پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهط له خلکو څخه د شخصي وسايطو وړل تاييد او د بیرته...

ط له خلکو څخه د شخصي وسايطو وړل تاييد او د بیرته سپارلو ژمنه وکړه

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) د طالبانو حکومت د تصفيې کمېسون په يوه اعلاميه کې تایید کړه، چې د کور په کور چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې ځواکونو له خلکو شخصي وسايط وړي وو.

دغه کميسيون وايي، سر له نن څخه هغو کسانو ته چې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ترې وسايط اخيستل شوي وو، د دغو وسايطو بیرته سپارل پیلوي.

د کمیسیون په اعلامیه کې له ټولو سوداګرو، صرافانو، د شرکتونو مسؤلينو او د مارکېټونو له مالکانو غوښتنه شوې ده چې سر له سبا دې د دارلامان لېوا د تصفيې کمېسون ته د خپلو نيول شويو وسايطو له اسنادو سره ورشي.

 طالبانو دا هم ويلي، ټول سوداګر، د شرکتونو مسؤلين او امنيتي کمپنيو مالکان دې د وسايطو ګرځولو جوازونه هم مخکې له مخکې د کورنيو چارو وزارت څخه تايد کړي.

د يادونې ده چې څه موده مخکې طالبانو کابل کې د کور په کور تلاشۍ پر مهال د خلکو سلګونه وسايط له خپل ځان سره يوړل چې تر اوسه د دوی په واک کې دي.

يو شمېر د وسايطو مالکانو بيا اندېښنې ښودلې وې چې د دوی وسايط به د طالبانو لخوا نورو ولايتونو ته لېږدول شوي وي.

طالبانو نه دي ويلي، چې څومره شخصي وسايط یې ټول کړي؟

دا هم نه ده معلومه، چې يوازې کم کابل مېشتو خلکو که نورو ته هم وړل شوي وسايط يې بيرته ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب