Homeخبرونهد ټرانس افغان پروژې په اړه د ازبکستان او پاکستان خبرې

د ټرانس افغان پروژې په اړه د ازبکستان او پاکستان خبرې

تاند ( شنبه ، د جوزا ۲۶ مه) د ازبکستان د ټرانسپورت وزیر الهام موخکاموف او په دغه هېواد کې د پاکستان سفیر احمد فاروق د ترمز، مزار شریف، کابل او پېښور د ریل پټلۍ پروژې د بیا څېړنې په اړه خبرې کړې دي.

دا ترانسپورټي دهلیز به ازبکستان، افغانستان، پاکستان او روسیه له هند او اروپا سره ونښلوي.

د دې پروژې د چارو د پیل په اړه له څو کلونو راهیسې لیدنې کتنې او خبرې روانې دي، خو د عملي چارو د نه پيل لامل یې نه دی په ډاګه شوی.

باور کیږي، چې د طالبانو د رژیم رسمیت نه لرل او دغې پروژې سره د پاکستان نه همکاري د دې ځنډ اصلي لاملونه دي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د دغې پروژې د لیدو او کتنې په اړه موافقه کړې.

د ورته موافقو خبرونه مخکې هم بیا- بیا خپاره شوي.

د یادونې ده چې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان حکومتونو په ۲۰۱۹ کال کې د ترمز، مزار شریف، کابل او  پېښور د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره هوکړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...