پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د فتنه ګرو د ختمولو ښه تجربه لرو، له منځه يې...

مجاهد: د فتنه ګرو د ختمولو ښه تجربه لرو، له منځه يې وړو

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې د کابل، بلخ او کندوز ولايتونو پر ملکي خلکو چاودنې وغندلې.

نوموړی وايي:« دغه جنایات د هغو کړیو کار دی چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ ارتباط نه لري.»

‏د طالبانو وياند زياتوي:« زموږ طالبانو امنیتي ځواکونه د فتنګرو او شریرو عناصرو د له منځه وړلو په کار کې خورا ښه تجربه لري.

ډير ژر به د دغو جنایتونو عاملین هم پيدا او سخت مجازات کړل شي. »

د ذبیح الله مجاهد په دې اعلامیه کې د نننیو پېښو د مرګ ژوبلې ارقام نه دي په ډاګه کړي.

راپورونه ښيي، چې په يادو چاودنو کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له بيا واکمنیدو وروسته، نننۍ پېښې او ورڅخه مخکې ځينې نورې ډېرې خونړۍ وی.

خلک بيا نيوکې کوي، چې طالبان حد اقل په امنيتي برخه کې بايد خپلې ژمنې عملي او هیوادوالو ته د خوندي ژوند زمینه برابره کړي.

1 COMMENT

  1. په دې باندې افغان ماشوم هم پوهيږي چې دپاکستان نه لوى فتنه ګر په نړۍ کي نشته ستاسو نه موهيله ده چي ددغه فتنه ګر دغلامۍ نه لومړى ځانونه خلاص کړى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب