Home+د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي
ژباړن: محمدآصف شینواری
خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه
چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز
د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه
ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب ولوست. دا کتاب د اکبر نصراللهي له خوا لیکل سوی ده او محمد آصف شینواري له فارسي ژبې څخه په پښتو ژبه ژباړلی ده. کتاب دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی ده. کتاب په ۱۳۰ مخونو کې د خبر، خبریالۍ او رسنیو اړوند بېلابېل مهم موضوعات را اخلي.
یاد کتاب پر هغو مسایلو راڅرخي چې د ژورنالیزم، رسنیو او خبرونو سره تړاو لري. د خبر د پېژندلو، اطلاعاتو د راټولولو، د خبر د جوړولو او لیکلو تر څنګ هغو ځوانانو ته هم ګټور ده چې غواړي په راتلونکې کې مسلکي خبریالان سي.
نن سبا رسنیو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. د نړۍ بېلابېل خبرونه، پېښې، انځورونه، ملاقاتونه، جګړې، مرکې، شننې، ارزونې او پخلاینې د ټلویزیون، راډیو، مجلو او نورو رسنیو له لارې موږ ته رسېږي. له دې سره اوسنی انټرنیټي پرمختګ هم د دې سبب سوه چې خبرونه د فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام، واټساپ، یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې ډېر ژر تر خلکو ورسېږي. په دې توګه خلک کولای سي چې په نړۍ کې له روانو حالاتو څخه ځان خبر کړي.
رسنۍ یوازې د مسلکي خبریالانو لپاره مهمې نه دي، بلکې د عامو خلکو، لیکوالانو او سیاستوالو لپاره هم ارزښت لري. د رسنیو له لارې خلک د خپلو سیمو، هېواد او نړۍ له مهمو پېښو څخه خبرېږي او د مرکې، خبرو، خبرونو او نورو معلوماتو په اړه پوهه ترلاسه کوي.
د دې لپاره چې خبر په سمه توګه خلکو ته ورسېږي، خبریال باید لومړی د یوې پېښې په اړه کره معلومات راټول کړي. بیا باید معلومات وکتل سي، مهم او غیر مهم معلومات سره بېل سي، املایي او نورې تېروتنې اصلاح سي او وروسته په روښانه او ساده ډول خلکو ته وړاندې سي. ځکه ناسم او نا کره خبر کولای سي خلک غلط فهم کړي.
د کتاب له مهمو ټکو څخه دا دي چې خبریال باید د زرګونو پېښو له منځه د خبر وړ پېښه وپېژني. وروسته باید د خبري موضوع له ټاکلو سره سم هغه معلومات راټول کړي چې د خبر د جوړولو او خپرولو لپاره ورته اړتیا لري. په پای کې باید دغه خواره واره معلومات په منظم او په زړه پورې خبر بدل کړي.
په ټولیز ډول د خبر جوړونې کار پر دریو مهمو برخو وېشل کېږي:
۱ ـ د خبر پېژندنه
۲ ـ د اطلاعاتو راټولول
۳ ـ د خبر جوړول او لیکل
هره برخه خپل ځانګړي اصول لري او په کتاب کې د همدې موضوعاتو په اړه پراخ بحث سوی ده. په کتاب کې د بېلابېلو خبرپوهانو نظرونه او د خبر بېلابېل تعریفونه هم راوړل سوي دي.
خبر څه شی ده؟
په ساده ډول خبر هغه تازه او مهم معلومات دي چې د یوې پېښې، حالت یا موضوع په اړه خلکو ته ورکول کېږي. خو هره پېښه خبر نه وي. هغه پېښه چې د خلکو لپاره ارزښت، اهمیت، نوښت، شهرت یا نژدېوالی ولري، د خبر کېدو امکان یې زیات وي.
په کتاب کې د خبر د ټاکنې لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث سوی ده. د بېلګې په توګه شهرت، نژدېوالی، عجبه او حیرانونکې پېښې او نور هغه عوامل یاد سوي چې یوه پېښه د خبر وړ ګرځه یې.
د خبر لوډ یا لیډ
د کتاب یوه مهمه برخه د خبر لوډ یا لیډ ده. لیډ د خبر هغه لومړۍ او مهمه برخه ده چې د خبر اساسي مطلب په لنډ ډول لوستونکي یا اورېدونکي ته بیانوي. ښه لیډ باید روښانه، لنډ او د خبر له مهمې برخې سره تړلی وي.
د لیډ له لارې لوستونکی په لومړیو کرښو کې پوهېږي چې اصلي پېښه څه ده. له همدې امله خبریال باید هڅه وکړي چې د خبر تر ټولو مهم معلومات په ښه ډول په لیډ کې ځای پر ځای کړي.
لیډ له تیتر یا سرلیک سره توپیر لري. تیتر د خبر لنډ نوم یا سرلیک دی چې د لوستونکي پام ځان ته رااړوي، خو لیډ د خبر اصلي مطلب په څو جملو کې روښانه کوي. په کتاب کې د لیډ، سریزې او تیتر ترمنځ توپیر هم بیان سوی او د ښه لیډ د لیکلو لارې چارې ښودل سوي دي.
ریپوټ او خبریالي
خبریالي یوازې دا نه ده چې یو څوک یوه پېښه وویني او خلکو ته یې ووایي. مسلکي خبریال باید موضوع وڅېړي، معلومات راټول کړي، له اړوندو کسانو سره خبرې وکړي، مهم معلومات سره پرتله کړي او بیا یې په داسې ډول ولیکي چې خلکو ته واضح او د پوهېدو وړ وي.
ریپوټ هم د خبریالۍ یوه مهمه برخه ده. په ریپوټ کې خبریال د یوې موضوع یا پېښې په اړه معلومات راټولوي، له بېلابېلو سرچینو څخه یې ارزوي او بیا یې په منظم ډول خلکو ته وړاندې کوي. ښه ریپوټ باید تر ډېره پر کره معلوماتو ولاړ وي او د موضوع مهم اړخونه پکې روښانه سي.
په ټوله کې دا کتاب د هغو کسانو لپاره یو ګټور لارښود دی چې غواړي د خبر لیکلو، رسنیو او خبریالۍ په اړه بنسټیز معلومات ترلاسه کړي. ما د دې کتاب له لوستلو څخه دا زده کړل چې ښه خبر یوازې د معلوماتو لیکل نه دي، بلکې د سمې پېښې پېژندل، د کره معلوماتو راټولول، د معلوماتو ارزول او بیا یې په منظم او ساده ډول خلکو ته رسول د خبریالۍ مهم اصول دي.
زما په اند، «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب نه یوازې د راتلونکو خبریالانو لپاره ګټور ده، بلکې د هغو لیکوالانو او ځوانانو لپاره هم د پام وړ ده چې غواړي د رسنیو، خبرونو او اوسنیو پېښو په اړه خپله پوهه زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...