شنبه, جون 22, 2024
Home+«کندز په تېره پېړۍ کې» | محب زغم

«کندز په تېره پېړۍ کې» | محب زغم

نثري ځانګړنې

«کندز په تېره پېړۍ کې» د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي خاطرې دي چې سروش په ۲۰۲۴ کې چاپ کړې دي. استاد پسرلی په دې اثر کې د خپل ماشومامتوب او ځوانۍ د وختونو کندوز راپېژني او خپلې لیدلې اورېدلې راته وايي. د دې ډول خاطرو او لیکنو د اهمیت په اړه استاد اسد الله غضنفر لنډه خو جامع سریزه کښلې ده او لوستونکي یې د خپلو سیمو د اجتماعي تاریخ لیکلو ته هڅولي دي.

د استاد پسرلي د دې اثر نثر داسې ځانګړنې لري چې نه یوازې د خاطره‌لیکنې لپاره مناسبې دي، بلکې د تاریخ په ګډون د نورو روایتي ژانرونو د لیکلو لپاره مو هم په کارېږي. په دې مقاله کې به د دې ځانګړنو د سپړلو هڅه وکړم. زما په نظر، په متنوع فعلونو د یوې پېښې بیان، ښایسته تشبیه‌ګانې، په زړه پورې کنایې او استعارې، مناسب توصیفونه او تصویرونه، او ځای ځای متلونه او ګړنې هغه څه دي چې د استاد پسرلي نثر یې ښایسته کړی دی. دلته به همدغه موردونه په تفصیل راواخلو.

د فعلونو تنوع

په پښتو کې فعل معمولاً د جملې په پای کې راځي نو که په څو پر له پسې جملو کې عین فعل وي، ښه نه لګېږي. زموږ په ژبه کې د فعلونو تکرار په دې هم زیاتېږي چې ساده/ بسیط فعلونه مو لږ دي او اکثر مرکب فعلونه مو د «کېدل/ کول» په مرستیال فعلونو رغېږي. دغه مرستیال فعلونه بیا د مرکب فعل په آخر کې ټک وهل کېږي نو تکرار یې بې‌خوندي جوړوي. اوس به وګورو چې ارواښاد استاد پسرلي له دې پېښې تېښته څنګه کړې ده.

د کتاب په لومړۍ مقاله کې استاد په خان آباد او کندوز کې د آزادۍ د جشنونو حال راکوي: «څومره چې زما یادېږي، له نن نه تقریباً ۷۲ کاله پخوا مې په خان آباد کې په زړه کېږي.» په بله مقاله کې د میر افضل خان کیسه کوي: «میر افضل خان مې له نژدې لیدلی دی. یو دروند، په خبره پوه، باسواده او شریف مشر و. یو دوه دورې یې په ولسي جرګه کې د خپلو خلکو نماینده ګي هم کړې وه خو خلکو وکیل صاحب نه باله، میر صاحب یې ورته ویل.» یادېدل او په زړه کېدل، بلل او ویل په ژبه کې تیار لرو، نو د فعلونو د تکرار د مخنیوي تر ټولو آسانه لار په خپله ژبه کې د متنوع فعلونو لټه ده.

د جشنونو په اړه لیکنه کې بیا د پهلوانانو شتون په څلورو جملو کې څلور ډوله بیان شوی دی: «په هغو وختونو کې د خان اباد په ده وېران کې ډېر مشهور پهلوانان وو، لکه پهلوان قربان او نور. چاه آب خو و د پهلوانانو ځای. دغه شان د قلعه زال او چاردرې په ترکمنو کې ښه ښه پهلوانان پيدا کېدل. د کندز لرخابیانو هم په صورت باندې او چټک پهلوانان لرل.» دلته پيدا کېدل، لرل، او ول د عین مفهوم د بیان لپاره کارول شوي فعلونه دي خو باریکي لري. سره له دې چې څلور واړه جملې عین خبره کوي، خو په معناوو کې یې توپیر شته. په دوهمه جمله کې د فعل ځای وړاندې شوی «چاه آب خو و د پهلوانانو ځای.» دغه شی بلاغي اهمیت لري، ټینګار په کې دی او د پهلوانانو ډېروالی او غښتلتوب راښيي. نو دغه پراګراف مو پوهوي چې په ترکمنو او لرخابیانو کې پهلوانان په شمېر او تکړه‌توب کې تقریباً سره برابر وو. ده وېران تر دې دوو ځایونو مخکې خو چاه آب بیا د پهلوانانو اصلي مرکز و. که د یوې موضوع په څرګندولو کې د هغې د اجزاوو دغسې توپیرونو ته پام وکړو او  د دقیق بیانولو لپاره یې مناسب فعلونه وکاروو، نو نثر به مو ورسره ښایسته شي.

د کندوز د کسبګرو په کیسه کې وینو چې ډېرو کسبګرو د صنعت او تجارت د ودې په وجه خپل کاروبار پرې اېښی دی او یا یې د کار خوند نور نه دی پاتې. استاد پسرلي همدغه مفهوم په څو رنګه او د څو ډوله فعلونو په کارولو بیان کړی دی: «د لیلامي لباسونو او بوټونو او د تیارو کوټونو له واردېدو سره ورو ورو د ځايي کسبګرو دوکانونه وتړل شول. مسګري هم اوس مخ په زوال روانه ده، صرف آهنګران، نجاران او خټګر لا چلېږي. اویا کاله پخوا قنادي یعنې د نقلو او شیرینیو د جوړولو بازار ګرم و، اوس هم شته خو خارجي چاکلیټونه ورځ په ورځ د هغوی ځای نیسي. زرګران هم د خارجي په مود برابرو ګېڼو ډېرښت د شتمنو خلکو له نظره غورځولي دي. کلالانو څخه ورو ورو فلزي، شیشه اي او پلاستیکي لوښو خپل هنر هېر کړ. خرادي له منځه لاړه. د پخوا په نسبت د ټغرونو او لمڅیو کاروبار تقریباً په ټپه درېدلی دی. پوزي اوبدونکي هم له خپله کاره لاس په سر شوي دي. نایلوني پړي او رشمې دومره ډېر شوي چې پړي تاوونکی خپل کار په ګټه نه ویني. پخوا به که د نارینه وو جامې درزي ګنډلې اوس په مود برابرې جامې ښځو ته هم درزیان رغوي

په دې پورته پراګراف کې استاد کله کسب یادوي، کله کسبګر، کله هغه مکان چې کسبګر په کې کار کوي: مسګري (کسب) مخ په زوال روانه ده/ آهنګران، نجاران او خټګر (کسبګر) لا چلېږي/ د ځایي کسبګرو دوکانونه (مکان) وتړل شول. پر دې سربېره د هر یوه لپاره څو مختلف فعلونه کاروي: د کسبونو لپاره مخ په زوال روانېدل (استعاره)، له منځه تلل، په ټپه درېدل او د کسبګرو لپاره له نظره غورځېدل، له خپله کاره لاس په سر کېدل(کنایه)، خپل کار په ګټه نه لیدل. همدارنګه پسرلی صاحب کله د محصول خبره کوي، کله د تولید لپاره لازم مهارت: «چاکلیټونه د نقلو او شیرینیو ځای نیسي/ فلزي، شیشه‌يي او پلاستیکي لوښو له کلالانو څخه خپل هنر هېر کړی دی.» دا به هم نه هېروو چې استاد پسرلي دغه انتخاب په پوره دقت سره کړی دی. د نقلو او شیرینیو تولید مهارت غواړي خو هنر په کې چندانې ځای نه لري خو کلالي بې هنره نه کېږي. نو د فعلونو د تکرار مخه داسې هم نیولی شو چې ځینې جملې په معلوم فعل (active) ولیکو، ځینې په مجهول (passive)؛ یوه نیمه جمله کې مناسبه استعاره یا کنایه وکاروو.

په وروستۍ جمله کې ګنډل او رغول راغلي دي. په کندهارۍ لهجه کې رغول د ګنډلو په معنا کارول کېږي، مثلاً دوی وايي: غاړه رغوم. په دې حساب که د پښتو مختلفو لهجو ته مراجعه وکړو نو ممکن د ځینو فعلونو لپاره مناسب بدیلونه پيدا کړو. ښاغلي احساس خټک په خپلو شعرونو کې د خټکوالې لهجې ځینې نادرې کلمې کارولې دي، مثلاً «پېندل» چې د تللو او پیمانه کولو معنا لري؛ «کیرل» چې د اور د تازه ساتلو/ کولو لپاره په سکروټو/ ایرو کې خلي وهلو ته وايي؛ او «پینل» یعنې په لپو لپو خوړل:

د ژوند ایرې کیرم ورکې بڅري لټوم

د پلار او د نیکه د وخت ملګري لټوم

چې څه درڅخه وینم، بیا دې شګو غوندې پینم

چې نه در څخه وینم، مه مې وینه، نه دې وینم

همدارنګه «ګرمول» پخوا په ځینو لهجو کې عام و چې معنا یې کېږي «پړ کول/ ملامتول» خو په نورو لهجو کې، په تېره بیا د فعل په بڼه لږو خلکو کاروله. البته د کلاسیکو شاعرانو په ځینو بیتونو کې دغه کلمه راغلې وه، لکه رحمان بابا چې وايي:

زه رحمان پخپله ګرم یم چې میین یم

دغه نور عالم مې بولي ګرم په څه

بیا ځینو لیکوالو/ شاعرانو دغه فعل عام کړ او اوس یې ډېر پښتانه پېژني. د دې فعل یوه ښېګڼه دا ده چې له نوم «ګرم» څخه رغېدلی ساده/ بسیط فعل دی. د هندو-اروپايي ژبو یوه مهمه ځانګړنه له نوم څخه فعل او له فعل څخه د نوم جوړول دي. په انګلیسي او جرمني ژبو کې دغه خاصیت هماغسې غښتلی پاتې دی خو پښتانه اوس د ځینو ساده فعلونو پر ځای مرکب هغه یې کاروي چې زما په نظر سم کار نه کوي. مثلاً «پوهول» ساده فعل داسې ګردانوي: «پوه شوم، پوه مې کړه، هغه مې په خبره پوه کړ» حال دا چې «وپوهېدم، ومې پوهوه، ومې پوهاوه» د دې بسیط فعل سم ګردان دی.

 نو که په نورو لهجو کې په بدیلو فعلونو پسې وګرځو، د عین فعل تکرارولو ته به نه مجبورېږو.

استاد په بله مقاله کې د هغو وختونو حال راکوي چې په کندوز کې کولرا ګډه وه او ده په رضاکار ډول خلکو ته د کولرا واکسین لګاوه: «څو چې کلیوال راغونډېدل د حاجي د کاله او وروڼو لویو او وړو ته مې واکسین تزریق کړل. هغه و د خطایانو نارینه راوسېدل، چې له هغوی هم وزګار شوم د کلي ښځې او ماشومان یې راوبلل. تر مازدیګره هغوی هم واکسین شول. … سبا ته مې د هغه کلي له واکسینولو هم ځان فارغ کړ. … ما هغوی او د هغوی د شاوخوا کورونو ښځو او ماشومانو ته واکسین تطبیق کړل.» په دې مثالونو کې هم ځینې جملې معلوم فعلونه لري، لکه: لویو او وړو ته مې واکسین تزریق کړل/ ښځو او ماشومانو ته مې واکسین تطبیق کړل. په بله جمله کې بیا د فاعل پر ځای د مفعول خبره شوې ده: هغوی هم واکسین شول. په دوو نورو جملو کې نه فاعل، نه مفعول بلکې عمل یاد شوی. «چې له هغوی هم وزګار شوم.» د واکسینولو پروسه یادوي. «سبا ته مې د هغه کلي له واکسینولو هم ځان فارغ کړ.» مجهول فعل په معلوم فعل اړولی دی. «فارغېدل» منفعل عمل او فعل یې مجهول دی خو «ځان فارغول» بیا فعال عمل او فعل یې انعکاسي دی. انعکاسي فعلونه هغه دي چې عمل له فاعله شروع او پر فاعل ختمېږي. کله چې وایم «زه ځان فارغوم» د فارغولو عمل هم پخپله کوم او فارغېږم هم پخپله. انعکاسي فعلونه په جرمني ژبه کې نسبتاً زیات دي او ښايي له مخې یې په پښتو کې هم نوي فعلونه ورغولی شو.

یو نیم ځل له نورو ژبو راغلي فعلونه مو هم د تنوع لپاره ښه په کارېږي، مثلاً په دې جمله کې «وصل کول» چې استاد یې د «تړل» له تکراره بې نیازه کړی دی: «په لنډ وخت کې یې قطغن له کابل او مزار سره د خامه سړکونو په ذریعه وصل کړ. بیا یې د ولایت ولسوالۍ له خان آباد سره وتړلې

استاد پسرلي ډېرې جملې هغسې لیکلې دي چې عام خلک یې وایي. له دې کار سره هم د فعلونو د تکرار مخه نیول شوې او هم د نثر خوږلت زیات شوی دی. بېلګې یې دا دي: «د سېل د راتلو په سبا لا په خړه وړه خلک د خپلو ورکو عزیزانو په لټولو پسې سم شول.» دغه خبره زموږ په لیکنو کې معمولاً داسې کېږي: لټون یې پیل کړ/ په لټولو پسې راووتل/ په خپلو عزیزانو پسې وګرځېدل.

له ملخانو سره د مجادلې کیسه کې لولو: «په یوه اونۍ شاوخوا کې یې د ملخانو سټه وایسته.» سټه ایستل د ختمول/ له منځه وړل/ تباه کول ښه بدیل دی. «خو [ملخان] چې د الوتلو شي بیا یې مخه په اسانه نه نیوله کېږي، … تر وژل کېدو پورې ډېر کښتونه ختم کړي او ډېرې ونې لغړې درولې وي.» دغه جمله که بل چا لیکلای، ممکن داسې به وه: «ملخانو ډېرې ونې لغړې کړې وي.» خو درول نه یوازې د لغړو ونو تصویر مو سترګو ته دروي، بلکې مبالغه هم په کې ده او د آفت شدت او قوت راښيي. دغه قوت په «لغړول» یا بل فعل کې نشته.

استاد د کولرا د یوه ناروغ حال داسې راکوي: «یو ساعت نور هم ورته کېناستم، د سړي رنګ واوښت، توروالی یې ورو ورو مخ په کمېدو و او ژبه یې په خوله کې سمه اوښته. دعاوې یې راته کولې.» په خوله کې د ژبې سم اوښتل کنایه ده او مطلب یې د خبرو کولو جوګه کېدل دي.

په دغو جملو کې هم د ولسي ژبې خوند خوندي دی:

  • د اتحادیې رییس عبدالعزیز خان لندني شین شهید ورته ولاړ و، ژرنده او جومات ترې هېر شوي وو خو چې کله اور مړ شو او ضایع شوې پنبه ډېره ناڅیزه په نظر ورغله، ساه یې سمه شوه.
  • د کندز کلوپ یې څو چنده لوی او مجهز کړ، داسې مجهز چې اعلیحضرت به خپل خارجي مهم مېلمانه هم د سپين زر په کلوپ کې عذر کول.
  • ناشر صاحب د جرمني او جاپان په ازادو بازارونو کې بې شرطه په نغدو ډالرو یو ټن مالوچ تر شپاړلس سوه ډالرو وپلورل، هغه و چې د بزګرانو لاړې هم تېرې شوې. دې کار روسان او د دوی ګوډاګي ورته وپړسول.
  • کابل ته لاړم د ځینو مسوولو کسانو خولې مې بوی کړې، معلومه شوه چې روسانو داوود خان په دې خبره قانع کړی دی … روسانو په دې فیصله ګوړې ماتولې. چې بېرته کندز ته راغلم. … نور په هغې فیصلې برغولی کېښودل شو.
  • دې لوبې ته ځینې ملا صاحبان خرپېدل خو ښاروالي د اجارې له پیسو نه زړه نه شو صبرولای.
  • حتا په ږیره باندې خلکو به پوښتنې ځنې کولې چې دا شیطانکه (بایسکل) څه شی خوري.
  • چې بېرته به د عربستان هوا ورباندې لګېده، جېبونه به یې ډک شوي وو.
  • په دغه ‌ډول به د لارې د سر په خرید و فروش کې د حج مصارف ورته د سرکار له جېبه شول.
  • په دې کې مو دېرش کوره هغه کسان شمېرلي دي چې په اصطلاح لاس یې خولې ته رسېږي، یعنې ګوزاره یې کېږي.
  • عرض بېګي یو موقر او مهذب سپین ږیری و، خوله یې په واک وه، ترخه خبره په خوله نه ورتله؛ لحاظ داره، مېلمه پال او خیر غوښتونکی بني آدم و.

د خلکو په ژبه کې له یوې خوا تصنع او تکلف نشته، هر څه په کې طبیعي دي او له بلې خوا مناسبې تشبیه‌ګانې، استعارې، او کنایې په کې نغښتې دي. په همدې وجه د ولس ژبه تصویري ده او په سړي ښه لګېږي.

تشبیه، استعارې، تشخیص، او کنایې

استاد پسرلی که د ولسي ژبې په تصویرونو خپل نثر ښایسته کوي، پخپله هم نوي تصویرونه پنځوي. د سېل کیسه چې کوي، وايي: «امید دی چې بیا کوم سېل د خان اباد د لیدو په هوس غاړه راهسکه نکړي… اوس هم د معمول مطابق لوی او واړه سېلونه راځي په پټه خوله سین ته تویېږي.» ښکاري حیوان د ښکار د لیدو په خاطر غاړه هسکوي او چارچاپېره ګوري. دلته سېل لومړی د تشخیص یا پرسنفیکېشن په مټ ژوندی شوی او غړي ورکړل شوي دي او بیا په یوې کنایې (د غاړې راهسکول) سره زموږ سترګو ته درول شوی دی. په دوهمه جمله کې هم عین تخنیک وینو. په پټه خوله تېرېدل یعنې په چا کار نه لرل. په دې بله جمله کې مناسبه تشبیه همدغه کار کوي: «تجارت په ټپه درېدلی و او د کار و مزد خبرې د هېر کړي خوب بڼه لرله.» او بله جمله کې وینو چې چنار ته د انسان یوه ځانګړنه یعنې لورېینه ورکړل شوې ده: «د حوض شاوخوا پلنه چوتره وه چې تر حوض راګرځېدلې وه او دنګو چنارونو ورباندې تت سیوری لورولی و.» دغه دقیقه تشبیه هم وګورئ: «دغه د اوښانو د اوږدو کتارونو پړی چې یو په بل پسې یې کتار کړي وو، په حقیقت کې د شرق او غرب د پېیلو تارونه وو

مقیاس جوړوونه

په لیکوالۍ کې یو سخت کار چې دقت او ظرافت دواړه غواړي، د حجمونو، اندازو، واټنونو او نورو کمیتونو بیان دی. دې شي ته مناسب مقیاسونه باید جوړ کړو. مطلب مې د ریاضي او هندسې مقیاسونه نه دي، داسې مقیاسونه یادوم چې سترګو ته ودرېږي. لاندې مثالونه به خبره لا ښه واضحه کړي:

  • «ګومان نه کوم د کندز په درسته علاقه کې به د لویو او وړو شمېر تر شل زره رسېدلی وای. داسې نه وو لکه دا اوس چې له کندزه تر خان اباده پورې پراته کلي د یو بل اواز سره اوري.» د نفوسو د ډېرېدو تصویر تر دې ښه نه جوړېده. د افغانستان په ډېرو سېمو کې هر څوک پر خپل میراثي ځمکې چې معمولاً شاوخوا ته یې پټي وي، کور جوړوي. طبیعي ده چې هر کلی اول د یوه پلار د زامنو پنځه شپږ کورونه وي او جرېبونه ځمکې کلي سره بېلوي خو څومره چې کورونه ډېرېږي، تر منځ واټن یې هغومره کمېږي. کله چې استاد وايي، کلي د یو بل آواز سره اوري، نو پوهېږو چې تر منځ یې ایله یو څو پټي پراته وي.
  • «د خان اباد ختیځه خوا سېل لاندې کړه. ډېر زورور سېل و، د خان اباد په اوسنۍ منډوي کې یې یوه لویه تیږه په رغړولو رغړولو راغورځولې وه چې د یوې متوسطې خونې په اندازه به وه.» د اندازو او حجمونو د ښودلو لپاره تر ټولو ناسم کار د مبهمو صفتونو کارول دي. زموږ په لیکنو کې معمولاً لویه، ډېره لویه/ کوچنی، خورا کوچنی یا داسې نور صفتونه ډېر لیدل کېږي. لویوالی/ کوچنیوالی نسبي دي نو که ووایو «لویه تیږه» مخاطب به څه پوهېږي چې تیږه څومره لویه ده. استاد یې واضح کوي: د یوې متوسطې خونې په اندازه.
  • «په اوړي به مستوفي صاحب خپله چوکۍ او مېز د چنار سیوري ته ږدول، موږ به د چنار له بلې خوا ورته کتل د چنار تنه دومره غټه وه چې مستوفي صاحب او مېز و کرسۍ به یې نه راښکارېدل.» دغه حسي تجربه موږ هر یو لرو او پوهېږو چې کله یو غټ سړی له خپل مېز او چوکۍ سره له بلې خوا نه راښکاره نه شي، نو چنار به څومره پېړ وي.

توصیف

مکان او زمان او همدا راز کسان په توصیف راپېژندل کېږي. استاد پسرلی د کندوز د زاړه بازار خلک داسې توصیفوي: «د کندز د زاړه بازار اوسېدونکي که ډېر وو نو سل دوه سوه کورونه به وو. که څه هم ښه ورځ یې لږ لیدلې وه خو زاړه کندزیان ډېر ښه خلک وو. له هر چا سره یې په مینه راشه درشه کوله. نرم خویه او بې عقدې خلک معلومېدل، یاري دوستي یې ښه پاللـه. د هر چا لحاظ یې کاوه، پېژندویې سترګې یې ژر نه هېرولې.» دلته وینو چې استاد هغوی ډېر ښه خلک بللي دي او بیا یې را ته تشریح کړې ده چې ښه په څه وو. په داستان کې یو اصل دا دی چې د کرکټر خوی خواص به د هغه په اعمالو کې ښیو. په خاطرو کې هم دا کار کولی شو خو که نه کېده نو د استاد پسرلي غوندې یې توصیفولی شو یعنې که څوک ښه بولو، د هغوی د ښه‌والي ثابتوونکي خویونه به یادوو. په بل ځای کې استاد د خپل یوه معلم پاکي صفايي او نظم داسې بیانوي: «په دومره وخت کې مو د ده توره، اتو کړې درېشي نه ګونځې ولیده، نه خیرنه، او د ده هغه تور بوټونه نه بدل شول، نه زاړه.»

متلونه

متلونه، محاورې او ګړنې که په مناسب ځای کې وکارول شي، د لیکنې خوند زیاتوي. پسرلی صاحب په دې کار استاد دی. له واردېدونکو شیانو سره په رقابت کې د وطني محصولاتو بې‌وسي په دې متل څومره ښه څرګنده شوې ده: «څو چې زموږ د خپلو فابریکو صنایع له بهرنیو سره سیالي برابروي کلونه غواړي او زموږ صنایع به تاوان قبلوي. د انا خوارې خو به دغومره اوګره وي چې په څټلو تمامه شي

او دغه بل متل بیا د بې‌قدرۍ اوج راښيي: «شیرخان بابا په دې ښه پوهېده چې که حکومت د اتحادیې مامورینو ته د رسمي مامورینو په سترګه ونه ګوري، ولس یې د خیرک ادې هم نه ګڼي، په هر خبره به د خلکو ورسره لانجه وي.»

د متل غوندې مناسب بیتونه هم د نثر ښکلا او خوند سیوا کوي. البته استاد پسرلی پوهېده چې هر شی چې ډېر شي، ګنډېر شي نو سره له دې چې د کلاسیکو شاعرانو ډېر بېتونه یې په حافظه کې لرل خو په دې کتاب کې یې یوازې دوه بیتونه، یو د کاظم خان شیدا او بل د میرزا عبدالقادر بېدل راوړي. د ارهټ په بیان کې یې د بېدل دغه بیت یاد کړی:

همچو کاسه دولاب هر چه زیر ګردون است

یا بلندی آهنګ است، یا تنزلی دارد

البته دغه بیت ما په ګنجور سایټ کې داسې وموند: همچو کوزهٔ دولاب هر چه زیر گردون است/ یا ترقی آهنگ است یا تنزلی دارد.

او د رباطونو او قافلو په اړه یې لیکلي دي: «د رباطونو ورونه به ماښام تړل کېدل او سهار به په خړه وړه د کاروانونو د لېږد لپاره پرانیستل کېدل، لکه کاظم خان شیدا چې وايي:

د غنچې د رباط ور په وا کېده دی

قافله د رنګ و بو درومي سبا شه

«کندز په تېره پېړۍ کې» د ښکلي نثر غوره نمونه ده. د دې اثر په مقالو کې کارول شوي تخنیکونه مو د ښایسته نثر لیکلو په راز پوهوي. د عین مفهوم د بیان لپاره د مختلفو/ متنوعو فعلونو کارول؛ له استعارو او کنایو مالاماله ولسي ژبه راخپلول؛ نوي تصویرنه ایجادول؛ مناسب توصیفونه؛ د مختلفو کمیتونو لپاره دقیق مقایسونه پنځول؛ له موضوع سره لګېدونکي متلونه، محاورې او بیتونه راوړل د دې راز کونجیانې دي.

3 COMMENTS

    • د پنجاب غلام هم ناول لولي؟ تاسو خو د پنجاب په کارخانه د مفعولیت تر څنګ انسان وژنه زده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب