جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهواوره/ اجمل پسرلی

واوره/ اجمل پسرلی

ساتونکي د کور د مخې له لرګینې غرفې ورو سر رابهر کړ. د کوڅې یو سر بل سر یې نظر تیر کړ، ټوله کوڅه له سره تر اخره سپينې واورې پوښلې وه. پر بریتونو او ږیره یې لاس تیر کړ، واوره یې ترې وڅنډله.

له ورو څرپي سره یې په اوږه کې راځوړند ټوپک ته لاس کړ. ویې کتل پر ونه شامتوره کښیناسته، واورې ودوړیدې.

 د اوږده بالاپوش له جیبه یې عکسونه راوایستل، زوی یې په زانګو کې و، لور یې د میرمنې ترڅنګ ناسته وه بالښت ته یې ډډه وهلې وه. لاسونو ته یې ورپو کړل. غرفې ته یې سر ورننویست لاسونه یې د منقل پر سر ونیول، بیرته راووت. شاوخوا یې سترګې وغړولې.

شامتوره له واورې په ډکه ونه کې نوره هم تکه توره ښکاریده. ځان یې سره غونج منج نیولی و.

څرپا شوه، ساتونکي ټوپک له اوږې ښکته کړ، یوه ډله شامتورې راغلې، د شامتورو خواته یې د ټوپک شپيلۍ وروګرځوله د مخابرې جړ غږ شو. پر شو مرغۍ والوتې.

ټک شو. ټوپک یې له لاسه ولوید. نارې شوې، ډزې شوې….

بیا داسې کراري شوه لکه د واورې چې نه یې غږ وي نه یې ږوغ…. یوه سپين ږیري د ساړه منقل ایرې د غرفې مخې ته د وینو پر څاڅکو ودوړولې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب