دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهمحقق ادعا کوي چې د مزارشریف په چادنه کې ۶۱ تنه وژل...

محقق ادعا کوي چې د مزارشریف په چادنه کې ۶۱ تنه وژل شوي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۱) د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي چې د مزارشریف ښار د شیعه ګانو په «سې دوکان» جومات کې د نن ورځې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱ تنو ته زیات شوی دی.

محقق تور پورې کړی چې له ۴۰ څخه ۶۱ تنو ته د وژل شویو کسانو شمېر په دې خاطر زیات شوی چې طالبانو د ټپیانو خپلوان نه دي پرې ایښي چې خپلو عزیزانو ته وینې ورکړي.

د طالبانو دغه مخالف مشر، چې د هزاره قوم په منځ کې یې اوس ګرانښت ډېر کم شوی دی، همداراز ادعا کړې چې طالبانو له ټپیانو سره بد چلند کړی دی.

محقق همداراز له خلکو غوښتي چې د جومات پر ځای په کورونو کې لمونځونه وکړي او غونډو ته لاړ نه شي.

خو په بلخ ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس ذبیح الله روحاني وايي چې په مزارشریف ښار کې د شیعه افغانانو په جومات کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی دی.

په مزارشریف ښار کې د ابوعلي سینا روغتون ريیس ډاکتر غوث الدین انوري وايي چې د پېښې له ځایه روغتون ته ۱۰ مړي او ۳۲ ټپیان وروړل شوي دي.

نن ماښام مهال هم له مزارشریف ښاره د ډزو راپورونه ورکړل شول. د دغو ډزو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. خو وروستي راپورونه وايي چې طالبانو وضعیت کنټرول کړی دی.

له دې جلا له کندوز څخه تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي چې د ښار په جنوب کې د دورې پر سر په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویندوی حافظ عبیدالله عابدي ویلي چې چاودنه د غرمې په دوولس بجې د ۲۱۷ عمري قول اردو د مستریانو پر کاسټر موټر وشوه چې له کبله یې د قول اردو د تخنیکي ورکشاپ ۴ کارکوونکي ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شول.

په ټپیانو کې ۳ لاروي ماشومان هم شامل دي.

عابدي وايي چې بم په یوه بایسکل پورې نښلول شوی و.

له بلې خوا د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په « بر خوارانو» کلي کې نن د طالبانو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې څلور طالب سرتیري وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

 د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري صلاح الدین وویل، چې دغه چاودنه نن سهار په «بره خوارانو» سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د امنیتي ځواکونو په یو رینجر موټر چاودنه کړې.

د کابل او ننګرهار د نننیو چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب