Homeخبرونهطالبانو ته د غني خبرداری؛ ولس مه مجبوروئ چې غوټه په غاښ...

طالبانو ته د غني خبرداری؛ ولس مه مجبوروئ چې غوټه په غاښ پرانیزي

تاند ( شنبه ، د جوزا ۲۶ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پيغام کې دا ځل د طالبانو واکمن رژیم ته خبرداري ډوله خبرې کړي.

هغه په دې پيغام کې طالبان مخاطب کړي او ویلي: ولس مه مجبوروئ چې د لاس غوټه په خوله پرانیزي.

ښاغلي غني دا هم ویلي، هغه کسان چې په انتحار او انفجار کې یې لاس درلود باید ولس ته حساب ورکړي.

د هغه په باور، د ملت صبر ناپایه نه دی او که په زوره پرې طالبان د حکومت کولو لړۍ ته دوام ورکړي، دا صبر به پای ته ورسیږي.

نوموړي یو ځل بیا د تاوتریخوالي مخالفت کړی، خو ویلي چې د طالبانو د سخت دریځو او خپلسرو کړنو دوام به ښایي خلک تاوتریخوالي ته مجبور کړي.

پخواني ولسمشر دا هم ویلي، چې دی د هېواد د  ابادولو طرحې لري او چې یو مشروع نظام رامنځته شي، دی به د مشروع ولسمشر په توګه ورته د واک مشروعیت چې په وینا یې ده سره د امانت په توګه پاتې، دغه نظام ته ولېږدوي.

ولسمشر غني طالبانو ته په غیر مستقیمه توګه دا هم ویلي چې د چا په مذهب کې باید کار ونه لري.

د هغه په وینا، مجازات او مکافات د هغې دنیا کار دی.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ولسمشر غني څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...