جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+د پروین ملال څو تازه شعرونه

د پروین ملال څو تازه شعرونه

ږغ دی شین شه

ږغ دی یوځلي بیا شین شه ،خپلواکۍ

زموږ وښارته د لوی شور په اوږو راشه

دټول ښار لپې  کچکول

تشي پرتې دی

څوسيکې  د ترنګ اوترونګ درسره راوړه

خپلواکۍ ستا دپوړنې بیه څوده ؟

په بازار کې پلورل کیږې ؟

زه یې اخلم

خپل وجود ستا د پوړنې په رنګونو کي ،

را نغاړم

زما وجود باندې دوخت د ځنځیرونو

تورې ، تورې شنې ټاپې لګیدلي

ستا دږغ په رڼا مینځم ټول وجود،

ټول اندامونه

راشه ، راشه ما پرانیستي د کړکۍ

دواړه لاسونه

خپلواکۍ ! 

زما بنګړي په اتڼوڼو کي شرنګ غواړی

کڼهار مې د پاولیو، 

د سپوږمۍ د اوبو غسل،  اوکړنګ غواړی

دبڼو په څوکو پییم ستا دوړانګو ډک ږغونه

لمر ته لاس ورکوم  څارم

ستا د ږغ د لارې پلونه

د راتګ  باران دې وشه

تږې لپې په اوبه شه

خپلواکۍ وختونه وشوه 

دمکتب  دتختې غیږه لکه غیږ،

د بوري مور هسي خالي ده

یوه لوړه دسپین غر په شا نې لوړه

ترانه په غیږکې ورکړه

دمکتب زنګ ته کړنګونه

چې راویښ کړي محشرنونه

دمکتب انګړکي پلونه

دوطن دلوڼو شنه کړه

خپلواکۍ ! ستا دښکلا دستورو تخم ،

چیرې، چیرې، پیدا کیږې ؟ 

زه یې اخلم

پر آسمان باندې کرمه

چې د جشن ورځې راشي

 دوطن دمورپه ګنډ باندې ټومبمه

خپلواکۍ ! ږغ دې یو ځلې ،

بیا راشین شه

ږغ د ې شین شه خپلواکۍ

۲۰۲۲ / ۹ /  ۱۶ 

       تخت

مړوندونو کي سندرې، 

په لاسو نو کي سندرې

په نکریزو کي سندرې ، 

په سندرو کي سندرې

زما لمنه کوچنۍ ده ، وایه دومره خوښۍ ،

چیرې کړمه پټې ؟

ته مې څنګ لکه هسک  نښترولاړیې

بوی دې ځي د سره ګلاب او نرګسونو 

ستاجا مودسپینو ، سپینو صد فونو،

خالي غیږې زما کاليوته ورکړي

زموږ عطرونه سره ګډ شي ،

یو وبل ته داحساس بلنه ورکړي 

ستا ترسترګو دنظر خواږه را، اورې ، 

زه یې نشم رانیولې 

زما وجود ټوله لرزیږې ،ستا خواږه ، دنظر ټوله

زما د ونې ، لکه پاڼې د ګل پاڼو

را تو ئیږې ، راتوئیږې

زما لمنه کوچنۍ ده ، 

وایه دومره خوښۍ چیرې کړمه پټي ؟

مخامخ څو دریه زنې دې ولاړې

زموږ ښا یست ته ټولوې ښکلې لفظونه

دسندرو سور اوتا ل کي

د مستیو پراوږو باندې لاسو نه

یوڅو تاو، تاو مړوندونه

په جنت ، جنت تشیال کي سپلني داورپه خوله کې

 ټک ، ټک چاودی دود ، دود کیږې

ستا جلال ته ایرې کیږې

ستا موسکا  زما وشونډو ست وکړي

زما  بندي شونډې  بندي، دحیاسره خندیږې

غوټې ټولې په چمن کي ،حیرانیږې

زما لمنه کوچنۍ ده

وایه ، دومره خوښۍ چیري کړمه پټي ؟

ستا یو لاس پټ ، پت را تیرشي

زما لاس نیسي په غیږکي

ستا دلاس سره زما دلاس خبرې ، 

په احساس کي نه ځائیږې

دورغوی په کتاب کي، 

په زرګونوجادوګر توري نڅیږې

دنکریزو پاڼې ، پاڼې  ،خدای خبر، 

چې چیرې ،چیرې ؟

پخپل ځان کي راغوړیږې

زما لمنه کوچنۍ ده ،

وایه ! دومره خوښۍ چیرې کړمه پټي ؟

زه دې څومره ښه سینګارکړم

دخپل میینې په لاسونو

زه دې څومره ښایسته کړم دنظر دتول تله کي

زه دې څومره کړم شتمنه دشېبو

په دې شېبه کي

ستا دمیینې زرهیندارې 

زرهیندارو  کې زه ښکلي،

زه خوتایم سینګار کړې ، په زر، رنګه دې ستایلې 

شکر ، شکر دي چې زما شوي

شکر، شکر چې دا ته ، زما پاچا شوي

ته دشکر سجده وي

رارواشوی ، رارواشوی

دخیالونو شهنشاه وی ، تر اوو غرونو پناه وی

د اشراق د لمونځ دعا شوی

شکر ، شکر چې دا ته زما پاچا شوي

زما لمنه کوچنۍ ده

وایه ! دومره خوښۍ چیرې کړمه پټي ؟

۲۰۲۲ /  ۹ / ۱۹ 

غزل

پرهر، پرهر یمه ملهم، ملهم غواړم

شپه ده لږخوب غواړم، خوب کي صنم غواړم

ژونده ؛ مهلت را کړه، درده ؛  دمه راکړه

یوه موسکاغواړم، بڼ د حرم غواړم

 ستړي لا  نه یمه ، دپښو اغزي باسم

دسیورو پل غواړم، لږځای د تم غواړم

 ډیوه مې لاس کي ده  ،سپوږمۍ را بولمه

لاره اوږده غواړم، قد م ، قد م  غواړم

سوزه !  دروامې خله ، خیاله  پیدا مې کړه

(ملال) ملال غواړم دسترګو نم غواړم

 ۲۰۲۲ /  ۹ /  ۱۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب