یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد‌ مزار د چاودنې تازه جزییات، مسووليت يې داعش ومانه

د‌ مزار د چاودنې تازه جزییات، مسووليت يې داعش ومانه

تاند:( پنجشنبه، د ثور لومړۍ) ‏‏‏تازه راپورونه وايي، چې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ‌افغان شیعه ګانو پر یوه جومات د چاودنې له کبله تر ۳۱ پورې کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپيان شوي دي.

د چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه دغه ارقام نن ناوخته د بلخ د ابو علي سينا روغتون مسوولینو له رسنيو سره شريک کړي او ويلي، چې په دومره شمېر جسدونه او ټپيان ور وړل شوي دي.

معلومه نه ده، چې نورو سیمه ییزو روغتونونو ته هم مري او ټپيان ور وړل شوي او نوره مرګ ژوبله هم شته کنه؟

داعش ډلې په یوه اعلامیه کې د جومات د چاودنې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې تر ۱۰۰ پورې کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده، چې د مزارشریف چاودنه روضیې ته څېرمه د شیعه ګانو په « سه دوکان» جومات کې د لمانځه پر مهال رامنځته شوه.

په وروستيو ورځو کې د افغان شیعه ګانو خلاف ورته چاودنې او پېښې زياتې شوي، چې په ملي او نړيواله کچه يې توند غبرګونونه پارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب