سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان او ایران په ۲ ورځو کې ۵ زره افغان کډوال وایستل

پاکستان او ایران په ۲ ورځو کې ۵ زره افغان کډوال وایستل

تاند (شنبه، د جوزا ۲۶ مه) د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه د څه باندې پنځه زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن د جون په ۱۵مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې ۴۸۸۱ تنه له ایران او ۷۷۵ تنه له پاکستانه ایستل شوي دي.

د دغه وزارت پر اساس دا کډوال د پنجشنبې او جمعې په ورځو د اسلام کلا، سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

دې جبري اخراج په افغانستان کې د هغه سخت بشري ناورین له لا زیاتېدو سره مرسته کړې چې په تیرو څو کلونو کې یې پر افغانستان سیوری غوړولی دی.

1 COMMENT

  1. IF TALIBS CHANGE POLICY WITH PEOPLES AND CHOICE NICE WAY,
    AFGHANS ARE IN VERY DIFICULTY IN GERMANY ,WE HOPE TO COME BACK TO AFGHANISTAN
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب