Homeخبرونهد مجیب پر ځای حضرت الله ځاځی د کرکټ ملي لوبډلې ته...

د مجیب پر ځای حضرت الله ځاځی د کرکټ ملي لوبډلې ته راوستل شو

تاند (شنبه، د جوزا ۲۶ مه) د افغانستان د کرکټ تکړه سپینر یا ورو باولر مجیب الرحمان به د ټپ له کبله په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې د افغانستان له لوبډلې سره ملګرتیا ته دوام ورنه کړای شي.

مجیب الرحمان د یوګنډا په وړاندې، چې په روان شل اوره جام کې د افغانستان لومړۍ سیالي وه، د افغانستان په لوبډله کې ولوبېد خو له هغه راوروسته په دوو نورو سیالیو کې یې برخه نه لرله.

تر دې وړاندې مجیب الرحمان د ژوبلې ګوتې په خاطر د هند په غوره لیګ کې هم ونه لوبېدای شو.

د مجیب الرحمان پر ځای حضرت الله ځاځی، چې توپ وهونکی دی، ټیم ته اخیستل شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د مجیب په ځای لوبډلې ته د ځاځي له راوستلو سره موافقه کړې ده.

خو حاضردمه د مجیب ځای نوراحمد ډک کړی دی. ده

د یوګنډا په وړاندې په مسابقه کې په ۴ اورونو کې یو لوبغاړی وسوځاوه او ۱۴ منډې یې ورکړې.

خو ګومان کېږي چې د افغانستان د لوبډلې سرروزونکی جناتن ټروت غواړي چې د مجیب پر ځای ننګیالی خروټی ټیم ته راولي چې هم چپ لاسی دی او هم سپینر.

د افغانستان لوبډله د اتو غوره لوبډلو پړاو ته رسیدلې خو په بل پړاو کې غالباً له استرالیا او هند سره په یوه ګروپ کې دی چې دواړه ډېر پیاوړي ټیمونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...