سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبشعرمينه نه مري/علم ګل سحر

مينه نه مري/علم ګل سحر

دیوه شعر ته ورته لیک په ځواب کې چې لیکلي یې و(په دې دنیا کې دمینې وړ څوک پاتې دي؟)

مینه نه مري

ولې نه

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري

           * * *

لا ډیرې سترګې دي له مینې ډکې

لا مینه ژوند کوي زموږ په زړو کې

ګیلاس لا نیم پاتې دی

لا انسانیت ژوندی دی

انسان دمینې نوم دی

لا زړونه شته چې کرکه نه پیژني

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري

* * *

تا دبې موره وري په سترګو کې لیدلي کله ؟

تا کومه ورځ ګل ته اوبه ورکړې؟

دبلبل اوښکې دې لیدلې کله؟

باران وهلې توتکۍ ته دې پناه ورکړې؟

کتار دزاڼو دې لیدلی کله؟

دونې څانګې دې لمس کړې کله؟

دکوم بوډا لاس دې نیولی کله؟

تا له سوالګر سره خواله کړي دي؟

تا ددښمن سترګو ته سم کتلې؟

مینه هغلته هم شته

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري

* * *

اغزي دې ورک شي ،

                       اغزي ډیر بدرنګ دي

                       چاته یې مه ورکوه

چیرې یوګل پیدا کړه

په موسکو شونډو یې ډالۍ کړه چاته

مینه له مینې پیدا شوې هروخت

که نور نفرت کړي موږ به مینه کوو

زړه به هیندارې غوندې پاک ساتو تل

کینې به نه ورپریږدو

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري

مینه هیڅکله نه مري

علم ګل سحر

2 COMMENTS

  1. چی روانه خود سري وی دا وطن کله جوړیږی
    چی حاکمه زور واکي وی دا وطن کله جوړیږی

    چی قا نون په ټولو خلکو باندی یو شان تطبیق نشی
    چی حکومت کښی غداري وی داوطن کله جوړیږی

    د افعان په پاکه خا وره باندی وشول ډ یرظلموونه
    چی د خلکو بی عوري وی دا وطن کله جوړیږی

    یو یی پورته کړواسمان ته بل د بوسوجوړکسکرشو
    چی نظام سرما یه داري وی داوطن کله جوړیږی

    د یوه لاسه ټک نه خیژي تیر شوی دا متل دی
    چی هرځای کښی ځان ځانی وی دا وطن کله جوړیږی

    چی بد لون راوړی وطن کښی ورونوهغه شازلمیان دی
    بی احساسه چی زلمي وی دا وطن کله جوړیږی

    ای (روغواله) علم پوهه هرافعان لره ضرور ده
    مل زمونږ چی ناپوهي وی دا وطن کله جوړیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب