جمعه, اپریل 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسجادوګره هېنداره/ ژباړه: لمر نيازی

جادوګره هېنداره/ ژباړه: لمر نيازی

ډېر کم خلک به وي چې له هېندارې سره د مخامخ کېدو او خبرو- اترو شوق نه لري. په موږ کې اکثره خلک هر سهار مخکې له دې چې له کوره ووځي، يو څه وخت دې ته ورکوي چې خپل ځان په هېنداره کې وګوري.

خو اوس – اوس داسې ښکاري چې هېندارې ته د درېدلو او په هغې کې د ځان سينګارولو شوق به نور يوازې شوق نه پاتې کېږي؛ بلکې يوه مهمه ورځنۍ اړتيا به ګڼل کېږي. ځکه اوس داسې يوه هنداره جوړه (ايجاد ) شوې ده چې له تاسو سره خبرې – اترې کوي او ډېرې د کار خبرې هم درښيي، تر دې چې هغه ستاسو لپاره ټولې ورځنۍ پېښې او خبرونه هم وړاندې کوي.

3
دا هېنداره د نيويارک ټايمز په نوم د څېړنې او پرمختيا لابراتوار THE NEW YORK TIMES COMPANY RESEARCH & DEVELOPMENT LAB لخوا جوړه شوې او داسې لمسول شوې ( عياره شوې ) چې د څېرو د پېژندنې درک لري او له هغه وروسته دې د نوم په يادولو مخاطبوي.

دا هېنداره په اصل کې يو حساسه ښيښه (Screen) ده چې پکې د Kinect په نوم د مايکروسافټ محرک سينسور ( حس کوونکی) لګېدلی دی.

لنډه دا چې مخې ته يې ودرېږئ، سر تر پښو پورې مو څاري او تاسو ته ستاسو په اړه ټول تشريحات درکوي. د دې تر څنګ پکې د خپلې روغتيا، تاريخ او د ورځنيو کارونو د ايجنډا په اړه هم لارښوونې او معلومات کتلای شئ. دا جادوګره هېنداره ټول هغه څه کولای شئ چې هر سهار ورته اړتيا لرئ. تاسو ته ورځني خبرونه وړاندې کوي، د هوا د حالاتو اټکل او احوال درکوي او ستاسو د کاري مهال ويش په پام کې نيولو سره مو له ټول خاصو ورځو او مناسبتونو خبروي.  همدا ډول د ورته بلې هېندارې لخوا رالېږل شويو لوی مخيو (Full screen)  ويډيويي پيغامونو د ښکاره کول وړتيا هم لري.

 د هغو دارو – درملو لست درته وړاندې کوي چې تاسو يې هر سهار خورئ او دا درښيي چې د کومو دارو – درملو څومره اندازه خوراک ضروري دی. تر ټولو جالبه دا چې جادوګره هېنداره ستاسو له معالج ډاکټر سره هم په تماس کې وي او ورښيي چې کوم هغه درمل چې تاسو يې کاروئ څه وخت ختمېږي. حتی تر دې چې په دې هېنداره کې لګېدلې کامره دې سر تر پښو له نظره تېروي او تاسو سره د اغوستلو لپاره د مناسبو جامو په انتخاب کې هم مرسته کولای شي. دا هم درښيي، هغه لباس چې دې اغوستی، کوم ډول نکټايي ورسره مناسبه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب