Homeخبرونهپاکستان، سعودي او ترکیې موافقه وکړه چې د سعودي د دفاع لپاره...

پاکستان، سعودي او ترکیې موافقه وکړه چې د سعودي د دفاع لپاره دغه هیواد ته ځواکونه ولېږي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، له سعودي عربستان او ترکیې سره تر بېړنۍ غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې درې واړو هېوادونو په سعودي عربستان کې د ځواکونو او پوځي وړتیاوو ړ ژر تر ژره ځای پر ځای کولو په اړه هوکړه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، درې واړو هېوادونو هوکړه کړې چې «د ګډې دفاع ژمنې سمدستي عملي کړي» او په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، څو د سعودي په خاوره کې د ځواکونو چټکه ځای پر ځای کېدا یقیني شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د مکې دفاعي تړون د یوې کمېټې په بېړنۍ غونډه کې د یمن د وضعیت په تړاو د سعودي عربستان د دفاع لپاره د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

فیدان له دې بېړنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ د هغو اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې چې د خبرو اترو له لارې د دې مسئلې د سوله‌ییز حل لپاره ترسره کېدای شي. سعودي عربستان د دې موضوع د حل لپاره ډېر رغنده دریځ غوره کړی دی.»

دا دفاعي تړون وروسته له هغه فعالیږي او عملاً یې پر اساس اقدام کېږي چې د ایران په ملاتړ د یمن حوثیانو د جولای له میاشتې راهیسې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او ښاري مرکزونو بریدونه زیات کړي او له ریاض سره یې څو کلن اوربند پای ته رسولی دی.

حوثیانو همداراز د سمندري محاصرې اعلان کړی او ویلي یې دي چې د یمن د سره سمندرګي پر ټول ساحل کنټرول لري. د دغو اقداماتو هدف د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو محدودول بلل شوي دي.

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د زمري په ۱۶مه په مکه کې د ګډې دفاع یوه هوکړه لاسلیک کړې وه. د دغه تړون هدف د هر ډول احتمالي یرغل پر وړاندې د درې واړو هېوادونو د ګډې دفاعي وړتیا پیاوړې کول بلل شوي وو.

درې واړو هېوادونو هغه مهال ویلي وو چې د دوی پر هر یوه هېواد وسله‌وال برید به پر ټولو هېوادونو د برید په معنا وي.

دغه دفاعي تړون له نژدې یو کال خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...