یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېدریافغانان او له ښځو کرکه | شرف الدین عظیمی  

افغانان او له ښځو کرکه | شرف الدین عظیمی  

له ښځو څخه کرکه  (Misogyny) یوه ټولنیزه ستونزه ده، او دا هغه حالت دی چې په هغې کې له ښځو سره تبعیض او یا هم کرکه کېږي او یا هم د باور وړ نه بلل کېږي. دا ستونزه له ښځو سره د تاوتريخوالي په بحث پورې هم اړه لري. آدرین سسیل ریچ چې یوه مشهوره امریکايي شاعره، منتقده او فمینیسته وه او په عین حال کې د څو امریکايي پوهنتونونو استاده هم وه وايي: «له ښځو څخه کرکه هغه منظم او له تاوتریخوالي څخه ډک عمل او دښمني ده چې اوس بنسټيزه شوې او عادي شوې هم ده». اروايي شنونکي په دې عقیده دي چې له ښځې څخه کرکه او انزجار د ماشومتوب څخه سرچینه اخلي،هغه هم له مور څخه د ماشوم لومړني خشمونه چې هغه هم په دې دلیل چې د ماشوم روزنه د ښځې دنده بلل شوې. په دې اړه مشهوره امریکايي اروا شنونکې(روانکاوه)، ټولنپوهه او فمینیسته چودروف وايي چې که غواړو دا ستونزه حل کړو، نو د اولاد په روزنه کې باید د نارینه او ښځینه مشارکت او ګډون وشي.

دا ستونزه له ماشومتوبه پيلېږي، خو ډېر داسې لاملونه شته چې په لوړ سن کې هم ډېره دې کرکې ته زمینه برابروي.

شرف الدین عظیمی

 د بېلګې په ډول:  له ښځو او نجونو سره ناوړه اړیکې، ناسمه روزنه او وده، ناسالمه کورنۍ، په ټولنه کې د بدو اخلاقو حاکمیت، د بربنډو او غیر اخلاقي فلمونو لیدل او خپرونو اورېدل، له نامحرمو او پردیو ښځو سره اړیکې ، له بدو ملګرو او دوستانو سره اړیکې، تل منفي فکرونه ، ډېرې جنسي اړیکې درلودل، بېځایه ګرځېدل، بی حجابي او داسې نور هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې چې یوه مذهبي دودیزه ټولنه ده، له ښځو څخه د نارینه وو کرکه ډېروي او د ښځو د ژوند او هوساینې فضا را تنګوي او ډول ډول ستونزو ته یې ورکاږي.

دا ستونزه که حل نشي نو ډېرې ستونزې به په ټولنه کې راته پيدا کړي. د بېلګې په ډول:فکر وکړئ چې نیم ژوند له ښځو جوړ شوی او نیم ژوند هم له نارینه وو څخه. دا چې نیم ژوند له نیم ژوند سره په جنګ بوخت وي ډېرې ستونزې زېږوي او دا ښه کار نه دی دا سوله باید راشي، ځکه چې بې باوري رامنځته کېږي، په ټولنه کې بې نظمي جوړېږي، یوازیتوب ډېرېږي، بې حجابي او بربنډتوب به نور هم ډېر شي او هغه هم د عقدې او ضد له لاسه، ډېری ښځې کېدای شي مړې شي یا هم خپله ځانونه ووژني، په ډېری رواني ناروغیو به اخته شي، نورو بدو کارونو ته به هم لاس واچوي، بنسټونه به جوړ کړي، د ټولنې بد انسانان به ترې جوړ شي، درغلۍ به ډېرې شي، ټولنه او وګړي به یې دروغجن او فرېب کاره شي او داسې  ډېرې نورې ستونزې شته چې کېدای شي،رامنځته شي او بیا به یې مسوول دواړه هم ښځې او هم نارینه وي، خو په پیل کې به یې نارینه مسوول وي.

د دې ستونزې د مخنيوي په موخه باید منفي فکرونه ودرول شي، په ټولنیز ژوند باید باور وشي، اړیکې او ټولنیز کارونه باید ډېر شي، دیني ارزښتونه او ښه کلتوري ارزښتونه باید وساتل شي، د ناوړه فلمونه، انځورونه او ناولونه باید ونه لوستل او ونه لیدل شي، نامشروع او ډېرې جنسي اړیکې باید ونه لرو، تل باید له مثبتو فکرونو پیروي وشي، په خپله کورنۍ او کورني ژوند باید ډېر تمرکز وشي او خوښي پکې رامنځته شي.

لویه ستونزه زموږ په ټولنه کې د قانون نه مراعاتول دي. دا او دې ته ورته مسایل په قوانینو کې په ډېر واضع ډول شاربل شوي، خو یوه ستونزه شته چې باید پام ورته وکړو د بېلګې په ډول: کورنی نظام باید ډېر د پام وړ شي او درناوی باید ورته وشي، هر څه باید په سمه توګه ترسره شي، د مثب فکر په پایله کې به موږ ضرور یوه پایله اخلو، نامشروع اړیکې باید کنټرول شي، ارزښتونه باید وساتل شي، په خپل نفس باید باوروکړو دا هر څه د یوه باور له کبله پيدا کېږي، هر څه باید ریښتونې او صادقانه ويږعلم، پوهه او سواد باید لوړ شي، له بېکاره کارونو څخه باید مخنیوی وشي، په ټولنه کې اړيکې باید سمې شي، باید ښه دوستان او ملګري غوره شي او داسې نور هغه څه دي چې د یوې حل لارې په توګه اشاره ورته کولی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب