Homeروغتیادغه خواړه د غاښونو د روغتیا ضمانت کوي

دغه خواړه د غاښونو د روغتیا ضمانت کوي

ژباړه: احمد الهام

بې له شکه چې هر انسان غواړي غاښونه يې روغ او جوړ وي؛ نو ځکه هره ورځ د خپلو غاښونو په اړه اندېښمن وي. د ورځې څو ځلې خپل غاښونه برس کوي او مسواک استعمالوي، خو دلته ځینې نورې ساده لارې هم شته چې انسان پرې د خپلو غاښونو ښه ساتنه کولای شي.

  • اوبه

اوبه د انسان د وجود د سلامتیا لپاره ارزښتمنه ماده ده. هر وخت له خوراک او څښاک څخه وروسته خپله خوله پر اوبو و مینځئ، دا چاره ستاسې غاښونه پاک ساتي.

  • لبنیات

شیدې، پنېر او نور لبنیات د غاښونو لپاره ډېر ګټور دي، دا خواړه ويټامینونه، منرالونه او په زیاته اندازه کلسیم لري چې غاښونه روغ ساتي.

  • تازه مېوې او سابه

هغه مېوې او سابه چې په زیاته اندازه اوبه لري، لکه بادرنګ، هندواڼه، مڼه، ناک او یو شمېر نور د غاښونو لپاره ډېر مهم دي.

  • زړي

چارمغز، بادام او جلغوزي په زیاته اندازه ویټامینونه، منرالونه، کلسیم، اوسپنه، پوتاشیم او زېنک لري. دا هم د غاښونو د سلامتیا لپاره ډېر اړین دي.

  • شین چای

د غاښونو د پاکولو لپاره تر ټولو ساده او اسانه طریقه د شین چای استعمال دی. چای باید نه ډېر ګرم او نه هم ډېر یخ و اوسي. یوه مناسبه پیاله چای د غاښونو باکټریاوې له منځه وړي.

شراب، وچه مېوه، خواږه څيزونه، تېزابي غذا، او د اسید لرونکو مشروباتو زیات استعمال غاښونه خرابوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...