پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبطنزونهد ولسمشر د مډال معجزې | ليکوال: عبدالنافع همت

د ولسمشر د مډال معجزې | ليکوال: عبدالنافع همت

څو کاله مخکي ولسمشر په ارګ کي مډال راکړ، خو زه يې هغه مهال په ارزښت نه پوهېدم، ما ويل دا مډال نو څه په درد خوري؟ بچيانو ته به مي ډوډۍ ورکړي، کور به راکړي او که به مي د ناروغي مېرمني علاج وکړي؟ خو خبر نه وم چي دا مډال نه، بلکي د آله دین څراغ دی او هره ستونزه مي حل کولای سي.

په سبا مي له راډيو څخه واورېدل چي (تشناب ګل) د ننګرهار والي وټاکل سو. په پاکستان کي د مهاجرت وختونه مي سترګو ته ودرېدل چي د ځينو موټرو پر شا به ليکل ول: ((هم کيسي سي کم نهی)). ما ويل چي تشناب ګل ته ولايت ورکول کېږي زه خو بيخي د وزارت وړ يم، په دې وخت کي مي د ولسمشر دا شعار رایاد سو: ((زه تاسي ته ډاډ درکوم چي د ارګ په دېوالو کي به نه محاصره کېږم او تل به ستاسي سره يم)). بس لکه ملا صاحب چي مجردو زلميانو ته د حورو وعدې ورکوي پر وچو شونډو مي ژبه تېره کړه او خولې مي اوبه وکړې، سمدلاسه ولاړ سوم او مډال مي راواخيست، د ولسمشر پورتنی شعار مي درې واره ووايه او پر مډال مي لاس تېر کړ، له مډال يوه لويه او جګه ماڼۍ جوړه سوه، له ماڼۍ څخه د ننه يو ډاروونکی کيغ کيغ واورېدل سو، ګورم چي يوه دومره لويه تکه توره بيزو راووته لکه اوښ، پښې مي مړې سوې، چي هرڅومره هڅه مي وکړه منډه مي نه سوای وهلای، بيزو داړي سپيني کړې او راته ويې ويل: زه د ولسمشر ځانګړې استازې او له خپلي ټولي کورنۍ سره په ارګ کي اوسېږم، تاسي چي هره غوښتنه لرئ زه يې د خپل جادو په زور په ولسمشر منلای سم. په بنده بنده ژبه مي ورته وويل چي زه غواړم په يوه وزارت کي معين مقرر سم. بې لکۍ بيزو په خندا وويل چي دا کار خو بيخي اسانه دی، همدا اوس يې کوم، له دې سره سم پر دوو پښو ځولۍ ځولۍ روانه سوه او په مډال ننوته. يوه شيبه وروسته يې د ولسمشر فرمان راوړ، ويل مبارک دي سه د شهيدانو او معلولينو چارو معين وټاکل سوې.

په سبا د معينيت مامورينو ته وروپېژندل سوم او په رسمي ډول مي په کار پيل وکړ. تر کار وروسته د کور اندېښنو په مخه کړم، هغه و چي بيا مي پر مډال لاس تېر کړ، دا وار مي د مډال له دننه څخه سيو سيو واوريد، ګورم چي له مډال څخه لکه فيل دومره لوی موږک راووت، خو دې موږک بېتونه نه درلودل او په انګرېزي يې خبري کولې. دا وار بيا زما څخه ژرنده او مسجد ورک سول، خو معلول سړی وم چېري به مي منډه کړې وای، موږک ويل وايه څه غواړې؟ ما په ورته وويل چي کور غواړم. موږک ويل چېري يې غواړې؟ ما ويل بس د کابل په ښار کي هر ځای چي وي. موږک په خندا راته وويل: ما له ارګ څخه هري دولتي ادارې او هري سيمي ته تونلونه ایستلي دي، ته يې نوم ياد کړه او زه به يې درکړم. ما هسي ورته وويل چي احمدشاه بابا مينه به ښه وي. موږک سيو سيو شروع کړ او په منډه په مډال ننووت.

يوه شيبه وروسته بيرته راووت، ويل مبارک دي سه، نېکمرغه سړی يې چي د کور کار دي لکه د مېرمن شربت ګلي داسي ژر خلاص سو، ها واخله دا يې د کور قباله او دا يې هم کيلي.

لومړی ما فکر کاوه چي دا به يو فقيرانه کور وي، خو کله چي کور ته ورکډه سولو، نو ګورم چي يوه ډېره لويه او ښکلې ماڼۍ وه. څرنګه چي دا ماڼۍ سپېدار ماڼۍ ته ډېره ورنژدې وه، نو ما فکر کاوه چي د دې ماڼۍ نوم به هم شاعرانه وي، مثلا انار ماڼۍ او يا بهار ماڼۍ،خو د دې ماڼۍ نوم (اچار ماڼۍ ) وه، له ځان سره مي وويل چي خير نوم يې پروا نه لري، متل دی وايي: د ښايستې ښځي يو عيب  نه عيب دی.

په دې وخت کي مي د ناروغي مېرمني زګېروی تر غوږ سو، اوس  نو د آله دين څراغ راسره و، هره ستونزه چي به راته پيدا سوه، نو پر دې کلک شي به مي لاس تېر کړ او هغه ستونزه به سمدلاسه حل سوه. څرنګه چي د مېرمني د علاج لپاره مي پيسې نه درلودې، نو بيا مي پر مډال لاس تېر کړ، دا وار د مډال له دننه څخه د اسونو شيشنی ( شڼهار) او ډاروونکي اوازونه واورېدل سول، ګورم چي له مډال څخه يو لوی لښکر راووت، دا يو عجيبه عسکر ول، يوازي سر او اوږې يې درلودې، ټولو ږيري او برېتونه خريلي او اوږدې څڼي يې پرې ايښي وې. عسکر له راوتوسره سم له اسونو څخه راکښته او اسونه په منډه بيرته مډال ته ور ننوتل. عسکرو څو شېبې يو بل ته سره کتل، که رښتيا ووايم سخت ووېرېدم، نژدې و چي چيغي کړم، خو په دې وخت کي څو منډي عسکرو قرسک سندره شروع کړه او نورو اتڼ ورته شروع کړ.

ما چي اتڼ ته وکتل نو وېره مي لږ له زړه ووته، خو ګورم چي  ناڅاپه ټول عسکر د ډالرو په نوټونو بدل او هري خوا ته چوپتيا خپره سوه، ما هم د غني افغانستان په هيله ټول نوټونه راټول کړل، لکه صراف ژر ژر مي وګڼل، ګورم چي پوره يو لک ډالر دي.

په سبا مي د برېښنا محصول، د اولادونو د پوهنتونونو او کورسونو فيسونه او د پخواني کور د شپږو مياشتو کرايه ورکړه، ما ويل اوس به مي نو مېرمن د علاج لپاره هندوستان ته بوزم، په دې وخت کي مي د ماشومانو چيغو په غوږو کي ازانګه وکړه، ويل هله بابا راسه په مور څه وسوه؟ ګورم چي نه معينيت، نه اچار ماڼۍ او نه پيسې سته، بس هغه کرايي نمجن کور دی او  د ژيړو يو وچ مډال مي په لاس کي دی، ګورم چي د مډال په اړه د ولسمشر په فرمان کي مي د نوم املا هم غلطه ده. مډال مي همدلته پرېښود او په منډه مېرمني ته ورغلم، ګورم چي تر خوله يې ځکونه راغلي او ماشومانو يې په ژړا کي کالي ورباندي څيرلي دي. د مېرمني د جنازې لپاره مي خپلوانو او انډيوالانو ته زنګونه ووهل، خو هغوی هم هر يو زما په شان د دولتي او سیاسي مشرانو درواغجنو وعدو مسموم کړي او په جواب کي يې راته وويل چي په غونډه کي يو.

1 COMMENT

  1. ډیر ښه ، ډیر په زړه پورې .
    نن سبا همداسې کیسه روانه ده، موږ او تاسې یې یو شان وینو، تا ډیره ښایسته او په ښکلي انداز کې بیان کړه.
    په ګوتو دې برکت شه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب