. د دیوال او ونو ترمنځ جګ جګ بوټي ولاړ وو. اکا مې پسې راغی، ملک ورته ویل:

-پریږده یې چې لوبې کوي

اکا مې د دیوال لور ته لاس ونیو:

-په دې ازغو کې مار نه وي

-مار مار نه شته که بترۍ وه وي به

-خو هلک دی د بترۍ له ډاره به یې زړه چاودلی وي.

اوس چې د دې باغ د رژیدلي پخڅه دیوال په پوټي کې ګامونه اخلم لا مې هم زړه غواړي چې هاغه سر ته یې ژر ړنګ شوي ځای ته ورسیږم او ورتاو شم، وګورم چې شاته یې څه دي؟

دغه ځای مې کتلی دی، زما په رنګ ډیرو نورو د دیوال تر ړنګیدو وروسته د باغ په منځ کې کوز کلي ته لاره کړې.

د باغ ونې له ریښو ختلي دي، ځیني یې کلیوالو تیر ژمی وسوځولې، خو د ملک د کور له دیواله سره څو په شمار ونې لا هسکې دي، مڼې سمې نه کوي، مڼې یې چنجنې وي.

د سړک خواته د باغ دیوال په توغندي لګیدلی دی، هاغه د بتریو په ځای کې اوس واښه نه شته، وسله وال هلته صحراګشت ته کښیني.

د ملک د کورونو له وره سره په یوه ونه کې یوه ځاله هم شته، مرغه پکې نه شته خو ځاله غټه ښکارې چې د څه شي به وي؟

د همدې دنګې ونې بیخ ته په کوچینوالې ملک تکه سره مڼه راکړې وه، ما نه اخیسته، شرمیدم، خو ده مې موټ په زوره خلاص کړ، سره مڼه یې په رغوي کې راته کیښوده، ګوتې یې یوه یوه پرې راقات کړه، هغه مڼه مې ورځې ورځې تر بالښت لاندې ساتلې وه، بیا خوړینه شوه، خوند یې ښه نه و.

ملک له وطنه تللی چا ویل چې د کافرانو په هدیره کې یې تر خاورو لاندې کړ، بیا کلیوالو د دوی د کور پخې کوټې سره وویشلې، د پخڅې دیوالونه یې په انګړ کې سره ودرول.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب