سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeادبلنډه کیسهمېلمستیا(لنډه کیسه) لیکواله: ثنا ساپۍ

مېلمستیا(لنډه کیسه) لیکواله: ثنا ساپۍ

اتهر لومړی خوراک را وړ. په یوه اوږد غوري ډوله لوښي کې یې درې کچالو ایښي و. ورسره څنګ ته نازکه سلاته ایښې وه. داسې ایسېدل ته وا د ګازرو پوټکي دي. سم نري نري. ځان ته یې هم لوښی کېښود. د سرو شرابو ګیلاس یې نمیايي ډک کړ. څنګ ته یې د اوبو له یوه کوچني جګه ما ته  ګیلاس را ډک  کړ. د ګلانو ګېډۍ د مېز پر بله غاړه ایښې وه.

–          ارمان چې ته غوښه نه خورې.

–         ولې څه خاص څه دې په پام کې و؟

–          هو ما ويل سبا به ښکار ته تللي وای، کله دې کړی دی؟

–          ښکار؟ نه خو چې کوچنۍ وم، پلار بېولم.

–          ځه ښه چې مقصد ورسره بلده یې. جسپر ته مې ويلي چې دواړه اسونه تیار کړي.

–          اسونه؟ ما کله د اس سپرلۍ نه ده کړې

–          چسپر ښه سړی دی. اولني چلونه به در زده کړي، یوازې به نه یې

 اتهر خپل کچالان خلاص کړل. لوښی یې سم پاک کړ. ما هم ګوله کوله هم مې شاوخوا کتل. د ده کور مې تر سترګو تېراوه. دا ځای سم لکه شاهي ماڼۍ داسې ښکارېد. د لوړې تپې پر سر په یوه لرې کلي کې جوړ دی. شاوخوا ته یې ډېره تکه شنه ځمکه پرته ده. دننه هر څه لري. یو غټ دلان د پخلنځي په بله غاړه کې دی. چې اول راغلم اتهر خپل ټول کور را وښود. دلان ته هم ورغلو. لویه پیانو او د موسیقۍ نورې الې په کې پرتې وې. ويل یې دلته دوی خپل دودیزه دوه کسیزه نڅا کوي. ده ويل په کرېمس کې یې ټول ټبر راځي.

د اتهر کړپا ختله. ورته و مې کتل، لوی داش  ته یې څه ور ننویستل. د پخلنځي یوې غاړې ته کتابونه، مېز او راډیو ایښې وه. یو شی چې مې ډېر لید کتابونه و. د ناستې کوټې یوه لویه المارۍ درلوده.  لکه ډېر زوړ کتابتون چې وي. اتهر ویل  دا یې د نیکونو نیکونو کور دی نو دا هر څه  لرغوني وي. کتابونه، د محافظه کار ګوند او ښي اړخو پر کارونو، مشرانو او تګلارو باندې و.  ډېر نور بیا د سپین يوستو پر واک، د برتانیا پر اقتصادي خوځښت او امپراطورۍ و. زړه مې  ويل دا سړی لکه چې کوم شاهي رګ لري.

اتهر د بېلا بېلو ماهیانو نه ډک لوښی زما مخې ته کېښود. ځان ته یې د غوښې دوه غټې ټوټې پخې کړې وې. د شرابو بل ګیلاس یې ځان ته نیم ډک کړ. ما ويل د سړي اصل او نصب به وپوښتم خو دی را مخې ته شو.

–          دا کور زما پلار ډیزاین کړی دی.

–          واو، پلار دې طراح و؟

–          هو، خانداني – مور مې بیا فیزیوتراپسته وه.

–          ښه نو ځکه یې د هر څه غم خوړلی دی. څنکه چې تا خانداني دود مات کړ؟

–          مانا ولې مې په ژبې او ادبیاتو  کې دوکتورا کړې؟

–          هو

–          که رښتیا درته ووایم، ادبیات  زموږ د کولتور یوه برخه ده. ما ته مې خپل کولتور ډېر زیات ګران دی او غواړم ژوندی یې وساتم.

–          کوم شاهي رګ خو نه لرې؟

–          کوم غور نیکه به مې چرته په ماڼۍ کې کار کړی وي خو زه کاملآ د عادي قشر سړی یم.

د اتهر خبره مې په سر کې وګرځېده چې ویل یې غواړم کولتور مې ژوندی وساتم. ده نا څاپه هاخوا دې خوا وکتل. ما ويل چې څه وشو. خو و مې لید چې ساعت یې کوت. داسې لکه له چا سره چې یې ژمنه کړې وي. لاس یې د مېز تر شا اوږد کړ. د تلوېزیون رېموټ یې راواخیست. ساعت ټیک پر لس ولاړ و. ده تلوېزیون ولګاوه. د لسو بجو سر ټکي پېلېدل.  اتهر داسې ورته کتل ته وا په اول ځل خبرونه ګوري. ټول ذکر او فکر یې په سر ټکو کې و.

 یوه مسلمان د لندن په زړه کې د سړک په سر انګرېز سرتېری  په چاقو وژلی و. د خبرونو ډېره برخه په همدې راڅرخېده. دا مسلمان د نایجیریا مهاجر و، خپله عیسوی و خو په لندن کې مسلمان شوی و.

دغه نیم ساعت چې خبرونه روان و د اتهر له خولې یوه خبره و نه وته. دومره ځیر و چې په ګونځي مخ کې یې کرښې لا جوتې شوې وې، عینکې یې د پوزې په سر ايښې وې، داسې کړوپ ورته ناست و لکه تلوېزیون چې لاندې وي او دی بره ناست وي.

د پېشو میو په خونه کې له تلوېزیون پرته یوازینی غږ و واورېدل شو. دی لارا ورته وايي. توره او سپینه ده- شنې سترګې یې دي. د اتهر په پښو کې ورغړېده. له پیشو سره لاړ. ډوډۍ او اوبه یې ورته  په لوښي کې واچول. بېرته غلی راستون شو.

–          دا زموږ حال دی

–          وبخښه

–          اروپا غرقه ده. یو بدبخت په موږ کې پیدا نه شو چې د وهابیانو د دې کولتوري یرغل پر وړاندې ودرېږي.

–          ته څه غواړې؟

–          کډوال دې نه راپرېږدي، یوازې هغه دې را پرېږدي چې د سړي زامن وي.  د مذهبي افراطیانو  پر ضد باید ټول ودرېږو. که هر ځای وي باید ووژل شي. موږ باید د سعودي او پاکستان غاښ مات کړو.

–          ته فکر کوې وژنه یې د حل لار ده؟

–          ته څه وايې، که په تاسو کې څو کسه ورته درېدلي  وای اوس به په دې حال واست؟ بې کولتوره یې کړئ، پښتونولي یې درته په ځانمرګو بدله نه کړه؟ او څومره یې در ووژل؟

اتهر غصه و. د نایجیریايي عمل وځورولم، زما غوندې هم مسلمان و او هم کډوال و. اتهر په هر ملک معلومات لرل. زموږ له وطنه دومره خبر و چې په ډېرو خبرو یې زه نه پوهېدم. غلې کښېناستم. ښايي ده زما بدل شوی حالت احساس کړ. تلوېزیون یې مړ کړ.

–          قدم وهلو ته د باندې ځو؟

–          په دې ټول کلي کې مو زه کډاله یم او هغه هم مسلمانه.

–          ډېره بدله نه ښکارې- داسې ایسې لکه د سکندر مقدوني نسل.

–          نه بابا

–          و یې منه، زما په شان انګرېز ته چې داسې ښکارې نو پوه شه هغسې اېسې

–           دا کلی امن دی؟

–          تر اوسه خو شکر د وهابیانو نه دی ور پام شوی چې ځانمرګي ورته را واستوي.

–          زه بیا دا غم کوم چې کوم ښي اړخی انګرېز افراطي را نه مرۍ پرې نه کړي

–          نه هغه زموږ د مېلمه پالنۍ د اصولو خلاف دی

–          شکر دی

–           یوه خبر وکړم؟

–          شل خو وکړه

–          خوشاله یم چې اصیل پښتانه پېژنم…

د برتانیا شمال لوېدیځ، د وېلز شمال، د رتن کلی، د ۲۰۱۳ کال د اګست ۱۰ مه نېټه، د غرمې یوه بجه او ۳۶ دقیقې.

2 COMMENTS

  1. مننه
    ساپۍ خورې
    زما په اند تاسو د “ژمنې” پښتو ویی د انګریزي د “اپونیټمینټ” لپاره کارولی او دا ناسم دی.
    د پښتو دا ویی “ژمنه” د انګریزي د “پرومایز” سره برابر دی کوم چې د “اپونیټمنټ” سره ژور توپیر لري.
    د پیشو میو که داسې ولیکل شي چې ….. د پیشو “میو” ….. یعنې په “کوټیشن مارک” کې ونیول شي ښه به وي
    همدا راز، دی لارا ورته وايي که د ….. دی “لارا” ورته وايي ….. په بڼه ولیکل شي ډیر به غوره وي.
    لیکوالان که د هر دلیل په بنسټ ځنې ګرامري او یا هم د لیکدود ډیرې وړې وړې برخې نه مراعات کوي د ټولنې په عوامو خلکو کې د ناسم ګرامر او لیکدود کارونې عادت او یو لوی ناورین رامنځته کوي.
    د ستاسو او دوستانو د تبصرو په تمه

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ښاعلي عجب ګل خان لاندې وړانديز ډېر اړين دی، چې ليکوال ورته پام وکړي:
    ليکوالان که د هر دلیل په بنسټ ځنې ګرامري او یا هم د لیکدود ډیرې وړې وړې برخې نه مراعات کوي د ټولنې په عوامو خلکو کې د ناسم ګرامر او لیکدود کارونې عادت او یو لوی ناورین رامنځته کوي!
    مننه
    معه سلامو کم الاهلول ادب
    ملا ميوند آخوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب