شنبه, مې 25, 2024
Home+نااشنا سورلۍ | عبدالوکیل سوله مل 

نااشنا سورلۍ | عبدالوکیل سوله مل 

غرمه ده ۔ خو د لمر سترګه په ورېځو کې پناه شوې ده. په څادري کې پټه ښځه له پلي لار پاخه سړک ته راکښېوته. يوه شېبه ولاړه وه، کښته پورته يې وکتل، څو گاډي تېر را تېر شول، لږ وروسته يو ټکسي را ورسېد ۔ له څادرۍ لاندې یې لاس پورته ونیو ۔ ګاډی ودرېد. پرته له دې چې موټروان ته څه ووايي شاته سیټ ته پورته شوه، بیا یې هم هېڅ ونه ویل، له څادري یې سپین لاس راووت، موټروان په خپلې هیندارې کې شاته وکتل، په ورو یې ورغږ کړ. 

ـ خورې چېرې ځو؟ 

ښځه لکه کڼه یا ګونګۍ چې وي، هېڅ غبرګون یې ونښود. ده سترګې ورپولې، ناړې ېې تېرې کړې، غږ یې لوړ کړ. 

ـ خورې وادې ورېدل؟ 

ښځه چې نه پوهېده څه ځواب ورکړي، په ورو له خولې ور ووتل. 

ـ چې چېرې مې بیايې، درسره ځم. 

ډرېور جټکه وخوړه، وبېرېد، مخ یې شاته واړاوه، بېرته یې مخامخ سړک ته وکتل، اندېښنه ور ولوېده، ګڼې پوښتنې يې په سر کې راوټوکېدې: هسې نه چې چا یې د بدنامولو هڅه کړي وي، هسې نه چې ښځه بدلمنه اوسي، نه پوهېده څنګه چلند غوره کړي؟ ښځې ته څه ووایي؟ لکه په بیا پوښتنه چې شرمېږي، یا وېرېږي، وټوخېد، ناړې یې بیا تېرې کړې، مخ ته په ښیښه  کې راځوړندې کلمې ته یې وکتل، مخ یې په ورو ورو واړاوه، په ورو یې وویل: 

ـ زه څنګه نا محرمه ښځه…! 

لکه ژبه چې یې ونښلي، خبره یې بشپړه نه کړه، ښځې په لوړ غږ وویل:

ـ ته اوس حرکت وکړه، درته وایم یې. 

دی بیا هم پخپلې غوښتنې او پوښتنې ودرېد. 

ـ مخ ته لاړ شم، که موټر راوګرځوم؟ 

ښځې بیا د پخوا په څېر وویل: 

ـ هر خوا چې وي.   

ډرېور په اکسلېټر پښه ټینګه کړه، ګاډی روان شو، ښځې څادري له مخ نه لیرې کړه، ډرایور په هینداره کې شاته ولیدل، خوله یې وازه پاتې شوه، د ښځې ښکلا ته هک پک شو، لکه په تیاره خونه کې چې برېښنا راشي، غټې سترګې، ګردی سپین مخ، لوړه پوزه، لیندۍ وریځې، لکه کوم ماهر انځورګر چې په لاس کاږلي وي. خو د ښځې په مخ روانو اوښکو یې خوښي ومروړله، ښځې په ژړه غوني غږ وویل: 

ـ واک مې له تا سره! 

بېرته یې خوله پورې شوه، د نورو خبرو زړه یې ونه کړ، ده ور غږ کړل. 

ـ ولې، څه خبره ده؟

دا نوره ونه درېده، ژړا ونیوه. 

ـ پلار مې داسې چاته ورکړم چې هم مې د پلار په ځای دی او هم دوه نورې مېرمنې لري. 

ډرېور اخ کړ، تندی یې وواهه، مخ یې ور واړاوه، په لوړ غږ یې وویل: 

ـ دا څه وایې، دومره ظالم پلار؟ 

موټروان د مینې، زړه سوي او مرستې درې واړو په دام کې ونښت، خو لا هم نه پوهېده چې دا ښکلې پېغله په خپلو خبرو کې څومره ريښتیني ده! شک یې لا هم له دې سره د مرستې د پرېکړې په وړاندې خنډ و. ددې حقیقت د معلومولو په پار یې پېغلې ته په درواغو په خندا وویل:

ـ نو زه خو ښځه لرم، کنه نو ستا په سر خو دار ته هم زړه ښه کوم.

پېغله په چوکۍ کې راپورته شوه. 

ـ ورور خو به دې وي!

دی موسکی شو.

ـ ورور خو مې مسافر دی. خدای زده کله راګرځي، تاته خو دا د عربو سفرونه معلوم دي.

ـ خیر دی تر هغې به درسره د خور غوندې واوسېږم. 

سړی بې ځوابه شو، ګاډی یې را وګرځاوه، لږ وخت وروسته کور ته راورسېدل، د کور مخې ته ودرېدل، له ګاډي راکښېوتل، خو دروازې ته د رسېدو سره سمدستي ځای پر ځای ودرېد، په زړه کې څه ور تېر شول، کور ته په ننوتلو پښېمانه شو، بېرته را وګرځېد، ښځې ته یې اشاره وکړه، دواړه ګاډي ته بېرته وختل، ښځې ناړې تېرې کړې، زړه نا زړه یې په ورو وویل:

ـ پښېمانه شوې؟ 

ـ په څه شي؟ 

ـ پر ما! 

ده وخندل.

ـ دا څه وایې، لېونۍ په تا خو دار ته ځم. 

ښځه حیرانه خو زړوره شوه. 

ـ د ورور لپاره؟ 

ـ ولې لېونی یم څه، د ورور لپاره به دومره ښایسته پېغله ودوم.

ښځه نوره هم وغوړېده، غومبري یې نور هم سره را واوښتل.

ـ نو تا خو ویل چې ښځه لرې. 

ـ دا خو مې ته معلومولې …لېونۍ!

دې وخندل.

ـ نو اوس چې دې معلومه کړم…

لکه وچې شرمېږي، خبره یې بشپړه نه کړه، ده زر په خبرو کې ور ټوپ کړ. 

ـ اوس چې مې معلومه کړې، چې دار ته هم خېژم، نه دې پرېږدم.

ښځه له خوښۍ په څوکۍ کې نوره هم رانېغه شوه، دواړه لاسونه یې پرانیستل، مخ ته راغله لکه غوښتل یې چې د شا له خوا غیږ ترې تاو کړي، خو وشرمېده، په خوښۍ یې وویل:

ـ نو اوس مې چېرته بیایې؟ 

ده ځواب ورکړ:

ـ په یو لار فکر کوم، ځو چې بیا څوک ونه وایي چې راتښتولې مې یې.

ښځه غلې شوه، ده موټر نور هم ګړندی کړ. ورېځ نه ښکارېده، نری باران ورېده. ګاډی له لږ مزله وروسته د څارندوی قوماندانۍ مخې ته ودرېد، دواړه د قوماندان دوتر ته ننوتل، ښځه پرته له دې چې قوماندان یې وپوښتي، پړینګ په ژړا شوه. 

ـ پلار مې په دوو بنو برسېره زاړه سړي ته ورکړې یم. 

جګ دنګ د لوړې ونې خاوند قوماندان موسکی شو، په مېز یې سور بیرغ ته وکتل، پخپلو لویو تورو برېتو یې لاس راتېر کړ، بیا یې دې ته مخ ور واړاوه، ویې پوښتل. 

ـ نو ژاړې ولې؟ 

خو زر یې تندی ګونځي شو، مېز یې په سوک وواهه، له ځایه راپورته شو، ودرېد، په غوسه یې وویل:

ـ ستا د خوښې پرته دې د چا پلار هم نشي ورکولی. 

ده ته مخامخ راځوړند لوی عکس ته یې په غرور وکتل. 

 ولې ته له اووم انقلابي فرمان نه، نه یې خبره؟ 

پېغلې ژړا ودروله، ډرېور ته یې وکتل، سترګې یې ټیټې ونیوې. قوماندان بېرته په مېز کښېناست، دواړو ته یې د لاس په اشاره په دوتر کې په ایښي کوچ د ناستې بلنه ورکړه. 

ـ مهرباني وکړئ! 

دواړه آرام کښېناستل، قوماندان بیا پېغلې او سړي ته وکتل، ښځې ته یې لاس ونیو، په غرور یې وویل: 

ـ اوس څه غواړې؟ پلار دې لاس تړلی راولم او زندان ته یې واچوم که هغه بل دووس؟ ددې دوسانو لپاره خو موږ انقلاب کړی دی. 

ښځې چې سر یې ځوړند نیولی و، په ورو سر پورته کړ، په ورو یې ځواب ورکړ. 

ـ صاحب یوه سره هم کار مه لرئ.

قوماندان په څوکۍ کې نېغ را کښېناست:

ـ نو څه غواړې، له کوم ځوان سره خو به دې د عاشقۍ تار نه وي غځولی؟ 

ښځه وشرمېده، غومبري یې سره را واوښتل، موسکۍ شوه، د ډرېور لور ته یې مخ واړاوه، هغه ته یې لاس ونیو. 

ـ صاحب دغه مې خوښېږي. 

قوماندان ډرېور ته په ځیر وکتل، وی غوښتل په هغه د پېغلې خبره تصدیق کړي. 

ـ رښتیا؟ 

ډرېور هم موسکی شو، ته وا له وخته یې په هر څه پوره فکر کړی دی، سر یې وښوراوه. 

ـ هو صاحب، خو… 

قوماندان دواړه لاسونه په مېز کېښودل، سر یې وړاندې کړ، په لوړ آواز یې وویل. 

ـ نو خو یې په څه کې ده؟ 

ـ خو زه به د دومره لوی دښمنۍ له زوره څنګه ووځم؟ 

قوماندان په دېوال کې سرې راځوړندې ټوټې ته چې دولتي نښان په کې و، وکتل:

ـ هېڅ چرت مه وهه، د چا پلار درته حتی برګ نشي کتلی. دا انقلابي دولت چې په داسې پېغلو او ځوانانو ننګ ونه کړي، په څه درد خوري.

ډرېور بیا هم ټکنی و.

ـ خو بیا هم د خدای غریب او بې کسه یم. 

قوماندان وخندل. 

ـ خو ظالمه موږ خو انقلاب همدا ستا په څېرغریبانو لپاره کړی دی، ته ولې وېرېږې؟ 

غلی شو، له لږ سوچ وروسته یې وویل:

ـ مکتب دې ویلی؟ 

ډرېور سر وخوځاوه. 

ـ هو صاحب، شپږ میاشتې کېږي چې دولسم مې خلاص کړ.

قوماندان له مېز را پاڅېد، دوی ته رانږدې شو، دده په اوږه یې لاس کېښود.

ـ بس چې داسې ده دستي دې کورس ته لېږم او ښه انقلابي افسر درنه جوړوم، د انقلاب لیکو ته دې لېږم. 

په دېوال کې راځوړندې سرې ټوټې ته یې په ځیر بیا وکتل.

ـ خو ګوره د انقلاب دښمن چې دې پلار و، هم رحم به پرې نه کوې! 

پېغلې ته یې لاس ونیو.

ـ نه چې ددې په څېر هم ظالم پلار رانه خلاصوې او هم هغه استثمار ګربډای! 

خپل مېز ته بېرته راوګرځېد، د زنګ په بټن یې ګوته کېښوده، عسکر راغی، ده امر وکړ.

ـ د دوی موټر تر کوره بدرګه کړئ!

پېغله او ځوان یو بل ته موسکي شول. چې د باندې راووتل، باران درېدلی او لمر راختلی و. 

لندن ـ انګلستان 

می ۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب