Homeخبرونهملګري ملتونه: دیکارلو د افغان نجونو د زده‌کړو پر بندیز خپله اندېښنه...

ملګري ملتونه: دیکارلو د افغان نجونو د زده‌کړو پر بندیز خپله اندېښنه څرګنده کړه

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) ملګري ملتونه وايي، د سرمنشي مرستیالې روزماري دیکارلو کابل ته د خپل سفر په ترځ کې، چې پرون پای ته ورسېد، له طالب چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړۍوالو اندېښنې شریکې کړې دي. نوموړې په ځانګړي ډول د نجونو له زده‌کړو د محرومیت موضوع یاده کړې او د افغانستان په پرمختګ کې یې د ښځو پر رول ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو په هغه بیان کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې د سرمنشي مرستیالې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو اندېښنې، په ځانګړي ډول زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي موضوع، له طالب چارواکو سره مطرح کړې ده.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې له دیکارلو سره د ښاغلي متقي د کتنې په اړه ویلي و چې امیرخان متقي د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په تړاو خپلې اندېښنې له اغلې ډیکارلو سره شریکې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې هم حضور درلود.

دیکارلو ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پرمختګ به د افغانستان له پرمختګ سره مرسته وکړي.

دیکارلو د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، له طالب چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره له لیدنو وروسته افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

د دوحې د بهیر دوام هم له طالب چارواکو سره د دیکارو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و. د ملګرو ملتونو مرستیالې پر دې ټینګار کړی چې دغه سازمان به د دوحې بهیر ته دوام ورکړي او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور په برخو کې یې د دوو کاري ډلو د پرمختګ یادونه کړې ده.

هغې په عین حال کې ټینګار کړی چې د دوحې د بهیر خبرې باید د افغانستان خلکو ته د لا ډېرو عملي پایلو سبب شي.

دا په څه کم دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې دیکارلو او امیرخان متقي د دوحې د بهیر په اړه خبرې کوي. د بهرنیو چارو وزارت د وږي په ۱۵مه ویلي و چې متقي له دیکارلو سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دغه بهیر په چوکاټ کې د تعامل او همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دې لپاره رامنځته شوی چې د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو او د افغانستان د واکمن رژیم ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي. تر اوسه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو درې غونډې شوې دي. درېیمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې د طالبانو په ګډون جوړه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...